East Afghan
EA Icon - Pauls Epistles
PAUL’S EPISTLES

Romans 15

خپل ځان نه بلکې نور خلک خوشحالوئ

۱مونږ چې په ایمان کې ټینګ یو، باید د کمزرو کمزورتیا وزغمو او یوازې د خپل ځان د خوشحالۍ په فکر کې ونه اوسو. ۲مونږ هر یو باید د خپل ګاونډي د ښېګڼې او خوشحالۍ دپاره مرسته وکړو، ترڅو د هغوی ایمان ډېر قوي شي. ۳ځکه چې مسیح هم کوښښ ونه کړ چې خپل ځان خوشحاله کړي. خو لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «کومو خلکو چې ستاسو سپکاوی وکړ، هغوی زما سپکاوی هم وکړ.» ۴ځکه هرڅه چې پخوا لیکل شوي دي، هغه زمونږ د لارښوونې دپاره لیکل شوي دي ترڅو مونږ د صبر او هغې تسلۍ په وسیله چې د خدای کلام یې مونږ ته راکوي، هیله مند واوسو. ۵خدای چې د صبر او تسلۍ سرچینه ده، تاسو ته دې توان درکړي چې په داسې همغږۍ یو د بل سره ژوند وکړئ لکه څنګه چې د عیسی مسیح د پیروانو سره مناسب دي، ۶ترڅو تاسو ټول په ګډه سره په یو اواز د خدای یعنې زمونږ د څښتن عیسی مسیح د پلار ثنا ووایئ.

ټولو خلکو ته د زېري رسول

۷نو لکه څنګه چې مسیح تاسو ومنلئ، نو تاسو هم د خدای د جلال دپاره یو بل ومنئ. ۸ځکه چې زه تاسو ته وایم چې مسیح د خدای د رښتینولۍ د ثابتولو دپاره د یهودیانو خدمتګار شو، ترڅو هغه وعدې پوره کړي چې د هغوی د نیکونو سره یې کړې وې ۹او د دې دپاره چې غیریهودیان هم خدای ته د هغه د رحم په سبب ثنا ووایي. لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

له دې امله زه به د غیریهودیانو منځ کې ستا ثنا ووایم او زه په سندرو سره ستا ثنا او صفت کوم.

۱۰او په بل ځای کې وایي:

ای نورو قومونو د خدای د قوم سره خوشحالي وکړئ.

۱۱او بیا په بل ځای کې وایي:

ای ټولو قومونو، د څښتن ثنا او صفت وکړئ او ای ټولو خلکو د هغه لویي بیان کړئ.

۱۲او بیا اشعیا پیغمبر وایي:

یو څوک به د یسي د اولادې څخه راشي او هغه به په غیریهودیانو حکومت وکړي او غیریهودیان به هغه ته هیله من وي.

۱۳خدای چې د هیلې سرچینه ده، هغه دې تاسو د خپل ایمان په وسیله د پوره خوشحالۍ او سولې نه ډک کړي چې د روح القدس په قدرت سره ستاسو هیله نوره هم زیاته شي.

د غیریهوديانو دپاره د پولوس رسول دنده

۱۴ای زما خویندو او ورونو، زه په خپله ستاسو په هکله ډاډمن یم چې تاسو د نېکۍ نه ډک او پوره پوهه لرئ او د دې توان لرئ چې یو بل ته لارښوونه وکړئ. ۱۵خو ما په زړورتیا سره ځینې شیان تاسو ته لیکلي دي چې تاسو ته یې در په یاد کړم، د هغه فضل له امله چې خدای ماته راکړی دی ۱۶چې د غیریهودیانو دپاره د عیسی مسیح خدمتګار شم. هغه ماته د زیري د رسولو په خاطر د کاهنتوب دنده راکړې ده، ترڅو غیریهودیان لکه د یوې نذرانې په توګه چې خدای ته د منلو وړ وي، وړاندې کړم چې د روح القدس په وسیله پاکه شوې ده. ۱۷نو ځکه زه په عیسی مسیح کې د خدای دپاره په خپل خدمت باندې ویاړ کوم. ۱۸ځکه چې زه دا جرات نه کوم چې د کوم شي په هکله خبرې وکړم پرته له هغه څه نه چې مسیح زما په وسیله سرته رسولي دي، د دې دپاره چې زه غیریهودیان په خپلو خبرو او عمل باندې د خدای تابع کړم. ۱۹د نښو او حیرانوونکو کارونو په قدرت او د خدای د روح په قدرت سره هغوی قانع شول، ځکه چې ما د اورشلیم نه تر ایلیریکوم پورې په ټوله لاره د مسیح زېری په پوره توګه ورساوه. ۲۰دا زما مقصد ؤ چې زېری هغو ځایونو ته ورسوم چې تر اوسه یې د مسیح نوم نه دی اورېدلی، ترڅو زه په هغه بنیاد باندې داسې کوم څه جوړ نه کړم چې بل چا ایښی دی. ۲۱بلکې لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

چاته چې د هغه په هکله څه نه دي ویل شوي، هغوی به یې وویني او چا چې د هغه په هکله څه نه دي اورېدلي هغوی به پوه شي.

۲۲له همدې امله څو څو ځلې تاسو ته زما د راتللو مخنیوی وشو.

روم ته د پولوس د تګ مقصد

۲۳خو اوس چې ما خپل کار په دې سیمو کې پای ته رسولی دی او کلونه کلونه کیږي چې زه په دې ارمان وم چې راشم او تاسو ووینم، ۲۴نو زه په دې هیله یم چې اسپانیې ته د سفر په وخت کې تاسو سره د لږ وخت دپاره ووینم او کله مې چې ستاسو سره لیدنه وکړه، نو بیا به ستاسو په مرسته خپل سفر ته دوام ورکړم. ۲۵خو اوس د خدای د خلکو سره د مرستې په خاطر اورشلیم ته ځم. ۲۶ځکه چې د مقدونیې او جنوبي یونان ایماندارانو د زړه له اخلاصه پرېکړه کړې ده چې په اورشلیم کې غریبو ایماندارانو ته یو څه پیسې د مالي مرستې په توګه ورکړي. ۲۷هغوی خوشحاله وو چې دا کار وکړي او په حقیقت کې هغوی خپل ځانونه د یهودیانو پوروړي ګڼل. څرنګه چې یهودیانو خپل روحاني برکتونه د غیریهودیانو سره شریک کړل، نو غیریهودیان باید د دې په بدل کې د هغوی سره مالي مرستې وکړي. ۲۸نو کله چې زه دا کار سرته ورسوم او هغه پیسې چې راټولې شوې دي هغوی ته وسپارم، نو بیا زه اسپانیې ته ځم او په لاره کې به ستاسو سره لیدنه وکړم. ۲۹زه پوهېږم چې کله تاسو ته درځم، نو د مسیح د پوره برکتونو سره به درځم.

۳۰ای خویندو او ورونو! زه ستاسو نه د خپل څښتن عیسی مسیح او هغې مینې په خاطر چې روح القدس یې تاسو ته درکوي، غوښتنه کوم چې زما سره په هلوځلو کې خدای ته په دعا کولو سره یوځای شئ. ۳۱دعا وکړئ چې زه د یهودیې د بې ایمانانو څخه وژغورل شم او زما خدمت په اورشلیم کې د خدای خلکو ته د منلو وړ وګرځي. ۳۲نو که د خدای رضا وي، په خوشحالۍ به تاسو ته درشم او ستاسو په ملګرتیا او لیدنې سره به بېرته تکړه شم. ۳۳خدای چې د سولې او سلامتۍ سرچینه ده، هغه دې تاسو ټولو سره وي. امین.