East Afghan
EA Icon - Torah
The second book of the Torah

Exodus 21

د عبراني غلامانو سره چلند

(تثنیه ۱۵: ۱۲ - ۱۸)

۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <دا هغه قوانین دي چې ته یې باید اسراییلیانو ته ورکړې: ۲که چېرې تاسو یو عبرانی غلام په بیه واخلئ، هغه دې شپږ کاله ستاسو خدمت وکړي. مګر په اووم کال به پرته له دې چې څه بیه ورڅخه واخیستل شي هغه ازاد شي. ۳که چېرې په هغه وخت کې چې هغه ستاسو غلام شوی ؤ واده یې نه ؤ کړی، هغه به د تګ په وخت کې خپله ښځه له ځانه سره نه بیایي. خو که چېرې په هغه وخت کې چې هغه ستاسو غلام شو واده یې کړی ؤ، هغه به خپله ښځه هم له ځانه سره بوځي. ۴که چېرې بادار یې ورته ښځه وکړي او هغه ښځه ورته زامن یا لورګانې وزېږوي، هغه ښځه او د هغې ماشومان د بادار کیږي او یوازې هغه سړی دې ازاد شي. ۵مګر که چېرې هغه غلام داسې اعلان وکړي چې زه د خپل بادار او د خپلې ښځې او ماشومانو سره مینه لرم او نه غواړم چې ازاد شم، ۶بیا به یې خپل بادار د عبادت ځای ته بوځي. هغه دې هلته د دروازې یا د دروازې د چوکاټ په مخکې ودروي او په رینه باندې دې د هغه غوږ سوری کړي. بیا به دا سړی ټول عمر د هغه غلام وي.

۷که چېرې یو سړی خپله لور د یوې غلامې په توګه خرڅوي، هغه دې د نارینه غلامانو په شان ازاده نه شي. ۸که چېرې هغه په یو داسې نفر باندې خرڅه شي چې داسې نیت ولري چې هغه خپله ښځه کړي، مګر هغه یې نه خوښیږي نو بیا دې هغه بېرته د خپل پلار له خوا په بیه واخیستل شي. د هغې بادار هغه په بېګانه خلکو باندې نه شي خرڅولی، ځکه چې د هغې سره یې بې وفایي کړې ده. ۹که چېرې یو سړی یوه غلامه واخلي چې خپل زوی ته یې وکړي، نو د هغې سره دې لکه د خپلې لور په شان رویه کوي. ۱۰که چېرې یو سړی دوهم واده وکړي، نو باید اولنۍ ښځه د خواړو، کالیو او د واده د حقونو څخه بې برخې نه کړي. ۱۱که چېرې هغې ته دا درې شیان نه برابروي، باید ازاده یې کړي او هیڅ بیه دې وانخلي.

د ظالمانه عملونو په هکله قوانین

۱۲هرڅوک چې یو بل سړی ووهي او ویې وژني، هغه باید ووژل شي. ۱۳خو که چېرې هغه دا کار په قصد سره نه وي کړی مګر د خدای له خوا ورته پېښه شي، هغه دې داسې ځای ته وتښتي چې زه یې ټاکم. ۱۴مګر که چېرې یو سړی دسیسه جوړه کړي او په قصد سره بل سړی ووژني حتیٰ که چېرې هغه د خوندي پاتې کېدو دپاره زما د قربانۍ ځای ته هم وتښتي، باید ووژل شي.

۱۵هرڅوک چې خپل پلار یا خپله مور ووهي هغه باید ووژل شي.

۱۶هرڅوک چې یو بل نفر وتښتوي او هغه خرڅ کړي یا تر هغه وخته پورې ورسره وي چې هغه ونیول شي، هغه باید ووژل شي.

۱۷هرڅوک چې خپل پلار یا خپلې مور ته ښکنځلې وکړي، هغه باید ووژل شي.

۱۸‏-۱۹که چېرې د دوه نفرو ترمنځ جګړه وي او یو نفر بل نفر په تیږه یا په سوک باندې ووهي خو هغه ونه وژني، نو باید سزا ورته ورنه کړای شي. خو که چېرې هغه نفر چې وهل شوی دی بستر شي، مګر وروسته وکولی شي چې پاڅیږي او د خپلې امسا په کومک سره بیرون وګرځي، نو کوم سړي چې هغه یې وهلی دی باید د هغه د وخت د ضایع کېدلو بیه ورکړي او ترڅو پورې چې هغه روغ شوی نه وي د هغه د علاج مصرف به ورکوي.

۲۰که چېرې یو سړی خپل غلام یا غلامه په کوتک باندې ووهي او هغه غلام ځای په ځای مړ شي، هغه ته باید سزا ورکړل شي. ۲۱مګر که چېرې دا غلام یوه یا دوه ورځې ژوندی پاتې شي نو هغه ته دې سزا نه ورکول کیږي، ځکه چې دا غلام د هغه خپله شتمني ده او د هغه دپاره دا تاوان بس دی.

۲۲که چېرې څو نفره سره جګړه کوي او یوه امیدواره ښځه داسې ژوبله کړي چې خپل ماشوم له لاسه ورکړي او بل ځای یې زخمي نه شي، هر یوه چې هغه ژوبله کړې وي نو کومه جریمه چې د هغې ښځې مېړه یې غواړي او قاضیانو ته د تائید وړ وي هغه دې ورکړي. ۲۳که چېرې په خپله دا ښځه زخمي شي، نو سزا به یې د ژوند په بدل کې ژوند وي، ۲۴د سترګې په بدل کې سترګه، د غاښ په بدل کې غاښ، د لاس په بدل کې لاس، د پښې په بدل کې پښه، ۲۵د سوزولو په بدل کې سوزول، د زخم په بدل کې زخم، د وهلو ټکولو په بدل کې وهل ټکول.

۲۶که چېرې یو څوک خپل غلام یا غلامه په سترګه باندې ووهي او سترګه یې له منځه یوسي، هغه دې غلام د سترګې د تاوان په توګه ازاد کړي. ۲۷که چېرې هغه د خپل غلام یا غلامې غاښ مات کړي، هغه دې د غاښ د تاوان په توګه هغه غلام ازاد کړي.

د خاوندانو مسئولیت

۲۸که چېرې یو غویی یو څوک په ښکر ووهي چې هغه مړ شي، غویی دې سنګسار شي او د هغه غوښه دې ونه خوړل شي. مګر د هغه خاوند ته به سزا نه ورکول کیږي. ۲۹مګر که چېرې هغه غویي د خلکو د وهلو عادت درلود او خاوند یې ورڅخه خبر ؤ او هغه دا غویی تړلی نه وي ساتلی، نو که چېرې هغه یو سړی یا یوه ښځه داسې ووهي چې مړ شي، نو سنګسار دې شي او د هغه خاوند دې هم ووژل شي. ۳۰خو که چېرې خاوند دا اجازه ولري چې د خپل د ژوند د ژغورلو دپاره تاوان ورکړي، نو هغه باید پوره بیه ورکړي. ۳۱که چېرې هغه غویی د چا زوی یا لور ووهي، همدا قانون عملي کیږي. ۳۲که چېرې هغه غویی یو غلام یا غلامه ووهي، د هغه خاوند باید دېرش مثقاله سپین زر د غلام بادار ته ورکړي او غویی باید سنګسار شي.

۳۳که چېرې یو سړی یوه کنده لوڅه کړي یا یوه کنده وباسي او هغه پټه نه کړي او یو غویی یا یو خر په کې وغورزیږي، ۳۴د کندې خاوند باید د حیوان خاوند ته تاوان ورکړي او مړ حیوان به د کندې د خاوند شي. ۳۵که چېرې د یو سړي غویی د بل چا غویی زخمي کړي او هغه مړ شي، هغوی دې ژوندی حیوان خرڅ کړي او پیسې او مړ حیوان دواړه دې په خپل منځ کې سره مساوي ووېشي. ۳۶خو که چېرې دا معلومه شي چې هغه غویي د وهلو عادت درلود او بیاهم د هغه خاوند هغه تړلی نه ؤ ساتلی، هغه خاوند باید د حیوان په بدل کې حیوان ورکړي او مړ حیوان به د هغه خپل شي.