East Afghan
EA Icon - Historical Books
HISTORY

Nehemiah 10

۱لومړني کس چې مهر یې ولګاوه هغه والي یعنې نحمیا د حکلیا زوی ؤ او بیا صدقیا مهر ولګاوه. لاندې خلکو هم مهرونه ولګول:

  • ۲‏-۸کاهنان: سرایا، عزریا، ارمیا، فشحور،
  • امریا، ملکیا، حطوش، شبنیا،
  • ملوک، حاریم، مریموت، عوبدیا،
  • دانیال، جنتون، باروک، مشلام،
  • ابیا، میامین، معزیا، بلجای او شمعیه.
  • ۹‏-۱۳لاویان: یشوع د ازنیا زوی،
  • بنوي د حیناداد د طایفې څخه،
  • قدمي ییل، شبنیا، هودیا، قلیطا،
  • فلایا، حانان، میکا، رحوب،
  • حشبیا، زکور، شربیا، شبنیا،
  • هودیا، باني او بنینو.
  • ۱۴‏-۲۷د قوم مشران: فرعوش، فحت موآب، عیلام، زتو،
  • باني، بوني، عزجد، ببای، ادونیا،
  • بغوای، عادین، آطیر، حزقیا،
  • عزور، هودیا، حاشوم، بیسای،
  • حاریف، عناتوت، نیبای، مجفیعاش،
  • مشلام، حیزیر، مشیزبییل، صادوق،
  • یدوع، فلتیا، حانان، عنایا، هوشع،
  • حننیا، حشوب، هلوحیش، فلحا،
  • شوبیق، رحوم، حشبنا، معسیا،
  • اخیا، حانان، عانان، ملوک،
  • حاریم او بعنه.

د لوظ متن

۲۸مونږ د اسراییلو قوم، کاهنانو، لاویانو، د خدای د کور ساتونکو، سندرغاړو، خدمتګارانو او نورو ټولو هغو خلکو چې د خدای د شریعت څخه اطاعت کوي، خپل ځانونه د هغو پردیو قومونو څخه چې زمونږ په خاوره کې اوسیږي، بېل کړل. مونږ د خپلو ښځو او خپلو ټولو هغو زامنو او لورګانو سره چې په دې لوظ پوهیږي، ۲۹د خپلو مشرانو سره په دې قسم کې یوځای کېږو چې مونږ به د خدای د شریعت سره سم چې خدای د خپل خدمتګار موسی په وسیله راکړی دی خپل ژوند تېروو. مونږ به د خپل څښتن په ټولو حکمونو، قوانینو او شرطونو باندې عمل او د هغو اطاعت به کوو. که چېرې مونږ هغه مات کړو، نو د خدای لعنت دې په مونږ باندې وي.

۳۰مونږ دا لوظ کوو چې مونږ به خپلې لورګانې د غیریهودیانو زامنو ته نه ورکوو او نه به پرېږدو چې زمونږ زامن د غیریهودیانو د لورګانو سره ودونه وکړي.

۳۱که چېرې پردي خلک غلې دانې یا کوم بل شی راوړي چې په مونږ باندې یې د سبت یا په کومه بله سپېڅلې ورځ خرڅ کړي، مونږ به یې ورڅخه وانخلو.

په هر اووم کال به په ځمکه کې کرنه نه کوو او خپل ټول پورونه به وبخښو.

۳۲مونږ مسوولیت لرو چې هر کال به د مثقال درېمه برخه سپین زر د خپل خدای د کور د لګښت دپاره ورکړو.

۳۳مونږ به د خدای په کور کې د عبادت دپاره دا شیان تیار کړو: سپېڅلې ډوډۍ، د غلو دانو ورځنۍ نذرانه، هغه څاروي چې د قربانیو په توګه هره ورځ سوځول کیږي، د سبت، د نوې میاشتې د اخترونو او نورو اخترونو دپاره سپېڅلې نذرانې، نورې سپېڅلې نذرانې، د اسراییلو د ګناهونو د کفارې نذرانې او نور شیان چې د خدای د کور دپاره ورته اړتیا ده.

۳۴مونږ یعنې کاهنان او لاویان او زمونږ خلک به هر کال پچه اچوو چې دا څرګنده شي چې کومې طایفې به په ټاکلي وخت لرګي زمونږ د خدای کور ته راوړي، ترڅو د شریعت د شرطونو سره سم هغه سوځېدونکې قربانۍ ورباندې وسوځول شي چې زمونږ څښتن خدای ته وړاندې کیږي.

۳۵مونږ مسوولیت لرو چې هر کال د څښتن کور ته د لومړنیو غلو دانو او د هرې ونې لومړنۍ مېوې د نذرانې په توګه راوړو.

۳۶لکه څنګه چې په شریعت کې لیکل شوي دي، مونږ به د خپلو زامنو، غواګانو، وزو او مېږو څخه هر لومړنی زېږول شوی هغه کاهنانو ته راولو چې د خدای په کور کې خدمت کوي او هغه به خدای ته وقف کوو.

۳۷مونږ به د اوړو هغه پېړه چې هر کال د لومړنیو راټولو شویو غلو دانو حاصل څخه تیاره شوې وي او د شرابو، د زیتونو د تېلو او د هر ډول مېوو د حاصل نورې نذرانې هغو کاهنانو ته راوړو چې د خدای په کور کې د ګودامونو مسوولان دي.

مونږ به د خپلو ځمکو د حاصلاتو لسمه برخه هغو لاویانو ته، چې زمونږ په ښارګوټو کې هغه راټولوي، ورکړو. ۳۸د لسمې برخې د راټولولو په وخت کې باید هغه کاهنان چې د هارون د اولادې څخه دي د لاویانو سره وي او لاویان دې د راټول شوي عشر، لسمه برخه د خدای د کور ګودامونو ته یوسي. ۳۹د اسراییلو خلک او لاویان باید د غلو دانو، شرابو او د زیتونو د تېلو اعانې هغو ګودامونو ته راوړي په کومو کې چې د خدای د کور لوښي ساتل کیږي او کاهنان چې خدمت کوي، د خدای د کور ساتونکي او سندرغاړي هلته اوسیږي.

مونږ به د خدای د کور په اړه بې پروایي ونه کړو.