East Afghan
EA Icon - Torah
The first book of the Torah

Genesis 11

د بابل برج

۱په هغه وخت کې د ټولې دنیا خلکو یوه ژبه درلودله او یو قسم خبرې به یې کولې. ۲خو وروسته هغوی د مشرق خواته کډه وکړه او د شنعار په ځمکه کې یې یوه میداني پیدا کړه او هلته اوسېدل. ۳هغوی یو بل ته وویل: <راځئ چې خښتې جوړې کړو او هغه ښې پخې کړو.> هغوی د تیږو په ځای خښتې او د مسالې په ځای قیر استعمال کړ. ۴هغوی وویل: <راځئ چې د خپل ځان دپاره یو ښار ودان کړو او په هغه کې یو لوړ برج جوړ کړو چې سر یې اسمان ته ورسیږي، ترڅو د خپل ځان دپاره یو نوم وګټو، داسې نه شي چې په ټوله دنیا کې خپاره شو.>

۵مګر کله چې څښتن راښکته شو چې هغه ښار او برج چې خلکو جوړ کړی ؤ وګوري، ۶هغه وفرمایل: <اوس هغوی یو قوم دی او په یوه ژبه خبرې کوي. دا یوازې د کار شروع ده. هغوی به ډېر ژر د دې توان پیدا کړي چې هرڅه وغواړي هغه به سرته ورسوي. ۷راځئ چې کوز شو او د هغوی ژبه سره ګډه وډه کړو ترڅو دوی یو د بل په خبرو باندې پوه نه شي.> ۸نو څښتن هغوی په ټوله دنیا کې خپاره کړل او هغوی مجبور شول چې د ښار د جوړولو څخه لاس واخلي. ۹په دې سبب هغه ځای د بابل په نوم یاد شو ځکه چې څښتن هلته د هغوی ژبه ګډه وډه کړه او هغوی یې په ټوله دنیا کې خپاره کړل.

د سام اولاده

(اول تواریخ ۱: ۲۴ - ۲۷)

۱۰دا د سام اولاده ده: د سیلاب څخه دوه کاله وروسته هغه وخت چې سام د سلو کالو په عمر ؤ د هغه زوی آرفکشاد پیدا شو. ۱۱د آرفکشاد د پیدا کېدو څخه وروسته سام پنځه سوه کاله نور هم ژوند وکړ او نور اولادونه یې پیدا شول.

۱۲آرفکشاد د پنځه دېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی شالح پیدا شو. ۱۳د شالح د پیدا کېدو څخه وروسته آرفکشاد څلورسوه درې کاله نور ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.

۱۴هغه وخت چې شالح د دېرشو کالو په عمر ؤ د هغه زوی عابر پیدا شو. ۱۵پس له هغې، شالح څلورسوه درې کاله نور هم ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.

۱۶عابر د څلوردېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی فالج پیدا شو. ۱۷کله چې فالج پیدا شو، عابر څلورسوه دېرش کاله نور هم ژوند وکړ او زامن او لورګانې یې پیدا شوې.

۱۸فالج د دېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی رعو پیدا شو. ۱۹د رعو د پیدا کېدلو څخه وروسته فالج دوه سوه نهه کاله نور هم ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.

۲۰رعو د دوه دېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی سروج پیدا شو. ۲۱د سروج د پیدا کېدلو څخه وروسته رعو دوه سوه اووه کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.

۲۲سروج د دېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی ناحور پیدا شو. ۲۳د ناحور د پیدا کېدلو څخه وروسته سروج دوه سوه کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.

۲۴ناحور د نهه ویشتو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی تارح پیدا شو. ۲۵د تارح د پیدا کېدلو څخه وروسته ناحور یوسلو نولس کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.

۲۶وروسته له دې چې تارح د اویا کالو په عمر شو، د هغه زامن حضرت ابرام، ناحور او هاران پیدا شول.

د تارح اولاده

۲۷دا د تارح اولاده ده چې د هغه څخه حضرت ابرام، ناحور او هاران پیدا شول. هاران د حضرت لوط پلار ؤ. ۲۸د هاران پلار لا ژوندی ؤ چې هغه خپل د زېږېدو په ځای یعنې اور کلدانیانو کې مړ شو. ۲۹حضرت ابرام د سارای سره واده وکړ او ناحور د ملکې سره چې د هاران لور وه واده وکړ. هاران د یسکا پلار هم ؤ. ۳۰سارای شنډه وه او ماشومان یې نه درلودل.

۳۱تارح خپل زوی حضرت ابرام، خپل لمسی حضرت لوط چې د هاران زوی ؤ او د هغه نږور یعنې د حضرت ابرام ښځه سارای د ځان سره واخیستل او د اور کلدانیانو څخه ووتل چې د کنعان خاورې ته لاړ شي. خو کله چې هغوی حران ته راغلل هلته پاتې شول. ۳۲تارح د دوه سوه پنځو کالو په عمر په حران کې مړ شو.