East Afghan
EA Icon - Gospels
GOSPEL

Matthew 05

د غره په سر باندې د عیسی مسیح وعظ

۱کله چې عیسی د خلکو ګڼه ګوڼه ولیدله، نو غره ته وخوت او هلته کښېناست. شاګردان یې ورته راغلل ۲او هغوی ته یې تعلیم ورکول پیل کړ او ویې ویل:

۳«بختور دي هغه خلک چې په روحاني توګه غریبان دي،

ځکه چې اسماني پاچاهي د هغوی ده.

۴بختور دي هغه خلک چې اوس غمجن دي،

ځکه چې هغوی به تسلي ومومي.

۵بختور دي هغه خلک چې عاجزان دي،

ځکه چې هغوی به د ځمکې وارثان شي.

۶بختور دي هغه خلک چې د عدالت وږي تږي دي،

ځکه چې هغوی به ماړه شي.

۷بختور دي هغه خلک چې په نورو باندې رحم کوي،

ځکه چې په هغوی به رحم وشي.

۸بختور دي هغه خلک چې زړونه یې پاک دي،

ځکه چې هغوی به خدای وویني.

۹بختور دي هغه خلک چې سوله راوستونکي دي،

ځکه چې هغوی به د خدای اولادونه وبلل شي.

۱۰بختور دي هغه خلک چې د عدالت په خاطر ځورول کیږي،

ځکه چې اسماني پاچاهي د هغوی ده.

۱۱بختور یئ تاسو چې زما په خاطر خلک درته ښکنځل کوي، ځوروي مو او ستاسو په هکله داسې بدې خبرې کوي چې هغه دروغ وي. ۱۲خوښ او خوشحاله اوسئ، ځکه چې په اسمان کې ستاسو دپاره لوی اجر دی. ستاسو څخه مخکې هم هغوی په همدې ډول پیغمبران ځورولي وو.

تاسو د دې دنیا مالګه او رڼا یئ

(مرقوس ۹: ۵۰ او لوقا ۱۴: ۳۴ - ۳۵)

۱۳تاسو د نړۍ دپاره مالګه یئ، خو که مالګه خپل خوند له لاسه ورکړي، نو هغه به څنګه بېرته خپل خوند پیدا کړي؟ د هغې څخه نور هېڅ کار نه اخیستل کیږي، بې له دې چې لېرې وغورځول شي او خلک یې تر پښو لاندې کړي.

۱۴تاسو د نړۍ دپاره رڼا یئ. کوم ښار چې په غره باندې جوړ شوی وي هغه پټېدلی نه شي. ۱۵هېڅوک څراغ د دې دپاره نه بلوي چې هغه د کوم لوښي لاندې کېږدي چې پټ شي، بلکې هغه په څراغدان باندې ږدي چې د کور ټولو خلکو ته رڼا ورکړي. ۱۶پرېږده چې ستاسو رڼا په خلکو باندې همداسې وځلیږي، ترڅو ستاسو نېک کارونه وویني او ستاسو پلار ته چې په اسمان کې دی جلال ورکړي.

د شریعت په هکله تعلیم

۱۷داسې فکر مه کوئ چې زه د دې دپاره راغلی یم چې شریعت او د پیغمبرانو لیکنې منسوخ کړم. د هغو د منسوخ کولو دپاره نه یم راغلی بلکې د هغو د پوره کولو دپاره راغلی یم. ۱۸په یقین سره زه تاسو ته دا وایم ترڅو پورې چې ځمکه او اسمان موجود وي، نو د شریعت یو ډېر وړوکی ټکی به هم له منځه لاړ نه شي، ترڅو دا هرڅه سرته ونه رسیږي. ۱۹که چېرې څوک د دې حکمونو څخه یو ډېر وړوکی حکم هم مات کړي او نورو ته هم تعلیم ورکړي چې همداسې وکړي، نو په اسماني پاچاهۍ کې به ډېر کوچنی مقام ولري، خو څوک چې په هغو حکمونو باندې عمل وکړي او نورو ته هم تعلیم ورکړي چې همداسې وکړي، نو هغه به په اسماني پاچاهۍ کې لوړ مقام ولري. ۲۰زه تاسو ته دا وایم تر هغې پورې چې ستاسو عدالت د فریسیانو او د شریعت د عالمانو د عدالت څخه بهتر نه وي، نو هېڅکله به په اسماني پاچاهۍ کې وردننه نه شئ.

د قهر په هکله تعلیم

۲۱تاسو اورېدلي دي چې زمونږ نیکونو ته ویل شوي وو: ‹قتل مه کوئ.› که څوک قتل وکړي، نو هغه به تر محاکمې لاندې نیول کیږي. ۲۲خو زه تاسو ته وایم چې که چېرې څوک خپل ورور باندې په قهر شي، نو هغه به محاکمه کیږي. که څوک خپل ورور ته سپکاوی وکړي، نو هغه به شورا ته د محاکمې دپاره بیول کیږي. که هغه ورته ووایي چې ته کم عقل یې، نو هغه به د دوزخ د اور لایق وي. ۲۳که چېرې ته د قربانۍ ځای ته کوم نذر راوړې او هلته در په یاد شي چې ورور دې درڅخه خفه دی، ۲۴نو خپل نذر دې د قربانۍ په ځای کې پرېږده او لاړ شه لومړی خپل ورور پخلا کړه او بیا راشه او خپل نذر دې وړاندې کړه. ۲۵کله چې د خپل مدعي سره محکمې ته روان یې، نو په لاره کې ورسره روغه جوړه وکړه، هسې نه چې هغه دې قاضي ته په لاس ورکړي او قاضي به دې پولیس ته وسپاري او ته به په زندان کې واچول شې. ۲۶په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې تر هغې به خلاص نه شې ترڅو پورې چې دې د خپل جېب وروستنۍ روپۍ نه وي ورکړې.

د زنا نه کولو په هکله تعلیم

۲۷تاسو اورېدلي دي چې داسې ویل شوي دي: ‹زنا مه کوئ.› ۲۸خو تاسو ته وایم چې که یو سړی کومې ښځې ته په بد نیت وګوري، نو په زړه کې یې د هغې سره زنا کړې ده. ۲۹که چېرې ستا ښي سترګه ستا د ګناه سبب شي، نو هغه وباسه او لېرې یې وغورځوه. ځکه چې ستا دپاره به دا ښه وي چې د خپل بدن یو غړی له لاسه ورکړې، نه دا چې ټول بدن دې دوزخ ته وغورځول شي. ۳۰که چېرې ستا ښي لاس ستا د ګناه سبب شي، نو هغه پرې کړه او لېرې یې وغورځوه، ځکه چې ستا دپاره به دا ښه وي چې د خپل بدن یو اندام له لاسه ورکړې، نه دا چې ټول بدن دې دوزخ ته لاړ شي.

د طلاق په هکله تعلیم

(متي ۱۹: ۹ او مرقوس ۱۰: ۱۱ - ۱۲ او لوقا ۱۶: ۱۸)

۳۱همدارنګه ویل شوي دي: ‹کله چې څوک خپلې ښځې ته طلاق ورکوي، نو باید هغې ته طلاق نامه ورکړي.› ۳۲خو زه تاسو ته وایم چې که څوک خپله ښځه د زنا کولو نه پرته په کوم بل دلیل طلاقه کړي، نو د هغې څخه زنا کاره جوړوي او هرڅوک چې د داسې ښځې سره واده وکړي، نو هغه زنا کوي.

د قسم خوړلو په هکله تعلیم

۳۳همدارنګه تاسو اورېدلي دي چې په پخوا زمانه کې خلکو ته ویل شوي وو: ‹خپل قسم مه ماتوئ، خو د څښتن په نوم مو چې کوم قسم خوړلی دی هغه سرته ورسوئ.› ۳۴خو زه تاسو ته وایم چې هېڅکله قسم مه خورئ، نه په اسمان ځکه چې هغه د خدای تخت دی، ۳۵نه په ځمکه ځکه چې دا د هغه د پښو ایښودلو چوکۍ ده، نه په اورشلیم ځکه چې دا د لوی پاچا ښار دی. ۳۶همدارنګه په خپل سر قسم مه خورئ، ځکه چې تاسو نه شئ کولای د هغه یو ویښته هم تور یا سپین کړئ. ۳۷ستاسو ‹هو› دې ‹هو› وي او ‹نه› مو ‹نه› وي. د دې نه زیات د شیطان کار دی.

د بدل نه اخیستلو په هکله تعلیم

(لوقا ۶: ۲۹ - ۳۰)

۳۸تاسو اورېدلي دي چې ویل شوي دي: ‹د سترګې په بدل کې سترګه او د غاښ په بدل کې غاښ.› ۳۹خو زه تاسو ته وایم څوک چې درسره بدي کوي، نو ته ترې بدل مه اخله. که څوک درته په ښي مخ څپېړه درکړي، نو چپ مخ دې هم ورته ورواړوه. ۴۰که چېرې څوک ستا په کمیس باندې دعوه وکړي نو خپله چپنه هم ورته ورکړه. ۴۱که چېرې څوک تا دې ته مجبور کړي چې یونیم کیلومتر ورسره لاړ شې، نو درې کیلومتره ورسره لاړ شه. ۴۲که څوک درڅخه کوم څه وغواړي نو هغه ورته ورکړه او څوک چې درڅخه پور غواړي، نو انکار ورته مه کوه.

د دښمن سره مینه کول

(لوقا ۶: ۲۷ - ۲۸، ۶: ۳۲ - ۳۶)

۴۳تاسو اورېدلي چې ویل شوي دي: ‹د خپلو ګاونډیانو سره مینه کوه او د خپل دښمن څخه کرکه کوه.› ۴۴خو زه تاسو ته وایم چې د خپلو دښمنانو سره مینه کوئ او څوک چې تاسو ځوروي، د هغوی دپاره دعا کوئ. ۴۵نو په دې به تاسو د خپل اسماني پلار اولادونه شئ، ځکه چې هغه په بدو او ښو خلکو باندې یوشان لمر راخېژوي او په نېکو او بدو خلکو باندې یو شان باران وروي. ۴۶که تاسو یوازې د هغو خلکو سره مینه کوئ چې ستاسو سره مینه کوي، نو په دې کې به تاسو ته څه اجر وي؟ ایا مالیه ټولوونکي همداسې نه کوي؟ ۴۷که چېرې تاسو یوازې په خپلو ورونو سلام اچوئ، نو د نورو سره ستاسو فرق څه دی؟ ایا کافران همداسې نه کوي؟ ۴۸نو تاسو باید کامل اوسئ لکه څنګه چې ستاسو اسماني پلار کامل دی.