East Afghan
EA Icon - Pauls Epistles
PAUL’S EPISTLES

1 Corinthians 11

۱زما څخه پیروي وکړئ لکه څنګه چې زه د مسیح پیروي کوم.

په عبادت کې سر پټول

۲زه ستاسو ستاینه کوم، ځکه چې په هرڅه کې ما یادوئ او په هغو روایتونو باندې عمل کوئ چې ما درته درکړي دي. ۳خو زه غواړم تاسو په دې پوه شئ چې مسیح د هر سړي سر دی او مېړه د خپلې ښځې سر دی او د مسیح سر خدای دی. ۴هر سړی چې په پټ سر دعا کوي یا د خدای پیغام خلکو ته رسوي، هغه د خپل سر یعنې مسیح بې عزتي کوي. ۵خو هره ښځه چې په لوڅ سر دعا کوي یا د خدای پیغام رسوي، نو هغه د خپل سر یعنې خپل مېړه بې عزتي کوي او هغه داسې وي لکه سر یې چې خرییل شوی وي. ۶ځکه که چېرې یوه ښځه خپل سر نه پټوي، نو هغه دې خپل ویښتان هم لنډ کړي، خو که چېرې د ښځې دپاره د ویښتانو لنډول او خرییل د شرم خبره وي، نو خپل سر دې پټ کړي. ۷لازمه نه ده چې سړی خپل سر پټ کړي، ځکه چې هغه د خدای په شکل او د خدای د جلال دپاره پیدا شوی دی او ښځه د سړي د جلال دپاره پیدا شوې ده. ۸ځکه چې سړی د ښځې څخه نه دی پیدا شوی، بلکې ښځه د سړي نه پیدا شوې ده. ۹سړی د ښځې په خاطر نه دی پیدا شوی، بلکې ښځه د سړي دپاره پیدا شوې ده. ۱۰له همدې امله او په دې خاطر چې فرښتې یې ویني، نو ښځه باید خپل سر په پوړني باندې پټ کړي، ترڅو وښایي چې هغه د خپل مېړه په واک کې ده. ۱۱خو په هر حال د څښتن په خلکو کې ښځه د مېړه نه او مېړه د ښځې نه خپلواک او ازاد نه دی. ۱۲ځکه لکه څنګه چې ښځه د سړي نه پیدا شوې ده، نو اوس سړی هم د ښځې نه پیدا کیږي او هرڅه د خدای له خوا دي.

۱۳تاسو خپله قضاوت وکړئ، ایا ښځې ته مناسبه ده چې په لوڅ سر د خلکو په حضور کې خدای ته دعا وکړي؟ ۱۴ایا په خپله طبیعت تاسو ته دا نه ښایي چې د سړي دپاره د اوږدو ویښتانو درلودل شرم دی؟ ۱۵خو که د ښځې ویښتان اوږده وي، نو د هغې دپاره ښکلا ده، ځکه چې ویښتان هغې ته د دې دپاره ورکړل شوي دي چې سر یې ورباندې پټ شي. ۱۶که چېرې څوک وغواړي په دې هکله بحث وکړي، نو یوازېنی شی چې زه یې ورته وایم هغه دا دی چې مونږ او د خدای کلیساګانې له دې نه پرته کوم بل دود او دستور نه لرو.

د څښتن غوره ماښامی

۱۷خو زه په دې لارښوونو کې ستاسو ستاینه نه کوم، ځکه کله چې تاسو سره راټولېږئ، نو دا ستاسو په ګټه نه دی بلکې ستاسو په زیان دی. ۱۸ځکه لومړنی شی چې زه یې اورم دا دی کله چې تاسو په کلیسا کې سره راټولېږئ، نو په ډلو باندې وېشل کېږئ. په دې باندې زه تر یوې اندازې باور هم کوم، ۱۹بې له شکه په تاسو کې باید ډلې جوړې شي، ترڅو دا وپېژندل شي چې په تاسو کې څوک رښتینی دی. ۲۰کله چې تاسو سره راټولېږئ، نو په حقیقت کې تاسو د څښتن د ماښامي د خوړلو دپاره نه راټولېږئ. ۲۱ځکه کله چې تاسو ډوډۍ خورئ، نو هرڅوک په بیړه خپله ډوډۍ خوري، نو ځینې وږي پاتې کیږي او نور نشه کیږي. ۲۲ایا ستاسو خپل کور نشته چې په کې وخورئ او وڅښئ؟ ایا تاسو د خدای کلیسا سپکوئ او هغه خلک شرموئ چې هېڅ شی نه لري؟ زه تاسو ته څه ووایم؟ ایا په دې کار ستاسو ستاینه وکړم؟ هېڅکله نه! ۲۳ځکه کوم تعلیم چې ما تاسو ته درکړ، هغه مې د څښتن نه تر لاسه کړی دی او هغه دا ؤ چې په هغه شپه چې د څښتن عیسی سره خیانت وشو، نو هغه ډوډۍ راواخیستله ۲۴او شکر یې پرې وویست. هغه یې ماته کړه او ویې ویل: «دا زما بدن دی چې ستاسو دپاره ورکول کیږي. زما په یاد کې دا کار کوئ.» ۲۵په همدې ډول هغه د ماښام ډوډۍ نه وروسته پیاله راواخیستله او ویې ویل: «دا پیاله د خدای او انسانانو ترمنځ یو نوی لوظ دی چې زما په وینه کې جوړیږي. هر کله چې هغه څښئ، نو زما په یاد کې یې وڅښئ.»

۲۶نو هر کله چې تاسو دا ډوډۍ خورئ او دا پیاله څښئ، نو تاسو به خلکو ته د څښتن د مرګ په هکله اعلان کوئ، تر هغې پورې چې هغه بېرته راشي. ۲۷که چېرې څوک په داسې طریقې سره د څښتن ډوډۍ خوري او یا د هغه پیاله څښي چې د هغه بې عزتي ورباندې کیږي، نو هغه د څښتن د بدن او وینې په وړاندې ګناه کوي. ۲۸نو هرڅوک دې لومړی خپل ځان وازمایي او له هغې وروسته دې هغه ډوډۍ وخوري او هغه پیاله دې وڅښي. ۲۹ځکه که چېرې څوک د مسیح د بدن په معنی باندې پوه نه شي او هغه ډوډۍ وخوري او هغه پیاله وڅښي، نو د هغو په خوړلو او څښلو سره خپل ځان محکوموي. ۳۰له همدې امله په تاسو کې ډېر کمزوري او ناروغه دي او ځینې مړه شوي دي. ۳۱که چېرې مونږ خپل ځان ازمایلی وای، نو د قضاوت لاندې به نه راتللو. ۳۲خو کله چې څښتن زمونږ په هکله قضاوت کوي، نو زمونږ د اصلاح کولو دپاره یې کوي، ترڅو مونږ د نړۍ د خلکو سره محکوم نه شو.

۳۳نو ای خویندو او ورونو! کله چې تاسو د څښتن د غوره ماښامي د خوړلو دپاره سره راټولېږئ، نو د یو بل انتظار کوئ. ۳۴که چېرې څوک وږی وي، نو هغه دې په خپل کور کې ډوډۍ وخوري، ترڅو ستاسو راټولېدل ستاسو د محکوم کېدلو سبب نه شي. خو کله چې زه درشم، نو د نورو شیانو په هکله به تاسو ته لارښوونې وکړم.