East Afghan
EA Icon - Gospels
GOSPEL

Luke 23

عیسی د پیلاتوس په حضور کې

(متي ۲۷: ۱ - ۲، ۱۱ - ۱۴ او مرقوس ۱۵: ۱ - ۵ او یوحنا ۱۸: ۲۸ - ۳۸)

۱بیا د شورا ټول غړي پاڅېدل او عیسی یې پیلاتوس ته بوته ۲او په هغه باندې یې په تور لګولو پیل وکړ او ویې ویل: ‎«مونږ ولیدل چې دې سړي زمونږ قوم بې لارې کاوه او خلک یې امپراتور ته د مالیې ورکولو څخه منع کول او دعوه کوي چې هغه خپله مسیح یعنې پاچا دی.» ۳پیلاتوس د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ایا ته د یهودیانو پاچا یې؟» عیسی ځواب ورکړ: «ته په خپله وایې.» ۴بیا پیلاتوس مشرانو کاهنانو او حاضرو خلکو ته وویل: «زه په دې سړي کې هېڅ ډول جرم نه وینم.» ۵خو هغوی ډېر ټینګار کاوه او ویل یې: «هغه په ټوله یهودیه کې په تعلیم ورکولو سره خلک راپاروي. هغه د جلیل څخه پیل وکړ او تر دې ځایه راورسېد.»

عیسی هیرودیس ته لېږل کیږي

۶کله چې پیلاتوس دا واورېدل، نو پوښتنه یې وکړه: «ایا دا سړی جلیلي دی؟» ۷کله چې هغه خبر شو چې عیسی د هغې سیمې څخه دی چې د هیرودیس تر واکمنۍ لاندې ده، نو هغه یې هیرودیس ته چې په هغه وخت کې په اورشلیم کې ؤ، ولېږه. ۸کله چې هیرودیس عیسی ولید نو ډېر خوشحاله شو، ځکه چې د هغه په هکله یې ډېر څه اورېدلي وو او له ډېرې مودې راهیسې یې غوښتل چې عیسی وویني. هغه په دې تمه ؤ چې د هغه څخه کومه معجزه وویني. ۹نو هیرودیس د عیسی څخه ډېرې پوښتنې وکړې، خو عیسی هېڅ ځواب ورنه کړ. ۱۰مشران کاهنان او د شریعت عالمان ولاړ وو او په عیسی یې سخت تورونه ولګول. ۱۱هیرودیس او د هغه عسکرو په عیسی باندې ملنډې ووهلې او د هغه سپکاوی یې وکړ، بیا یې د پاچاهۍ چپنه ورته ورواغوستله او بېرته یې پیلاتوس ته ورولېږه. ۱۲په هماغه ورځ هیرودیس او پیلاتوس یو د بل سره ملګري شول، ځکه چې له دې څخه مخکې د هغو دواړو ترمنځ دښمني وه.

عیسی ته د مرګ سزا ورکول کیږي

(متي ۲۷: ۱۵ - ۲۶ او مرقوس ۱۵: ۶ - ۱۵ او یوحنا ۱۸‏: ۳۹‏ – ۱۹: ۱۶‏)

۱۳بیا پیلاتوس مشران کاهنان، د قوم مشران او خلک راوغوښتل ۱۴او هغوی ته یې وویل: «تاسو دا سړی ماته راوستلی دی او وایئ چې هغه خلک بې لارې کوي. خو اوس ما ستاسو په مخکې د هغه څخه پوښتنې وکړې او په هغه کې مې هغه جرم ونه مونده چې تاسو پرې تور لګولی دی. ۱۵او نه هم هیرودیس په هغه کې کومه ګناه ولیدله، نو ځکه یې بېرته مونږ ته راولېږه. ښکاره ده چې هغه داسې کوم کار نه دی کړی چې د مرګ لایق وي. ۱۶نو زه به هغه د یو څو دورو وهلو وروسته پرېږدم چې لاړ شي.» [ ۱۷ځکه په هغه وخت کې داسې رواج ؤ چې په هر اختر کې یو بندي ازاد شي.]

۱۸خو ټولو خلکو په یو اواز چیغې کړې: «دا سړی ووژنه! باراباس مونږ ته ازاد کړه.» ۱۹باراباس یو سړی ؤ چې په ښار کې د بغاوت او قتل په تور زندان ته اچول شوی ؤ. ۲۰پیلاتوس چې غوښتل یې عیسی خلاص کړي یوځل بیا هغوی ته خبرې وکړې. ۲۱خو هغوی چیغې وهلې: «په صلیب باندې یې ځوړند کړه، په صلیب باندې یې ځوړند کړه.» ۲۲پیلاتوس د درېم ځل دپاره هغوی ته وویل: «ولې؟ څه جرم یې کړی دی؟ ما په هغه کې داسې کوم جرم ونه مونده چې د مرګ لایق وګڼل شي. نو زه به هغه د یو څو دورو وهلو وروسته پرېږدم چې لاړ شي.» ۲۳خو هغوی ټینګار کاوه او په لوړ اواز سره یې چیغې وهلې چې هغه باید په صلیب وځړول شي. خلکو دومره چیغې ووهلې چې په پای کې د هغوی چیغې بریالۍ شوې. ۲۴نو پیلاتوس د هغوی د غوښتنې سره سم پرېکړه وکړه ۲۵او باراباس یې چې د بغاوت او قتل له امله زنداني شوی ؤ، د زندان څخه خلاص کړ او عیسی یې هغوی ته په لاس ورکړ چې هرڅه وغواړي ورسره ویې کړي.

عیسی په صلیب باندې مېخ کیږي

(متي ۲۷: ۳۲ - ۴۴ او مرقوس ۱۵: ۲۱ - ۳۲ او یوحنا ۱۹: ۱۷ - ۲۷)

۲۶کله چې عسکرو هغه په صلیب باندې د ځوړندولو دپاره بیولو، نو هغوی د شمعون په نامه یو سړی چې د قیروان څخه ؤ او د ښار د باندې سیمې څخه ښار ته راروان ؤ، راونیوه. هغه یې مجبور کړ چې صلیب په اوږه کړي او د عیسی پسې یې یوسي. ۲۷ګڼ شمېر خلک په عیسی پسې روان وو چې په هغو کې ښځې هم وې چې ځانونه یې وهل او د هغه دپاره یې ژړا انګولا کوله. ۲۸عیسی هغوی ته مخ راواړاوه او ورته ویې ویل: «ای د اورشلیم ښځو! زما دپاره مه ژاړئ، خو د خپلو ځانونو او خپلو اولادونو دپاره وژاړئ. ۲۹ځکه چې داسې ورځې راتلونکې دي چې خلک به وایي چې هغه ښځې بختورې دي چې شنډې دي او هېڅکله یې ماشومان نه دي زېږولي او هېڅکله یې تی نه دی ورکړی. ۳۰په هغه وخت کې به خلک غرونو ته وایي چې په مونږ باندې راولوېږئ او غونډیو ته به وایي چې مونږ پټ کړئ. ۳۱ځکه که چېرې هغوی د شنې ونې سره داسې کار کوي، نو د وچې ونې سره به څه کیږي؟»

۳۲دوه نور مجرمان یې هم د عیسی سره روان کړي وو چې د هغه سره یوځای اعدام شي. ۳۳کله چې هغوی هغه ځای ته چې د سر د کوپړۍ په نوم یادېده ورسېدل، نو عسکرو عیسی هلته په صلیب باندې مېخ کړ او هغه دوه مجرمان یې هم ورسره په صلیب وځړول، یو یې د هغه ښي لاس ته او بل یې د هغه چپ لاس ته. ۳۴عیسی وویل: «ای پلاره! دوی وبخښه، ځکه دوی نه پوهیږي چې څه کوي.» عسکرو د عیسی په کالیو باندې پچه واچوله او په خپل منځ کې یې سره ووېشل. ۳۵خلک د سیل دپاره هلته ولاړ وو او د یهودیانو مشرانو په هغه باندې ملنډې وهلې او ویل یې: «هغه نور خلک ژغورل، که چېرې هغه په رښتیا سره د خدای غوره شوی مسیح وي، نو اوس دې خپل ځان وژغوري.» ۳۶عسکرو هم په هغه باندې ملنډې ووهلې او هغوی د عیسی خواته ورنژدې شول او تروه شراب یې ورته ورکړل ۳۷او ورته ویې ویل: «که چېرې ته د یهودیانو پاچا یې، نو خپل ځان دې وژغوره.» ۳۸د هغه د سر دپاسه یوه تخته لګول شوې وه چې ورباندې لیکل شوي وو: «دا د یهودیانو پاچا دی.»

۳۹یو له هغو مجرمانو څخه چې هلته ځړول شوی ؤ عیسی ته پېغور ورکړ او ویې ویل: «ایا ته مسیح نه یې؟ نو بیا خپل ځان او مونږ وژغوره.» ۴۰خو هغه بل مجرم هغه ورټلو او ورته ویې ویل: «ایا ته له خدایه نه وېرېږې؟ ځکه چې په تا باندې هم د هغه په شان د مرګ حکم شوی دی. ۴۱زمونږ سره انصاف شوی دی، ځکه چې مونږ ته د خپلو عملونو سزا راکول کیږي. خو دې سړي کوم غلط کار نه دی کړی.» ۴۲بیا هغه وویل: «ای عیسی! کله چې خپلې پاچاهۍ ته ورسېدې، نو ما هم در په یاد کړه.» ۴۳عیسی هغه ته وویل: «په یقین سره زه تاته وایم چې ته به نن زما سره په جنت فردوس کې اوسې.»

د عیسی مړینه

(متي ۲۷: ۴۵ - ۵۶ او مرقوس ۱۵: ۳۳ - ۴۱ او یوحنا ۱۹: ۲۸ - ۳۰)

۴۴‏-۴۵د غرمې شاوخوا دولس بجې وې چې لمر ورک شو او د ماسپښین تر درې بجو پورې په ټوله سیمه کې تیاره خپره شوه او د خدای د کور پرده په منځ کې دوه ټوټې شوه. ۴۶عیسی په لوړ اواز چیغه ووهله او ویې ویل: «ای پلاره! زه خپل روح تاته سپارم.» دا یې وویل او ساه یې ورکړه. ۴۷کله چې رومي منصبدار دا هرڅه ولیدل، نو د خدای ثنا یې وویله او ویې ویل: «بې له شکه چې دا سړی بې ګناه ؤ.» ۴۸هغه خلک چې دې نندارې ته راټول شوي وو، کله یې چې دا پېښه ولیدله، نو له غمه یې خپل ځانونه وهل او بېرته خپلو کورونو ته لاړل. ۴۹د عیسی ټول اشنایان او هغه ښځې چې د جلیل څخه هغه پسې راغلې وې په لېرې فاصله کې ولاړې وې او دا هرڅه یې لیدل.

د عیسی ښخېدل

(متي ۲۷‏: ۵۷ - ۶۱ او مرقوس ۱۵: ۴۲ - ۴۷ او یوحنا ۱۹: ۳۸ - ۴۲)

۵۰هلته د یوسف په نوم یو سړی ؤ چې په یهودیه کې د رامه د ښار څخه ؤ او د یهودیانو د شورا غړی ؤ. هغه یو نېک او عادل سړی ؤ. ۵۱خو د هغوی د دې پرېکړې او دې کار سره جوړ نه ؤ او د خدای د پاچاهۍ په انتظار ؤ. ۵۲هغه پیلاتوس ته ورغی او د عیسی مړی یې ترې وغوښت. ۵۳بیا هغه د صلیب څخه مړی راښکته کړ او د کتان په کفن کې یې تاو کړ او په ګټ کې کیندل شوي قبر کې یې کېښود چې د دې نه مخکې په کې څوک نه ؤ ښخ شوی. ۵۴دا د جمعې ورځ وه، یعنې سبت ته د تیاري نیولو ورځ وه او د سبت ورځ پیل کېدله.

۵۵کومې ښځې چې د جلیل څخه د عیسی سره راغلې وې یوسف پسې روانې وې. هغوی قبر ولید چې د عیسی مړی په کې څنګه ایښودل شوی ؤ. ۵۶بیا هغوی بېرته د اورشلیم ښار ته لاړې او د مړي دپاره یې خوشبویه مسالې او عطر تیار کړل او د شریعت د حکم له مخې یې د سبت په ورځ ارام وکړ.