East Afghan
EA Icon - Wisdom & Poetry
WISDOM & POETRY

Psalm 144

د بریالیتوب په خاطر د پاچا شکرګزاري

(د داود زبور)

۱ثنا او صفت دې وي څښتن ته

چې دی ساتونکی زما

چې راکوي راته روزنه د جګړې دپاره

او تیاروي مې جنګ ته

۲هغه زما مینه ناک خدای دی

او قوي کلا ده زما

دی پناه ځای او ژغورونکی زما

هغه دی سپر زما چې په کې اخلم پناه

او خلک راولي زما د فرمان لاندې

۳ای څښتنه، انسان څه دی چې پرې پام کوې

فاني انسان چې ته یې خیال ساتې؟

۴هغه دی لکه د ساه په شان

عمر یې تېریږي لکه سیوري په شان

۵دروازې خلاصې کړه

د خپلو اسمانونو ای څښتنه

او شه راښکته لاندې

غرونو ته لاس وروړه

چې ترې لوګی پورته شي

۶ته راولېږه برېښنا او تندر

او خواره واره کړه دښمنان دې خپل

غشي ګوزار کړه او وارخطا کړه هغوی

۷لاس دې رااوږد کړه له اسمانه

ژورو اوبو نه مې راوباسه او راکړه خلاصون

ما کړه خلاص د پردو خلکو د لاسونو څخه

۸چې هغوی هېڅکله رښتیا نه وایي

او خوري قسم په دروغو

۹ای خدایه، نوې سندره به زه وایم تاته

زه تاته وایم به سندرې د چنګ په غږولو سره

۱۰ته پاچاهانو ته بری ورکوې

او ته خلاصون ورکوې خپل خدمتګار داود ته

د وژونکې تورې څخه

۱۱ماته خلاصون راکړه

ما کړه خلاص د پردو خلکو د لاسونو څخه

چې هغوی هېڅکله رښتیا نه وایي

او خوري قسم په دروغو

۱۲زمونږ زامن دې په ځوانۍ کې

شي قوي لکه د بوټو په شان

زمونږ لورګانې دې وي د ښایسته ستنو په شان

چې پرې سینګار وي د ماڼۍ کنجونه

۱۳ګودامونه دې وي ډک زمونږه

د هر ډول غلو دانو

په څړځایونو کې دې مېږې زمونږ

راوړي بچي په زرونو او لس ګونو زرو

۱۴زمونږ غواګانې دې بچي راوړي پرېمانه

او درز دې نه وي زمونږ د ښار په دېوالونو کې

او څوک دې یو نه وړل شي په اسارت باندې

د غم ژړا دې نه وي زمونږ کوڅو کې

۱۵بختور دي هغه خلک چې پرې وي برکتونه داسې

بختور دي هغه خلک چې څښتن یې خدای دی