East Afghan
EA Icon - Historical Books
HISTORY

Joshua 15

د یهودا قبیلې ته ورکړل شوې ځمکه

۱د یهودا د قبیلې طایفو د ځمکې یوه برخه ترلاسه کړه چې په لاندې ډول تشریح کیږي: دا ځمکه د صین د دښتې جنوب یعنې د ادوم د پولې پورې رسېدله. ۲د هغو جنوبي پوله د ارام دریاب د جنوبي برخې په پای کې پیل شوې، ۳د عقربیم د غاښي جنوب خواته تللې، د صین تر دښتې پورې غزېدلې ده او د قادش برنیع تر جنوب پورې وه. بیا هغه د حصرون څخه تېره شوې، پورته د ادار خواته تللې او د قرقع خواته ګرځېدلې ده. ۴هغه د عصمون څخه تېره شوې او د هغه خوړ سره یو ځای شوې ده چې د مصر د پولې سره ؤ او د مدیترانې په بحیره کې ختمه شوې ده. دا د ټولو اسراییلو جنوبي پوله هم وه.

۵د یهودا د قبیلې ختیځه پوله د ارام دریاب ؤ. دا پوله په شمال کې تر هغه ځایه پورې غزېدلې ده په کوم ځای کې چې د اردن سیند د ارام دریاب سره یوځای کیږي ۶او هغه تر بیت حجله پورې غزېدلې ده، د بیت عربه شمال خواته تللې او له هغه ځای څخه د بوهن ګټ ته راوتلې ده. (بوهن د روبین زوی ؤ.) ۷او دا پوله بیا د مصیبت له درې څخه پورته دبیر ته راوتلې او د شمال خواته د جلجال په لوري چې د درې په جنوب کې د ادومیم غاښي ته مخامخ ده، ګرځېدلې ده. بیا هغه د عین شمس د چینو خواته تللې او په عین روجل کې راوتلې ده. ۸بیا دا پوله د غونډۍ جنوب خواته د هنوم د درې په لاره تېره شوې ده چېرته چې د یبوسیانو ښار یعنې اورشلیم پروت ؤ. دا پوله بیا د هغې غونډۍ سرته رسیږي چې د هنوم د درې په لوېدیځه خوا کې وه چېرته چې د رفائیم د درې شمالي برخه وه. ۹له هغه ځای څخه دا پوله د نفتوح چینو او بیا هغو ښارګوټو ته تللې ده چې د عفرون غر ته نژدې وو. دا پوله هلته د بعله خواته ګرځېدلې ده چې اوس د قریت یعاریم په نوم یادیږي، ۱۰چېرته چې دغه پوله د ادوم د غرنۍ سیمې په خوا کې د بعله د لوېدیځ څخه راچاپېره شوې ده. بیا هغه د یعاریم د غره شمالي خوا (کسالون) ته تللې، ښکته بیت شمس ته راوتلې او د تمنه څخه تېریږي. ۱۱بیا دا پوله هغې غونډۍ ته وتلې ده چې د عقرون په شمال کې ده. بیا د شکرون خواته ګرځېدلې، د بعله له غره څخه تېره شوې او یبنئیل ته راوتلې ده. دا پوله د مدیترانې په بحیره کې ختمه شوې ده ۱۲او هلته یې لوېدیځه پوله جوړه کړې ده.

د یهودا خلک په دې سرحدونو کې اوسېدل.

د کالیب له خوا د حبرون او دبیر نیول

(قاضیان ۱: ۱۱ - ۱۵)

۱۳څنګه چې څښتن په یوشع باندې امر کړی ؤ، د یهودا د سیمې یوه برخه د یفنه زوی کالیب ته چې د یهودا د قبیلې څخه ؤ ورکړل شوه. هغه د حبرون ښار چې د عناق د نیکه یعنې اربع پورې یې اړه درلوده ترلاسه کړ. ۱۴کالیب د عناق اولاده یعنې د شیشای، اخیمان او تلمای طایفې له ښار څخه وشړلې. ۱۵کالیب له هغه ځای څخه د دبیر په اوسېدونکو باندې د حملې دپاره لاړ. (دا ښار مخکې د قریت سفر په نوم یادېده.) ۱۶کالیب وویل: <هرچا چې قریت سفر فتح کړ، زه به خپله لور عکسه هغه ته په نکاح ورکړم.> ۱۷عتنیئیل د کالیب د ورور قناز زوی هغه ښار ونیوه، نو کالیب خپله لور هغه ته په نکاح ورکړه. ۱۸د واده په ورځ عتنیئیل هغه وهڅوله چې د خپل پلار څخه یو پټی وغواړي. عکسه له خپل خره څخه ښکته شوه او کالیب د هغې څخه پوښتنه وکړه: <څه غواړې؟> ۱۹هغې په ځواب کې وویل: <زه د اوبو یو څو چینې غواړم. هغه ځمکه چې تا راته راکړې ده هغه په جنوبي دښته کې ده.> نو کالیب هغې ته پورتنۍ او ښکتنۍ چینې ورکړې.

د یهودا ښارګوټي

۲۰دا هغه ځمکه ده چې د یهودا د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه: ۲۱هغه لېرې جنوبي ښارګوټي چې د هغوی پورې یې تعلق درلود، یعنې هغه ښارګوټي چې د ادوم پولې ته نژدې وو دا وو: قبصئیل، عیدر، یاجور، ۲۲قینه، دیمونه، عدعده، ۲۳قادش، حاصور، یتنان، ۲۴زیف، طالم، بعلوت، ۲۵حاصور حدته، قریوت حصرون (حاصور)، ۲۶امام، شمع، مولاده، ۲۷حزر جده، حشمون، بیت فالط، ۲۸حزر شوعال، بئرشبع، بزیوتیه، ۲۹بعله، عییم، عاصم، ۳۰التولد، کسیل، حرما، ۳۱صقلغ، مدمنه، سنسنه، ۳۲لباعوت، سلخیم، عین او رمون – د شاوخوا کلیو سره ټول نهه ویشت ښارګوټي وو.

۳۳هغه ښارګوټي چې د غرونو په لوېدیځو لمنو کې پراته وو: اشتاول، زرعه، اشنه، ۳۴زانوح، عین جنیم، تفوح، عینام، ۳۵یرموت، عدولام، سوکوه، عزیقه، ۳۶شعرایم، عدیتایم، جدیره او جدیروتایم – د شاوخوا کلیو سره څوارلس ښارګوټي وو.

۳۷صنان، حداشاه، مجدل جاد، ۳۸دلعان، مصغه، یقتئیل، ۳۹لاکیش، بصقت، عجلون، ۴۰کبون، لحمام، کتلیش، ۴۱جدیروت، بیت داجون، نعمه او مقیده – د شاوخوا کلیو سره شپاړس ښارګوټي وو.

۴۲لبنه، عاتر، عاشان، ۴۳یفتاح، اشنه، نصیب، ۴۴قعیله، اکزیب او مریشه – د شاوخوا کلیو سره نهه ښارګوټي وو.

۴۵عقرون د شاوخوا کلیو او بانډو سره، ۴۶د عقرون څخه د مدیترانې تر بحیرې پورې هغه ټول ښارونه او ښارګوټي چې اشدود ته نژدې وو.

۴۷اشدود او غزه د هغو د ښارګوټو او کلیو سره تر هغه خوړ پورې چې د مصر په پوله کې ؤ او د مدیترانې د بحیرې تر غاړې پورې.

۴۸هغه ښارګوټي چې په غرنۍ سیمه کې وو: شامیر، یتیر، سوکوه، ۴۹دنه، قریت سفر (دبیر)، ۵۰عناب، اشتموع، عانیم، ۵۱جوشن، حولون او جیلوه – د شاوخوا کلیو سره یوولس ښارګوټي وو.

۵۲اراب، دومه، اشعان، ۵۳یانوم، بیت تفوح، افیقه، ۵۴حمطه، قریت اربع (حبرون) او صیعور – د شاوخوا کلیو سره نهه ښارګوټي وو.

۵۵معون، کرمل، زیف، یوطه، ۵۶یزرعیل، یقدعام، زانوح، ۵۷قاین، جبعه او تمنه – د شاوخوا کلیو سره لس ښارګوټي وو.

۵۸حلحول، بیت صور، جدور، ۵۹معارات، بیت عنوت او التقون – د شاوخوا کلیو سره شپږ ښارګوټي وو.

۶۰قریت بعل (قریت یعاریم) او ربه – د شاوخوا کلیو سره دوه ښارګوټي وو.

۶۱هغه ښارګوټي چې په دښته کې پراته وو: بیت عربه، مدین، سکاکه، ۶۲نبشان، د مالګې ښار او عین جدي – د شاوخوا کلیو سره شپږ ښارګوټي وو.

۶۳خو د یهودا خلکو نه شو کولی چې یبوسیان د اورشلیم څخه وشړي. له دې کبله هغوی تر اوسه پورې د یهودا د خلکو سره په هغه ښار کې اوسیږي.