د استیفان وینا
۱لوی کاهن د استیفان څخه پوښتنه وکړه: «ایا دا رښتیا دي؟» ۲استیفان ځواب ورکړ: «ای ورونو او پلرونو! ماته غوږ ونیسئ! مخکې له دې چې زمونږ نیکه ابراهیم لاړ شي او په حاران کې واوسیږي، د جلال خاوند خدای ورته په بین النهرین کې ورښکاره شو ۳او هغه ته یې وویل: ‹خپل وطن او خپل خپلوان دې پرېږده او هغه هېواد ته لاړ شه چې زه یې درته ښایم.› ۴نو ابراهیم د کلدانیانو د وطن څخه لاړ او په حاران کې اوسېده. کله چې د ابراهیم پلار مړ شو، نو خدای هغه دې وطن ته چې تاسو اوس په کې اوسېږئ، راوست. ۵خو خدای په هغه وطن کې هغه ته حتی یو متر مربع ځمکه هم د میراث په توګه ورنه کړه، حتی دومره ځمکه یې هم ورنه کړه چې پښه ورباندې کېږدي. خو خدای وعده وکړه چې دا ځمکه به هغه ته او د هغه څخه وروسته د هغه اولادې ته ورکړي چې د هغوی ملکیت شي، که څه هم ابراهیم په هغه وخت کې اولاد نه درلود. ۶نو خدای ابراهیم ته داسې وویل: ‹ستا اولاده به په پردي وطن کې د مسافرو په شان اوسیږي. هغوی به هلته غلامان وي او څلور سوه کاله به ورباندې ظلم کیږي.› ۷همدارنګه خدای وویل: ‹خو زه به هغه قوم ته چې ستاسو د اولادې څخه غلامان جوړوي، سزا ورکړم. وروسته به هغوی د هغه وطن څخه راووځي او په دې ځای کې به زما عبادت کوي.› ۸بیا خدای ابراهیم ته د سنتولو حکم ورکړ چې د لوظ یوه نښه به وي، ترڅو دا وښایي چې هغه په شوي لوظ باندې عمل کړی دی. نو کله چې د ابراهیم زوی اسحاق پیدا شو، نو هغه یې په اتمه ورځ سنت کړ. اسحاق خپل زوی یعقوب سنت کړ او یعقوب خپل دولس زامن چې وروسته بیا د دولسو قبیلو مشران شول، سنت کړل.
۹د یعقوب زامنو د خپل ورور یوسف سره بخیلي پیدا کړه او هغه یې په مصر کې د غلام په توګه خرڅ کړ. خو خدای د هغه سره مل ؤ ۱۰او هغه یې له خپلو ټولو تکلیفونو څخه خلاص کړ. کله چې یوسف د مصر د پاچا فرعون په حضور کې راښکاره شو، خدای په هغه باندې فضل وکړ او هغه ته یې حکمت ورکړ. نو فرعون هغه د ټول مصر واکمن او د خپلې کورنۍ مسوول وټاکه. ۱۱بیا په ټول مصر او کنعان کې قحطي راغله چې د یو لوی مصیبت د رامنځته کېدلو سبب شوه او زمونږ نیکونو د خوراک دپاره څه شی نه شو پیدا کولای. ۱۲نو کله چې یعقوب خبر شو چې په مصر کې غلې دانې پیدا کیږي، نو هغه خپل زامن یعنې زمونږ نیکونه د لومړي ځل دپاره هلته ولېږل. ۱۳کله چې هغوی د دوهم ځل دپاره هلته لاړل، نو یوسف خپل ځان خپلو ورونو ته وروپېژانده او فرعون د یوسف کورنۍ وپېژندله. ۱۴نو یوسف خپل پلار یعقوب او ټول خپلوان چې شمېر یې پنځه اویا تنو ته رسېده، مصر ته راوغوښتل. ۱۵نو یعقوب مصر ته لاړ او هلته هغه او زامن یې یعنې زمونږ نیکونه مړه شول. ۱۶د هغوی مړي شکیم ته یووړل شول او په هغې هدیره کې ښخ کړای شول چې ابراهیم د حمور د زامنو څخه په بیه اخیستې وه.
۱۷کله چې هغه وخت راورسېد چې خدای د ابراهیم سره خپله کړې وعده پوره کړي، نو په دې وخت کې زمونږ د خلکو شمېر په مصر کې ډېر زیات شو. ۱۸بیا په مصر کې یو بل پاچا په تخت کښېناست چې یوسف یې نه پېژانده. ۱۹هغه زمونږ د نیکونو سره ټګي وکړه، په هغوی باندې یې ظلم کاوه او هغوی یې دې ته مجبور کړل چې خپل نوي زېږېدلي ماشومان د کورونو څخه دباندې پرېږدي چې مړه شي. ۲۰په دې وخت کې موسی وزېږېده. هغه یو ډېر ښکلی ماشوم ؤ او تر درې میاشتو پورې د هغه پالنه د خپل پلار په کور کې کېدله. ۲۱خو کله چې هغوی مجبور شول چې هغه د کور څخه دباندې پرېږدي، نو د فرعون لور هغه واخیست او د خپل زوی په شان یې د هغه روزنه کوله. ۲۲موسی د مصریانو د ټول حکمت او پوهې تعلیم حاصل کړ. هغه په خبرو او کارونو کې غښتلی شو.
۲۳کله چې موسی څلوېښت کلن شو، نو په زړه کې یې دا وګرځېدل چې د خپلو اسراییلي ورونو د لیدلو دپاره لاړ شي. ۲۴کله چې هغه ولیدل چې یو مصري د یو اسراییلي سره بد چلند کاوه، نو هغه ورغی چې د هغه اسراییلي څخه دفاع وکړي او د مصري څخه یې د هغه بدل واخیست او هغه یې وواژه. ۲۵موسی فکر کاوه چې د هغه خپل قوم به په دې پوه شي چې د ده په وسیله به خدای هغوی ته خلاصون ورکوي، خو هغوی پوه نه شول. ۲۶بله ورځ موسی ولیدل چې دوه اسراییلیانو په خپلو کې سره جګړه کوله او هغه هڅه کوله چې د هغوی ترمنځ روغه جوړه وکړي، نو موسی هغوی ته وویل: ‹ای خلکو! تاسو خو سره ورونه یئ، نو ولې یو د بله سره جګړه کوئ؟› ۲۷خو هغه ملامته سړي موسی ټېل واهه او ورته ویې ویل: ‹ته چا په مونږ باندې حاکم او قاضي ټاکلی یې؟ ۲۸ایا ته غواړې چې د پروني مصري په شان ما هم مړ کړې؟› ۲۹کله چې موسی دا خبره واورېدله، نو هغه د مصر څخه وتښتېد او مدیان ته لاړ او هلته د مسافر په شان اوسېده. هلته د هغه دوه زامن پیدا شول.
۳۰څلوېښت کاله وروسته د سینا غره ته نژدې په یوه دښته کې د یو سوځېدونکي بوټي د اور په لمبو کې یوه فرښته موسی ته ورښکاره شوه. ۳۱کله چې موسی هغه ولیدله، نو حیران شو. څنګه چې نژدې ورغی چې هغه ښه وویني، نو د څښتن اواز یې واورېد: ۳۲‹زه ستا د نیکونو خدای یم، د ابراهیم، اسحاق او یعقوب خدای یم.› موسی له وېرې رپېده او جرات یې نه شو کولای چې ورته وګوري. ۳۳څښتن هغه ته وویل: ‹خپلې څپلۍ وباسه، ځکه په کومه ځمکه باندې چې ته ولاړ یې هغه سپېڅلې ده. ۳۴ما لیدلي دي چې زما په قوم باندې په مصر کې ظلم کیږي. ما د هغوی فریادونه اورېدلي او زه د هغوی د خلاصون دپاره راښکته شوی یم. اوس راشه، زه تا بېرته مصر ته لېږم.›
۳۵نو دا هماغه موسی دی چې د اسراییلو خلکو رد کړی ؤ او ورته ویلي یې وو: ‹ته چا په مونږ باندې حاکم او قاضي ټاکلی یې؟› خدای همدا موسی د هغې فرښتې په وسیله چې هغه ته د سوځېدونکي بوټي د اور په لمبو کې ښکاره شوه، ولېږه ترڅو د اسراییلو د خلکو حاکم او خلاصوونکی وي. ۳۶دا موسی ؤ چې هغوی یې د مصر څخه راوویستل او په مصر او سره بحیره کې او څلوېښت کاله یې په دښته کې حیرانوونکي کارونه وکړل او معجزې یې وښودلې. ۳۷دا هغه موسی دی چې اسراییلیانو ته یې وویل: ‹خدای به ستاسو د خپل قوم څخه ستاسو دپاره زما په شان یو پیغمبر درولېږي.› ۳۸دا موسی ؤ چې په دښته کې زمونږ د نیکونو یعنې د خدای د قوم په غونډه کې د هغوی سره ؤ او فرښتې ورسره د سینا په غره کې خبرې وکړې. هلته هغه د خدای ژوندی کلام تر لاسه کړ چې مونږ ته یې راورسوي.
۳۹خو زمونږ نیکونو د موسی د منلو څخه انکار وکړ. هغه یې رد کړ او غوښتل یې چې بېرته مصر ته لاړ شي. ۴۰نو هغوی هارون ته وویل: ‹مونږ ته داسې خدایان جوړ کړه چې زمونږ لارښوونه وکړي. ځکه مونږ نه پوهېږو چې په دې موسی باندې چې مونږ یې له مصر څخه راوویستلو، څه وشول.› ۴۱په هغه وخت کې هغوی د خوسکي په شکل یو بت جوړ کړ او هغه ته یې قرباني وړاندې کړه او په خپلو لاسونو جوړ شوي شي ته یې خوشحالي وکړه. ۴۲نو خدای د هغوی څخه مخ واړاوه او هغوی یې پرېښودل چې د اسماني ستورو عبادت وکړي، لکه څنګه چې د پیغمبرانو په کتابونو کې لیکل شوي دي:
ای د اسراییلو قومه! ایا تاسو په دې څلوېښتو کالو کې په دې دښته کې ماته قربانۍ او نذرانې راوړې دي؟ ۴۳نه، تاسو هغه د مولک بت د عبادت خېمه او د خپل رفان خدای د ستوري تصویر له ځان سره وړئ چې په خپله مو جوړ کړي دي چې عبادت یې وکړئ. نو تاسو به د بابل بلې خواته جلاوطنه کړم.
۴۴زمونږ نیکونو په دښته کې د شهادت خېمه لرله. دا هغه خېمه وه چې خدای موسی ته حکم کړی ؤ چې د هغې نمونې له مخې چې هغه ته ښودل شوې وه، جوړه کړي. ۴۵وروسته بیا دا خېمه زمونږ نیکونو ته ورکړل شوه او هغوی دا هغه وخت راوړله کله چې د یوشع سره روان وو او د هغو قومونو ځمکه یې ونیوله چې خدای د هغوی له مخې څخه لېرې کول. دا خېمه د داود تر وخته پورې هلته پاتې وه. ۴۶خدای د داود څخه خوشحاله ؤ او هغه خدای ته سوال وکړ چې د یعقوب د خدای دپاره د اوسېدو ځای جوړ کړي. ۴۷خو دا سلیمان ؤ چې د خدای دپاره یې کور جوړ کړ. ۴۸خو خدای تعالی د انسانانو په لاس جوړ شوي کور کې نه اوسیږي. لکه څنګه چې یو پیغمبر وایي:
۴۹اسمان زما تخت دی او ځمکه زما د پښو چوکۍ ده. تاسو به ماته څه ډول کور جوړ کړئ؟ څښتن وایي: او زما د اوسېدلو ځای چېرته دی؟ ۵۰ایا دغه ټول شیان ما په خپلو لاسونو باندې پیدا کړي نه دي؟
۵۱ای سرزورو خلکو! ستاسو زړونه د کافرو د زړونو په شان دي، د خدای د پیغام اورېدلو ته کاڼه یئ! تاسو تل د خپلو نیکونو په شان د روح القدس په وړاندې ودرېږئ. ۵۲ایا داسې کوم پیغمبر شته چې ستاسو نیکونو ځورولی نه وي؟ هغوی هغه پیغمبران هم ووژل چې د هغه د نېک خدمتګار د راتګ پېشګويي یې کړې وه او اوس تاسو د هغه سره خیانت وکړ او هغه مو وواژه. ۵۳تاسو هغه خلک یئ چې شریعت درته د فرښتو په وسیله درورسېد، خو تاسو ورباندې عمل ونه کړ.»
د استیفان سنګسارېدل
۵۴کله چې د شورا غړو د استیفان خبرې واورېدلې، نو ډېر په قهر شول او د قهر له لاسه یې خپل غاښونه وچیچل. ۵۵خو استیفان چې د روح القدس څخه ډک ؤ، اسمان ته په ځیر وکتل او د خدای جلال یې ولیده او عیسی یې ولیده چې د خدای ښي لاس ته ولاړ ؤ. ۵۶هغه وویل: «ګورئ! زه وینم چې د اسمان دروازې خلاصې دي او د انسان زوی د خدای ښي لاس ته ولاړ دی.» ۵۷د شورا غړو په لوړ اواز سره چیغې ووهلې او خپل غوږونه یې بند کړل او هغوی ټولو په هغه باندې حمله وکړه ۵۸او هغه یې د ښار څخه دباندې وویست او سنګسار یې کړ. کومو خلکو چې د هغه په خلاف شاهدي ورکړې وه خپلې چپنې وویستلې او د شاوول په نوم د یو ځوان په پښو کې کېښودلې. ۵۹کله چې هغوی استیفان سنګساراوه، نو هغه دعا وکړه: «ای څښتنه عیسی! زما روح قبول کړه.» ۶۰هغه په ګونډو شو او په لوړ اواز یې چیغې ووهلې: «ای څښتنه، هغوی په دې ګناه مه نیسه.» هغه دا خبره وکړه او مړ شو.
Acts 7
HISTORY
https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/
Yousafzai
https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/acts-7/