East Afghan
EA Icon - Gospels
GOSPEL

John 18

د عیسی سره خیانت او د هغه نیول

(متي ۲۶‏: ۴۷‏ - ۵۶ او مرقوس ۱۴‏: ۴۳‏ - ۵۰ او لوقا ۲۲‏: ۴۷‏ - ۵۳)

۱کله چې عیسی دعا وکړه نو هغه د خپلو شاګردانو سره د ښار نه ووت او د قدرون د درې بلې خواته لاړ. هلته یو باغ ؤ چې عیسی او شاګردان یې ورننوتل. ۲یهودا خاین ته هغه ځای معلوم ؤ چې عیسی او شاګردان به یې اکثره وختونه په هغه ځای کې سره راټولېدل. ۳یهودا یوه ډله رومي عسکر او د خدای د کور ساتونکي چې د مشرانو کاهنانو او فریسیانو له خوا رالېږل شوي وو، د ځان سره واخیستل او باغ ته ورغلل. د هغوی سره لاټینونه اوڅراغونه وو او په وسلو باندې سمبال وو. ۴که څه هم عیسی په دې پوهېده چې څه به ورته پېښیږي، خو بیاهم مخکې ورغی او د هغوی نه یې پوښتنه وکړه: «تاسو څوک لټوئ؟» ۵هغوی ځواب ورکړ: «ناصري عیسی.» عیسی وویل: «هماغه زه یم.» او یهودا خاین هم هلته د هغوی سره ولاړ ؤ. ۶کله چې عیسی هغوی ته وویل: «هماغه زه یم.» هغوی شاته شول او په ځمکه راوغورځېدل. ۷عیسی یوځل بیا د هغوی نه پوښتنه وکړه: «تاسو څوک لټوئ؟» هغوی ځواب ورکړ: «ناصري عیسی.» ۸عیسی وویل: «ما تاسو ته وویل چې هماغه زه یم. که تاسو ما لټوئ نو دا نور پرېږدئ چې لاړ شي.» ۹هغه دا وویل ترڅو هغه څه چې هغه ویلي وو هغه رښتیا شي: «ای پلاره، تا چې څوک ماته راسپارلي وو چې پام ورباندې وکړم د هغو نه مې یو هم له لاسه نه دی ورکړی.» ۱۰بیا شمعون پطروس چې توره ورسره وه، هغه یې راوویستله او د لوی کاهن په نوکر یې چې ملخوس نومېده، ګوزار وکړ او د هغه ښي غوږ یې پرې کړ. ۱۱عیسی پطروس ته وویل: «خپله توره دې بېرته په خپل ځای کې کېږده. ایا د مصیبت هغه پیاله چې پلار راته راکړې ده ونه څښم؟»

عیسی د حناس په مخکې

۱۲رومي عسکرو د خپل قوماندان او د یهودي ساتونکو سره عیسی ونیوه او کلک یې وتړلو. ۱۳هغه یې لومړی حناس ته چې د قیافا خسر ؤ او په هغه کال کې لوی کاهن ؤ، بوته. ۱۴قیافا هماغه سړی ؤ چې یهودیانو مشرانو ته یې مشوره ورکړې وه چې په دې کې به د هغوی خیر وي چې یو کس د ټول قوم په خاطر مړ شي.

پطروس د عیسی څخه انکار کوي

(متي ۲۶‏: ۶۹‏ - ۷۰ او مرقوس ۱۴: ۶۶‏ - ۶۸ او لوقا ۲۲: ۵۵‏ - ۵۷)

۱۵شمعون پطروس او یو بل شاګرد د لوی کاهن د کور تر حوېلۍ پورې عیسی پسې روان وو. څرنګه چې هغه شاګرد د لوی کاهن سره آشنایي لرله، نو هغه د عیسی سره د لوی کاهن د کور حوېلۍ ته ورننوت. ۱۶خو پطروس دباندې په دروازه کې ودرېده. بیا هغه بل شاګرد چې د لوی کاهن سره یې آشنایي لرله بېرته راووت او د هغې ښځې سره یې چې د دروازې ساتونکې وه خبرې وکړې او پطروس یې دننه بوته. ۱۷هغې چوکیدارې ښځې د پطروس نه پوښتنه وکړه: «ایا ته هم د دې سړي د شاګردانو څخه نه یې؟» پطروس ځواب ورکړ: «نه، زه نه یم.» ۱۸نوکرانو او ساتونکو د سکرو اور بل کړی ؤ او ګردچاپېره ترې ولاړ وو او ځانونه یې تودول ځکه چې هوا سړه وه. پطروس هم د هغوی په څنګ کې ولاړ ؤ او ځان یې توداوه.

لوی کاهن د عیسی نه څېړنې کوي

(متي ۲۶‏: ۵۹‏ - ۶۶ او مرقوس ۱۴‏: ۵۵‏ - ۶۴ او لوقا ۲۲‏: ۶۶‏ - ۷۱)

۱۹لوی کاهن د عیسی نه د هغه د شاګردانو او د هغه د تعلیم په هکله پوښتنه وکړه. ۲۰عیسی ځواب ورکړ: «ما د ټولو په مخکې ښکاره خبرې کړي دي. ما تل په کنیسو او د خدای په کور کې چې خلک په کې راټولیږي تعلیم ورکړی دی او هېڅکله مې پټې خبرې نه دي کړي. ۲۱نو بیا ولې زما نه پوښتنه کوې؟ د هغو خلکو نه پوښتنه وکړه چې زما خبرې یې اورېدلي دي. هغوی پوهیږي چې ما څه ویلي دي.» ۲۲کله چې عیسی دا خبره وکړه نو د خدای د کور یو ساتونکي چې په هغه ځای کې ولاړ ؤ، عیسی ته په مخ څپېړه ورکړه او ویې ویل: «ته څنګه لوی کاهن ته داسې ځواب ورکوې؟» ۲۳عیسی ځواب ورکړ: «که غلطه خبره مې کړې وي نو ثابته یې کړه او که سمه خبره مې کړې وي نو ولې مې وهې؟» ۲۴بیا حناس هغه لاس تړلی لوی کاهن قیافا ته ولېږه.

پطروس یوځل بیا د عیسی نه انکار کوي

(متي ۲۶‏: ۷۱‏ - ۷۵ او مرقوس ۱۴: ۶۹‏ - ۷۲ او لوقا ۲۲: ۵۸‏ - ۶۲)

۲۵په دې وخت کې شمعون پطروس په هغه ځای کې ولاړ ؤ او ځان یې توداوه، نو ځینو خلکو چې هلته ولاړ وو ورڅخه پوښتنه وکړه: «ایا ته هم د هغه د شاګردانو څخه نه یې؟» خو پطروس منکر شو او ویې ویل: «نه، زه نه یم» ۲۶د لوی کاهن د نوکرانو نه یو کس چې د هغه سړي خپلوان ؤ چې پطروس یې ورته غوږ پرې کړی ؤ، هغه ته وویل: «ایا ته مې د هغه سره په باغ کې ونه لیدلې؟» ۲۷پطروس یوځل بیا منکر شو او په هماغه وخت کې چرګ اذان وکړ.

د پیلاتوس په حضور کې د عیسی محاکمه کېدل

(متي ۲۷‏: ۱ - ۲، ۲۷‏: ۱۱ - ۱۴ او مرقوس ۱۵‏: ۱‏ - ۵ او لوقا ۲۳‏: ۱‏ - ۵)

۲۸سهار وختي هغوی عیسی د قیافا د کور نه د روم د والي ماڼۍ ته یووړ. یهودیان ماڼۍ ته وردننه نه شول، ځکه چې هغوی نه غوښتل چې په مذهبي توګه ناپاکه شي او وکولای شي د فسحې ډوډۍ وخوري. ۲۹نو والي پیلاتوس دباندې راووت او د هغوی نه یې پوښتنه وکړه: «تاسو په دې سړي باندې د څه شي تور لګوئ؟» ۳۰هغوی په ځواب کې وویل: «که هغه مجرم نه وای نو تاته به مو نه راوست.» ۳۱پیلاتوس وویل: «هغه بوځئ او د خپل قانون له مخې یې محاکمه کړئ.» یهودیانو ورته وویل: «مونږ ته اجازه نشته چې څوک مړ کړو.» ۳۲په دې ډول د عیسی هغه خبره رښتیا شوه چې ویلي یې وو چې هغه به په کوم ډول مرګ مړ شي.

۳۳پیلاتوس بېرته ماڼۍ ته ننوت او عیسی یې راوغوښت او پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا ته د یهودیانو پاچا یې؟» ۳۴عیسی ځواب ورکړ: «ایا ته د خپل ځانه دا خبره کوې یا نورو درته زما په هکله ویلي دي؟» ۳۵پیلاتوس وویل: «ایا زه یهودي یم؟ ته دې خپل قوم او مشرانو کاهنانو ماته راوستلی یې. تا څه کړي دي؟» ۳۶عیسی وویل: «زما پاچاهي د دې نړۍ پاچاهي نه ده. که زما پاچاهي د دې نړۍ پاچاهي وای، نو زما پیروانو به جنګ کړی وای، ترڅو زه یهودي مشرانو ته تسلیم نه شم. خو زما پاچاهي دنیاوي پاچاهي نه ده.» ۳۷پیلاتوس هغه ته وویل: «نو ته پاچا یې؟» عیسی ځواب ورکړ: «ته خپله وایې چې زه پاچا یم. زه د دې دپاره پیدا شوی یم او نړۍ ته راغلی یم چې د حقیقت په هکله شاهدي ورکړم او څوک چې حقیقت خوښوي هغه زما خبرو ته غوږ نیسي.»

۳۸پیلاتوس پوښتنه وکړه: «حقیقت څه دی؟»

په عیسی باندې د مرګ حکم

(متي ۲۷‏: ۱۵‏ - ۳۱ او مرقوس ۱۵‏: ۶‏ - ۲۰ او لوقا ۲۳‏: ۱۳‏ - ۲۵)

کله چې پیلاتوس دا وویل، هغه بېرته دباندې راووت، یهودي مشرانو ته لاړ او اعلان یې وکړ: «زه په ده کې کوم جرم نه وینم. ۳۹لکه څرنګه چې زه هر کال د فسحې د اختر په ورځ تاسو ته د زندان نه یو بندي خلاصوم. ایا تاسو غواړئ چې د یهودیانو پاچا درته ازاد کړم؟» ۴۰هغوی بیا چیغې ووهلې: «نه، دا سړی نه غواړو، مونږ باراباس غواړو!» او باراباس یو داړه مار ؤ.