East Afghan
EA Icon - Wisdom & Poetry
WISDOM & POETRY

Psalm 115

واحد او حقیقي خدای

۱مونږ ته نه ای څښتنه مونږ ته نه

بلکې خپل نوم ته جلال ورکړه!

د خپلې مینې او وفا په سبب

۲ولې قومونه دا پوښتنه وکړي

چې د دوی خدای چېرته دی؟

۳زمونږ خدای دی په اسمان کې

هغه کوي هغه څه چې څه یې خوښه وي

۴د سرو او سپینو زرو جوړ دي د هغوی بتان

هغه جوړ شوي د انسان په لاسو

۵د هغوی خولې شته، خو خبرې پرې کولای نه شي

سترګې یې شته، خو پرې لیدلی نه شي

۶غوږونه یې شته، خو پرې اورېدلی نه شي

پوزې یې شته، خو څه بوی کولای نه شي

۷لاسونه یې شته، خو څه لمس کولای نه شي

پښې یې شته، خو ګرځېدلی نه شي

د هغوی د ستوني نه اواز نه وځي

۸چې جوړوي څوک هغه او څوک چې باور پرې لري

هغوی دې شي هغو بتانو په شان چې جوړوي هغه

۹ای اسراییلو، په څښتن باندې توکل کوئ

دی مرستندوی ستاسو او ستاسو سپر دی

۱۰ای کاهنانو ای د هارون اولادې

توکل وکړئ په څښتن باندې

دی مرستندوی ستاسو او ستاسو سپر دی

۱۱توکل وکړئ په څښتن باندې ای تاسو ټول

چې ترې وېره کوئ

دی مرستندوی ستاسو او ستاسو سپر دی

۱۲رایادوي مونږ څښتن او برکت به راکړي

هغه به ورکړي برکت اسراییلیانو ته

او د هارون اولادې یعنې کاهنانو ته

۱۳هغه به ورکړي برکت هغو ته

چې کړي وېره له څښتنه څخه

لویو او وړو ته یوشان

۱۴څښتن دې درکړي اولادونه درته

تاسو او ستاسو اولادې ته هم

۱۵څښتن دې درکړي برکت تاسو ته

چا چې جوړ کړی دی اسمان او ځمکه

۱۶اسمان یوازې د څښتن دی

خو ځمکه یې ورکړې ده انسان ته

۱۷مړي نه وایي ثنا د څښتن

څوک چې روان دي لاندې

د خاموشۍ دنیا ته

۱۸خو مونږ ژوندي به د هغه ثنا او صفت وایو

له همدا اوس نه تر ابده پورې

د څښتن ثنا او صفت وکړئ!