East Afghan
EA Icon - Wisdom & Poetry
WISDOM & POETRY

Psalm 71

د زاړه سړي دعا

۱ما پناه راوړې تاته ای څښتنه!

مه پرېږده مې ته هېڅکله خجالت ته

۲ته عادل یې، کومک وکړه نجات راکړه

دعا مې واوره او ما وژغوره ته

۳اوسه زما ته پناه ځای خوندي

چېرته چې تل زه راځم

تا زما نجات دپاره امر کړی

ځکه کلا او پناه ځای یې زما

۴ای زما خدایه، ما کړه خلاص د بدعملو د لاسونو ځینې

کړه ما راخلاص د بدکارانو ظالمانو د ولکې ځینې ته

۵څښتن تعالی، زما امید دی تاته

لرم په تا باندې توکل زه د ځوانۍ له وخته

۶د زېږېدلو نه مې مخکې ما په تا باندې تکیه کړې ده

له هغه وخته دې ساتلی یم چې وم د مور په ګېډه کې زه

زه ستا صفت به دوامداره کوم

۷ډېرو خلکو ته عبرت شو زما ژوند

خو ته یې زما قوي پناه ځای

۸زه ټوله ورځ د ستا ثنا وایمه

اعلانوم ستا جلال

۹اوس چې زوړ شوی یمه

له خپله ځانه مې ته لېرې نه کړې

خوشې مې نه کړې چې کمزوری یمه

۱۰ځکه چې زما دښمنان زما په ضد خبرې کوي

چې راپسې دي جوړوي زما د مرګ دسیسې

۱۱هغوی وایي چې خدای پریښی هغه

نو راځئ ورشو ورپسې راویې نیسو

هېڅوک هم نشته چې کړي خلاص یې مونږ نه

۱۲مه لېرې کېږه ما نه خدایه

زما کومک ته زر راشه ای زما خدایه

۱۳ودې شرمیږي او نابود دې شي

څوک چې په ما پورې کوي تورونه

څوک چې غواړي چې ضرر راته راورسوي

شي شرمنده دې او رسوا دې شي

۱۴د امید سترګې مې تل ستا په لور دي

ثنا او صفت به ستا لا زیات کومه

۱۵بیانوي به زما ژبه د ستا نېک کارونه

ستا د نجات باره کې ټوله ورځ به کړي خبرې

که څه هم دی زما د پوهې څخه لوړ دغه کار

۱۶زه به ځمه په قدرت د څښتن تعالی

زه به اعلان ستا د عدالت کوم، یوازې ستا

۱۷د ماشومتوب نه دې تعلیم راکړی

زه لا تر اوسه بیانوم ستا عجیبه کارونه

۱۸اوس چې زه زوړ شوم او ویښتان مې سپین شول

لاس رانه وانخلې ای خدایه

ترڅو خبر کړمه دا نسل او نور ټول نسلونه

ستا د قوت او ستا د زوره څخه

۱۹ای خدایه، ستا عدالت رسي تر اسمانه پورې

تا کړي لوی کارونه

نشته څوک ستا په مثل

۲۰تا تکلیفونه کړاوونه په ما راوستل

خو ته به بېرته راته راکړې قوت

ما به راوباسې د ځمکې د تل

۲۱ما به سرلوړی کړې له مخکې نه هم

ماته به بېرته تسلي راکړې

۲۲زه به د چنګ په وهلو ستا صفت کړمه

ځکه چې ته یې وفادار زما خدایه

ای د اسراییلو سپېڅلی خدایه

زه به په رباب به تاته وایمه سندره

۲۳زه درته وبه وهم د خوشحالۍ چیغې

زه به سندرې درته وایمه د زړه له کومي

ځکه چې تا راته نجات راکړی

۲۴ستا د عدالت په هکله ټوله ورځ به زما ژبه کړي خبرې

ځکه هغو چې کړ کوښښ چې ماته راکړي ضرر

شول شرمنده او رسوا