East Afghan
EA Icon - Wisdom & Poetry
WISDOM & POETRY

Psalm 140

د بدکارانو څخه د ساتنې دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

۱ماته نجات راکړه ای څښتنه

له بدکارانو څخه

له ظالمانو مې خوندي وساته

۲جوړوي بدې دسیسې

په خپلو زړونو کې دوی

همېشه جنګ او دعوې جوړوي

۳د مار د نېش په شان دي تېزې د هغوی ژبې

د دوی له خولې راوځي خبرې د زهرجن مار په شان

۴ومې ساته ته ای څښتنه د بدکارانو له منګولو

له ظالمانو مې خوندي وساته

ځکه نقشې جوړوي زما د تباهۍ دپاره

۵مغروره خلکو راته ایښی دی دام

دوی راته ایښی تیلک

او زما په لاره کې یې ایښي دي دامونه

چې راګېر مې کړي

۶څښتن ته وایمه زه: «ته زما خدای یې»

زارۍ مې واوره ای څښتنه د رحم دپاره

۷ای زما څښتن تعالی، ای زما قوي ژغورونکیه

د جنګ میدان کې ته زما دپاره سپر شوې

۸پوره نه کړې ارمانونه د بدکارو خلکو ای څښتنه

پرېنږدې چې کامیابې دسیسې شي د دوی

هسې نه چې مغروره شي دوی

۹پرېنږدې چې کامیاب شي دښمنان زما

شي راګېر دې دوی په خپلو بدو خبرو کې

۱۰سرې سکروټې دې راووري هغوی باندې

اور ته دې وغورځول شي هغوی

او ودې غورځول شي ژورو کندو ته

او بیا دې هېڅکله راونه وځي

۱۱هغه خلک دې کامیاب نه شي

چې په نورو په ناحقه لګوي تورونه

بدي دې راشي په ظالمو خلکو

او کړي برباد دې هغوی

۱۲څښتنه، زه پوهېږم

چې ته کوې د غریبانو دفاع

او کوې انصاف د حاجتمندو سره

۱۳نېکان خلک به په رښتیا وایي ثنا ستا د نوم

او صادقان به ستا حضور کې کوي ژوند