East Afghan
EA Icon - Torah
The second book of the Torah

Exodus 16

د من ډوډۍ او مړزان

۱د اسراییلو ټول قوم د ایلیم څخه لاړ او د دوهمې میاشتې په پنځلسمه ورځ د مصر څخه د تګ څخه وروسته هغوی د سین دښتې ته چې د ایلیم او سینا ترمنځ وه راغلل. ۲په دښته کې د اسراییلو ټول قوم حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته شکایت وکړ ۳او ورته ویې ویل: <کاشکې مونږ د څښتن په لاس په مصر کې وژل شوي وای. مونږ به هلته د غوښې د دېګونو څنګ ته کښېناستو او څومره خواړه چې مونږ غوښتل مونږ به خوړل. مګر تاسو مونږ دې دښتې ته راوستلو چې ټول له لوږې ووژنئ.>

۴څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <اوس به زه په تاسو ټولو باندې د اسمان څخه د ډوډۍ باران واوروم. خلک دې هره ورځ ځي او د ځان دپاره دې د یوې ورځې خواړه راټولوي. په دې ډول به زه هغوی وازمایم چې زما لارښودنې ته غاړه ږدي او که نه. ۵په شپږمه ورځ دې هغوی د دوو ورځو خواړه راوړي او ځان دپاره دې تیار کړي.>

۶نو حضرت موسیٰ او حضرت هارون ټولو اسراییلیانو ته وفرمایل: <نن ماښام به تاسو پوه شئ چې دا څښتن ؤ چې تاسو یې د مصر څخه راوویستلئ. ۷تاسو به په سهار کې د څښتن جلال ووینئ، ځکه چې هغه د خپل ځان په ضد ستاسو شکایتونه اورېدلي دي. مونږ څوک یو چې زمونږ څخه ګیله کوئ؟> ۸حضرت موسیٰ دا هم وفرمایل: <تاسو به پوه شئ چې دا څښتن دی چې په ماښام کې به درته غوښه او په سهار کې چې څومره ډوډۍ غواړئ درکوي، ځکه چې هغه د خپل ځان په ضد ستاسو شکایتونه اورېدلي دي. مونږ څوک یو؟ تاسو زمونږ څخه نه بلکه له څښتن څخه مو شکایت کړی دی.>

۹حضرت موسیٰ هارون ته وفرمایل: <ټول قوم ته ووایه چې د څښتن په مخکې ودریږي، ځکه چې هغه د هغوی شکایتونه اورېدلي دي.> ۱۰کله چې حضرت هارون د اسراییلو ټول قوم ته وینا کوله، هغوی د دښتې خواته وکتل او هلته د څښتن جلال په ورېځ کې ښکاره شو. ۱۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۱۲<ما د اسراییلیانو شکایتونه اورېدلي دي. هغوی ته ووایه: ماښام به تاسو غوښه وخورئ او په سهار کې به په ډوډۍ باندې ماړه شئ. بیا به تاسو پوه شئ چې زه ستاسو څښتن خدای یم.>

۱۳ماښام د مړزانو یوه لویه ډله راغله او ټول کمپ یې ونیوه او په سهار کې د کمپ په شاوخوا کې پرخه پرته وه. ۱۴کله چې پرخه والوتله، په ځمکه باندې د واورې په شان واړه بڅرکي راښکاره شول. ۱۵کله چې اسراییلیانو هغه ولیدل، نو ویې نه پېژندل او د یو او بل څخه یې پوښتنه کوله: <دا څه شی دي؟>

حضرت موسیٰ هغوی ته وفرمایل: <دا هغه ډوډۍ ده چې څښتن تاسو ته د خوړلو دپاره درکړې ده. ۱۶څښتن امر کړی دی چې هرڅوک دې د خپلې ورځنۍ اړتیا په اندازه هغه راټوله کړي. دوه دوه لیتره دې د خپلې کورنۍ هر یو تن ته راټوله کړي.>

۱۷اسراییلیانو همداسې وکړل. ځینو ډېره او ځینو لږه راټوله کړه. ۱۸کله چې هغوی هغه اندازه کړه، چا چې ډېره راټوله کړې وه د هغه سره زیاته نه وه او چا چې لږه راټوله کړې وه د هغه سره کمه نه وه. هر یو د خپلې اړتیا په اندازه راټوله کړې وه. ۱۹حضرت موسیٰ هغوی ته وفرمایل: <هیڅوک دې هغه تر سهار پورې ونه ساتي.> ۲۰مګر له هغوی څخه ځینو حضرت موسیٰ ته غوږ ونه نیوه او لږه یې وساتله. په راتلونکي سهار هغې چینجي وکړل او بد بوی یې کاوه او حضرت موسیٰ هغوی ته په قهر شو. ۲۱هر سهار هرچا د خپلې اړتیا په مطابق خواړه راټولول او کله به چې لمر ګرمېده نو څه چې په ځمکه باندې پاتې کېدل هغه به ویلي کېدل. ۲۲په شپږمه ورځ هغوی دوه چنده راټوله کړه، یعنې څلور لیتره د هر یو تن دپاره. نو د قوم ټول مشران راغلل او حضرت موسیٰ یې خبر کړ. ۲۳حضرت موسیٰ هغوی ته وفرمایل: <څښتن امر کړی دی چې سبا د ارام کولو مقدسه ورځ ده چې څښتن ته وقف شوې ده. نن هرڅه چې غواړئ پاخه یې کړئ او هرڅه چې غواړئ ویې ایشوئ. هرڅه چې پاتې کیږي هغه د سهار دپاره وساتئ.> ۲۴څنګه چې حضرت موسیٰ امر کړی ؤ، څه چې پاتې شول هغوی تر راتلونکې ورځې پورې وساتل او هغه بوی او چینجي ونه کړل. ۲۵حضرت موسیٰ وفرمایل: <دا نن وخورئ، ځکه چې نن د سبت او د ارام کولو ورځ ده چې څښتن ته وقف شوې ده او تاسو به بیرون په ځمکه باندې خواړه ونه مومئ. ۲۶تاسو باید شپږ ورځې خواړه راټول کړئ، مګر په اوومه ورځ چې د سبت ورځ ده هیڅ شی به نه وي.>

۲۷بیاهم ځینې خلک په اوومه ورځ د خواړو د راټولولو دپاره لاړل، مګر هغوی هیڅ څه ونه موندل. ۲۸بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <تاسو به ترڅه وخته پورې زما د امرونو څخه سرغړونه کوئ؟ ۲۹یاد ساتئ چې زه څښتن یم او ما تاسو ته د ارام کولو دپاره یوه ورځ درکړې ده. همدا دلیل دی چې زه به په شپږمه ورځ همېشه د دوه ورځو خواړه درکوم. په اوومه ورځ دې هرڅوک په خپل کور کې پاتې شي او د هغه ځای څخه دې نه راوزي.> ۳۰نو قوم په اوومه ورځ ارام وکړ.

۳۱دا خواړه د اسراییلو قوم د من په نوم یادول. هغه د دڼیا د دانو په شان وو، هغه سپین وو او د شاتو په شان خوند یې درلود. ۳۲حضرت موسیٰ وفرمایل: <څښتن امر کړی دی چې دوه لیتره من واخلئ او د راتلونکو نسلونو دپاره یې وساتئ. نو هغوی به دا خواړه وویني چې هغه مې تاسو ته په هغه وخت کې په دښته کې درکړي وو چې کله مې د مصر څخه راوویستلئ.> ۳۳حضرت موسیٰ هارون ته وفرمایل: <یو لوښی راواخله او دوه لیتره من په کې واچوه او په عبادتخانه کې یې کېږده چې د راتلونکو نسلونو دپاره د یادګار په توګه وساتل شي.> ۳۴څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، حضرت هارون هغه د لوظ د صندوق مخې ته کېښود چې وساتل شي. ۳۵اسراییلیانو څلوېښت کاله من وخوړ تر هغې پورې چې هغوی د کنعان خاورې ته ورسېدل او هلته ځای په ځای شول. ۳۶(هغه لوښی چې د من د اندازه کولو دپاره استعمالېده هغه د عومر په نوم یادېده او د شلو لیترو سره برابر ؤ.)