East Afghan
EA Icon - Historical Books
HISTORY

2 Chronicles 19

۱د یهودا پاچا یهوشافاط خپلې ماڼۍ ته چې په اورشلیم کې وه په خیریت سره راستون شو.

۲د حناني زوی ییهو چې یو نبي ؤ د پاچا د لیدلو دپاره لاړ او ورته ویې ویل: «ایا د بدو خلکو سره مرسته یا د هغو خلکو طرفداري کول چې د څښتن څخه کرکه کوي، سم کار دی؟ په دې خاطر د څښتن قهر او غضب په تا باندې راغلی دی! ۳خو ستا هر کار خراب نه دی. تا هغه بتان لېرې کړل چې د اشیره په عبادت کې ورڅخه کار اخیستل کېده او ته په اخلاص سره غواړې چې د څښتن عبادت وکړې.»

د یهوشافاط اصلاحات

۴یهوشافاط په اورشلیم کې اوسېده، خو هغه به بیا بیا په جنوب کې له بیرشبع څخه نیولې، په شمال کې د افرایم تر غرنۍ سیمې پورې سفر کاوه. هغه د خلکو سره خبرې کولې او هغوی به یې راضي کول چې بېرته د خپلو نیکونو څښتن خدای ته رجوع وکړي. ۵هغه د یهودا په هر قوي شوي ښار کې قاضیان وټاکل ۶او هغوی ته یې دا لارښوونې وکړې: «په قضاوت کولو کې غور کوئ، ځکه چې تاسو د انسان په خاطر نه بلکې د څښتن په خاطر قضاوت کوئ. کله چې تاسو قضاوت کوئ څښتن ستاسو سره مل دی. ۷نو بیا د څښتن څخه ووېرېږئ او په احتیاط او پام سره قضاوت کوئ ځکه چې څښتن زمونږ خدای بې انصافي، طرفداري کول یا رشوت اخیستل بد ګڼي.»

۸یهوشافاط په اورشلیم کې هم ځینې لاویان، کاهنان او د کورنیو مشران وټاکل چې د څښتن په خاطر قضاوت وکړي او د اورشلیم د اوسېدونکو شخړې حل کړي. ۹یهوشافاط هغوی ته دا لاندېنۍ لارښودنې ورکړې: «تاسو باید خپل کارونه په وفادارۍ او د زړه له کومي د څښتن څخه په وېره کې تر سره کړئ. ۱۰هرکله چې ستاسو وطنداران د هر ښار څخه تاسو ته د قتل یا د یو قانون یا د امر د ماتولو یوه دعوه راوړي، تاسو باید خلکو ته خبرداری ورکړئ چې د څښتن په وړاندې ګناه ونه کړي، ترڅو هغه په قهر نه شي او تاسو او ستاسو وطندارانو ته سزا ورنه کړي. یاد ساتئ، که چېرې د دې لارښودنو څخه پیروي وکړئ، نو تاسو به مجرم او ګناهکار نه ګڼل کېږئ.

۱۱مشر کاهن یعنې امریا به په هره شرعي دعوه کې وروستنۍ پرېکړه کوي او د اسماعیل زوی زبدیا یعنې د یهودا د قبیلې مشر به په نورو ټولو دعوو کې وروستنۍ پرېکړه کوي. پاتې لاویان به د محکمې د مامورانو په توګه ستاسو خدمت کوي. زړور اوسئ او په دغو لارښودنو باندې عمل وکړئ او څښتن دې د هغه چا سره مل شي چې د حق طرفدار وي!»