East Afghan
EA Icon - Wisdom & Poetry
WISDOM & POETRY

Psalm 81

د اختر سندره

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د جت د ښار په تال د آساف زبور)

۱خدای ته سندرې د خوښۍ ووایئ چې دی قوت زمونږه

د خوشحالۍ ووهئ چیغې د یعقوب خدای ته!

۲سازونه پیل کړئ او چمبې ووهئ

وغږوئ د خوشحالۍ ساز

په ربابونو او چنګونو سره

۳د اختر دپاره ووهئ سرنی

په هغه وخت کې چې شي میاشت نوې

او په داسې وخت کې چې پوره شي سپوږمۍ

۴دا یو قانون دی اسراییلو کې

دا دی یو حکم د یعقوب د خدای

۵هغه جوړ کړ یو قانون یوسف دپاره

چې کله یې وکړله حمله د مصر خاوره باندې

یو نااشنا اواز مې واورېد چې ویل یې داسې:

۶«ستاسو اوږو نه مې اوچت کړل درانه بارونه

او تاسو مې خلاص کړئ له درندو کارونو

۷کله چې تاسو وئ تکلیف کې اخته

ومو کړ ماته فریاد او تاسو مې وژغورلئ

له تندریځې ورېځې در مې کړ ځواب درته

ومې ازمایلئ تاسو د مریبه د چینو څنګ کې

۸ای زما قومه واورئ زه درکومه اخطار!

ای اسراییلو کاشکې تاسو ماته غوږ ونیسئ!

۹پردی خدای دې ستاسو منځ کې نه وي

سجده ونه کړئ بېګانه خدای ته

۱۰زه څښتن خدای یم ستاسو

چې مې د مصر نه راوویستلئ

خلاصې مو خولې کړئ زه به ماړه کړم تاسو

۱۱خو زما قوم ماته غوږ ونه نیوه

او اطاعت ونه کړ اسراییلیانو زما

۱۲نو ځکه پرېښودل مې دوی

د خپل سخت زړه عملونو لره

چې وي روان په خواهشاتو د نفسونو پسې

۱۳کاشکې خپل قوم مې راته غوږ ونیسي

اسراییل کاشکې زما په لاره لاړ شي

۱۴زه به زر ماتې ورکړم د هغوی دښمن ته

او رقیبانو د هغوی باندې به

پورته کړم خپل لاس

۱۵چا چې نفرت کاوه له ما نه

زما په مخ کې به ټیټ کړي

سرونه خپل له وېرې ځینې

دوی تر ابده به سزا وویني

۱۶خو تاسو ته به درکړم د ښو غنمو خوراک

او تاسو ماړه به کړمه د ځنګل په شاتو»