East Afghan
EA Icon - Torah
The fourth book of the Torah

Numbers 35

د لاویانو دپاره ښارونه

۱په داسې حال کې چې اسراییلیانو د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند په بله غاړه اریحا ته مخامخ خېمې ودرولې، څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<اسراییلیانو ته ووایه د هغه جایداد څخه چې هغوی یې ترلاسه کوي باید لاویانو ته د اوسېدلو دپاره څو ښارونه او د هغو شاوخوا څړځایونه ورکړي. ۳دا ښارونه به د لاویانو وي او هغوی به هلته اوسیږي. د څړځای به د هغوی د غوایانو او د هغوی د نورو ټولو حیواناتو دپاره وي. ۴څړځای باید د ښار د بیروني دېوالونو څخه هرې خواته څلورنیم سوه متره وغزول شي، ۵ترڅو یوه مربع شکله سیمه جوړه شي چې هره خوا یې نهه سوه متره وي او ښار به یې په منځ کې وي.

۶شپږ ښارونه چې تاسو یې هغوی ته ورکوئ هغه به د پناه اخیستلو ښارونه وي او یو نفر چې یو څوک یې په سهوې سره وژلی وي کولی شي چې هلته وتښتي. مګر تاسو باید لاویانو ته دوه څلوېښت نور ښارونه ورکړئ، ۷نو هغوی به د شاوخوا څړځایونو سره ټول اته څلوېښت ښارونه ولري. ۸د لاویانو د ښارونو شمېر باید په هره قبیله کې د هغې د سیمې د اندازې په مطابق معلوم کړای شي. لویې قبیلې به زیات ښارونه او کوچنۍ قبیلې به کم ښارونه ورکړي.>

د پناه اخیستلو ښارونه

(تثنیه ۱۹: ۱ - ۱۳ او یوشع ۲۰: ۱ - ۹)

۹بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل چې ۱۰د اسراییلو قوم ته داسې ووایي: <کله چې تاسو د اردن له سیند څخه تېر شئ او د کنعان خاورې ته ورننوزئ، ۱۱د پناه اخیستلو ښارونه انتخاب کړئ چې داسې نفر د ساتنې دپاره ورتښتېدلی شي چې یو څوک یې په سهوې سره وژلی وي. ۱۲هغه به په هغه ځای کې د وژل شوي نفر د خپلوانو د یو نفر څخه چې د بدل اخیستلو په لټه کې وي په امن کې اوسي. هیڅوک چې هغه په قتل باندې تورن شوی وي د علني محاکمې څخه پرته نه شي وژل کېدای. ۱۳شپږ ښارونه انتخاب کړئ، ۱۴درې د اردن ختیځې خواته او درې د کنعان په خاوره کې. ۱۵دا به د اسراییلیانو او هغو بېګانه خلکو دپاره چې په موقت یا دایمي توګه اوسیږي د پناه اخیستلو ځایونه وي. هرڅوک چې په سهوې سره یو نفر مړ کړي هغه کولی شي چې د دې ښارونو څخه یو ښار ته وتښتي.

۱۶‏-۱۸خو بیاهم، که چېرې څوک د اوسپنې، تیږې یا لرګي د وسلې څخه کار واخلي او یو نفر ووژني، نو هغه د هغه نفر د قتل په خاطر مجرم دی او باید ووژل شي. ۱۹د وژل شوي نفر یو ډېر نژدې خپلوان دا مسئولیت لري چې قاتل ووژني. کله چې هغه پیدا کړي، باید ویې وژني.

۲۰که چېرې څوک د کوم نفر سره کینه لري او هغه په ټېل وهلو یا په یو شي باندې په ویشتلو سره مړ کړي ۲۱یا هغه په سوک ووهي، هغه د هغه نفر د قتل په اړه مجرم دی او باید ووژل شي. د وژل شوي نفر یو ډېر نژدې خپلوان دا مسئولیت لري چې قاتل ووژني. کله چې هغه راپیدا کړي نو باید ویې وژني.

۲۲خو فرض کړئ څوک په سهوې سره یو داسې نفر مړ کړي چې د هغه سره کینه نه لري، که هغه په ټېل وهلو وي یا په کوم شي باندې په ویشتلو سره. ۲۳یا د هغه فکر نه وي او یو داسې سړی په تیږه باندې په ویشتلو مړ کړي چې د هغه نیت نه وي چې هغه ژوبل کړي او د هغه دښمن نه وي. ۲۴نو په داسې حالاتو کې دې د هغه ځای خلک د هغه چا په حق کې فیصله وکړي چې نفر یې مړ کړی دی، نه د مړي د خپلوانو څخه د هغه نفر په حق کې چې د بدل اخیستلو په لټه کې دی. ۲۵ټولنه باید هغه سړی چې په قتل باندې تورن دی د وژل شوي نفر د خپلوان څخه خلاص کړي او هغه باید د پناه اخیستنې هغه ښار ته چې هغه ورتښتېدلی ؤ بېرته ولېږي. هغه باید د مشر کاهن تر مړینې پورې په هغه ښار کې واوسیږي. ۲۶مګر که چېرې په قتل باندې تورن نفر د پناه اخیستلو ښار چې ورته تښتېدلی ؤ پرېږدي ۲۷او د وژل شوي نفر ډېر نژدې خپلوان هغه پیدا کړي او ویې وژني، نو دغه بدل اخیستنه قتل نه دی. ۲۸په قتل باندې تورن نفر باید د مشر کاهن تر مړینې پورې د پناه اخیستلو په ښار کې پاتې شي، خو وروسته بیا کولی شي چې خپل کور ته ستون شي. ۲۹دا قوانین به په تاسو او ستاسو په اولادې باندې چې په هرځای کې اوسیږي عملي کیږي.

۳۰په قتل باندې تورن نفر باید یوازې په هغه صورت کې مجرم وګڼل شي او ووژل شي چې دوه یا له هغه څخه زیات شاهدان شاهدي ورکړي. د قتل د تور د ثابتولو دپاره د یو نفر شاهدي ورکول کافي نه دي. ۳۱قاتل باید ووژل شي. هغه د پیسو په ورکولو سره د دې جزا څخه نه شي خلاصېدلی. ۳۲که چېرې څوک د پناه اخیستلو ښار ته تښتېدلی وي، نو هغه مه پرېږدئ چې د مشر کاهن د مړینې څخه مخکې خپل کور ته د بېرته ستنېدلو په خاطر بیه ادا کړي.

۳۳‏-۳۴زه څښتن ستاسو اسراییلو د قوم په منځ کې اوسېږم، نو ستاسو خاوره باید پاکه وساتل شي. مګر کله چې قتل وشي نو د هغه په وینه باندې ځمکه پلیتیږي او ناپاکه کیږي. که چېرې داسې کیږي، قاتل باید ووژل شي نو ځمکه به بېرته پاکه شي. په اسراییلو کې دې قتل نه کیږي.>