East Afghan
EA Icon - Pauls Epistles
GENERAL EPISTLES

Hebrews 12

د څښتن له خوا زمونږ اصلاح

۱نو اوس چې د شاهدانو دومره لویه ګڼه ګوڼه زمونږ څخه راچاپېره ده، نو راځئ چې هر اضافي بار یعنې هره ګناه چې په اسانۍ سره مو راګېروي، د خپل ځان نه لېرې کړو او په صبر او زغم سره په هغې سیالۍ کې منډه ووهو چې زمونږ په وړاندې پرته ده. ۲خپلې سترګې د عیسی یعنې زمونږ د ایمان د بنیاد ایښودونکي او کامل کوونکي خواته ونیسو. هغه په صلیب باندې د مړ کېدلو شرم وزغملو خو شرم یې مهم ونه ګڼلو، ځکه چې په دې پوهېده چې په دې کار سره به هغه په راتلونکي کې خوشحاله وي او اوس هغه د خدای د تخت ښي لاس ته ناست دی.

۳د هغه په هکله فکر وکړئ چې د ګناهکارانو له خوا د څومره مخالفتونو سره مخ شو، نو خپله حوصله له لاسه مه ورکوئ او بې زړه کېږئ مه. ۴تاسو لا تر اوسه د ګناه په خلاف جنګ کې تر دې حده نه یئ رسېدلي چې وینه مو په کې تویه شوې وي. ۵ایا تاسو دا هېر کړي دي چې خدای درته لکه د خپلو اولادونو په شان نصیحت کوي:

ای زما زویه! کله چې تا اصلاح کوي څښتن

نو هغه مه ګڼه سپک

او کله چې هغه رټي تا، نو ناامیده کېږه مه

۶ځکه څښتن چې کوي مینه د کوم چا سره

نو اصلاح کوي هغه

او هغه چاته ورکوي سزا

چې قبلوي یې د خپل زوی په توګه

۷تاسو اصلاح وزغمئ، ځکه چې دا زغم دا ښایي چې خدای تاسو سره د خپلو اولادونو په شان سلوک کوي. ایا تاسو کله داسې اولاد لیدلی دی چې د خپل پلار له خوا اصلاح شوی نه وي؟ ۸که چېرې تاسو د هغه د نورو اولادونو په شان اصلاح نه شئ، نو دا په دې معنی ده چې تاسو د هغه رښتیني اولادونه نه یئ، بلکې حرامیان یئ. ۹برسېره پر دې، مونږ ټولو پلرونه درلودل چې مونږ یې اصلاح کولو او مونږ د هغوی درناوی کاوه. نو مونږ به د دې نه څومره زیاته د هغه چا تابعداري وکړو چې زمونږ روحاني پلار دی او مونږ ته ژوند راکوي. ۱۰زمونږ دنیاوي پلرونه لکه څنګه چې هغوی ته ښه ښکاري، مونږ اصلاح کړي یو، خو د خدای اصلاح زمونږ د ښېګڼې دپاره ده، ترڅو مونږ د هغه په پاکوالي کې شریک شو. ۱۱هره اصلاح په خپل وخت کې خوشحالوونکې او خوندوره نه وي بلکې دردناکه وي، خو وروسته بیا د هغو خلکو دپاره چې په دې ډول روزل شوي دي، د یو رښتیني ژوند د ارامۍ یوه مېوه وي.

۱۲نو له دې امله خپل ناتوانه لاسونه او کمزورې پښې قوي کړئ. ۱۳د خپلو قدمونو دپاره لاره سمه کړئ، ترڅو په تاسو کې د ځینو ګوډې پښې کمزورې او ناتوانه نه شي بلکې روغې شي.

لارښوونې او خبردارۍ

۱۴کوښښ وکړئ چې د هر چا سره په سوله او سلامتۍ کې ژوند وکړئ او پاک او سپېڅلي اوسئ، ځکه چې د هغه پرته به هېڅوک څښتن ونه ویني. ۱۵پام کوئ، هسې نه چې په تاسو کې څوک د خدای د فضل نه بې برخې شي او ستاسو په منځ کې کوم څوک ترخې او زهرجنې ریښې وځغلوي چې د تکلیف سبب شي او د هغه له امله ډېر خلک فاسد شي ۱۶او ګورئ چې په تاسو کې دې څوک زناکار یا د عیسو په شان بې دینه نه شي چې د یوې مړۍ ډوډۍ دپاره یې د خپل مشرتوب حق خرڅ کړ. ۱۷نو تاسو پوهېږئ سره له دې چې وروسته هغه غوښتل چې د برکت میراث تر لاسه کړي، خو هغه رد شو، ځکه چې د هغه دپاره د توبې ویستلو موقعه پیدا نه شوه، که څه هم هغه د اوښکو په تویولو سره د هغه برکت په لټه کې ؤ.

۱۸تاسو لکه د اسراییلو د خلکو په شان د موسی په وخت کې د سینا غره ته چې د اور لمبې، سخته تیاره او توفان ؤ، راغلي نه یئ. ۱۹کله چې خلکو د سرني او یو ډېر وېروونکی اواز واورېد، نو زارۍ یې وکړې چې خدای دې نور زمونږ سره خبرې ونه کړي. ۲۰ځکه چې هغوی د خدای دا حکم ونه شو زغملی چې وایي: «که چېرې یو حیوان هم په دې غره باندې پښه کېږدي، نو هغه باید سنګسار شي.» ۲۱هغه منظره دومره وېروونکې وه چې موسی وویل: «زه د وېرې نه رپېږم.» ۲۲خو تاسو د صهیون غره او د ژوندي خدای ښار یعنې اسماني اورشلیم ته چې بې شمېره فرښتې په کې خوشحالي کوي، راغلي یئ. ۲۳تاسو د خدای د لومړني زېږول شویو اولادونو غونډې ته چې نومونه یې په جنت کې لیکل شوي دي، راغلي یئ. تاسو خدای ته چې د ټولو قاضي دی او د نېکانو روحونو ته چې کامل شوي دي، راغلي یئ. ۲۴تاسو عیسی ته چې د خدای او خلکو ترمنځ د نوي لوظ منځګړی دی او د هغه وینه د هابیل د وینې نه ډېر ښه پیغام ورکوي، راغلي یئ.

۲۵نو پام کوئ چې د هغه چا نه انکار ونه کړئ چې تاسو ته خبرې کوي. کله چې خلکو د هغه د اطاعت کولو نه انکار وکړ چې د ځمکې نه یې هغوی ته خبرې کولې او تېښته یې ونه کړه، نو که تاسو د هغه چا نه انکار وکړئ چې د اسمان نه ستاسو سره خبرې کوي، نو فکر کوئ چې تاسو به وکولای شئ وتښتئ؟ ۲۶په هغه وخت کې د خدای اواز ځمکه ولړزوله، خو اوس هغه وعده کړې ده: «یوځل بیا به زه یوازې ځمکه نه بلکې اسمان هم ولړزوم.» ۲۷د هغه دا خبره یعنې «یوځل بیا» دې ته اشاره کوي چې هغه شیان چې خلق شوي دي هغه به ولړزول شي، ترڅو نه لړزېدونکي شیان پاتې شي.

۲۸نو راځئ چې د هغې نه لړزېدونکې پاچاهۍ په خاطر چې خدای یې مونږ ته راکوي، شکرګزاري وکړو او په درناوي او وېرې سره داسې عبادت وکړو چې هغه ته د منلو وړ وي. ۲۹ځکه چې زمونږ خدای تباه کوونکی اور دی.