EA Icon - Historical Books
HISTORY

1 Samuel 18

۱وروسته له هغې چې داود خپلې خبرې د شائول سره پای ته ورسولې، د شائول زوی یوناتان او داود سمدلاسه ډېر ښه دوستان شول او داود په یوناتان باندې د خپل ځان په شان ډېر ګران شو. ۲له هماغې ورځې څخه شائول داود د خپل ځان سره وساته او هغه یې پرېنښود چې د خپل پلار کور ته لاړ شي. ۳یوناتان د داود سره د ملګرتوب تړون وکړ ځکه چې د هغه سره یې د خپل ځان په شان مینه کوله. ۴یوناتان هغه چپنه چې په تن کې یې وه وویستله او داود ته یې ورکړه، خپلې زغرې، حتیٰ خپله توره، لینده او کمربند یې هم هغه ته ورکړل. ۵هر چېرته چې به شائول داود د هر کار دپاره لېږه هغه به یې په بریالیتوب سره سرته رساوه. شائول هغه د اردو لوړ افسر وټاکه. په دې باندې ټول قوم او د شائول ماموران خوشاله شول.

شائول د داود سره بخیلي کوي

۶کله چې داود جلیات وواژه او عسکر بېرته خپلو کورونو ته راستنېدل، د اسراییلو د ټولو ښارونو څخه ښځې د خوشالۍ په سندرو ویلو، ګډېدلو او د چمبو او ربابونو په غږولو سره د شائول پادشاه د هرکلي دپاره راووتلې. ۷په داسې حال کې چې ښځې ګډېدلې هغوی به دا سندره ویله: <شائول زرګونه وژلي دي، خو داود یو په لس د هغه نه زیات وژلي دي.> ۸دا سندره د شائول خوښه نه شوه او هغه ډېر په قهر شو، ویې ویل: <هغوی داود ته د لسګونو زرو اعتبار ورکړی دی او ماته یوازې د زرګونو. په راتلونکي کې به د هغه څخه پادشاه جوړ کړي.> ۹نو له هماغه وخت څخه شائول په داود باندې بخیلي کوله او په هغه شکمن شو.

۱۰د هغې ورځې په سبا د خدای له خوا په شائول باندې بده ارواح نازله شوه او هغه په خپل کور کې لکه د لېوني په شان بدرد ویل. داود لکه د هرې ورځې په شان رباب غږاوه او د شائول په لاس کې نېزه وه. ۱۱شائول خپله نېزه د داود خواته ورګوزاره کړه، د خپل ځان سره یې وویل: <زه به داود د دېوال سره مېخ کړم.> مګر داود دوه ځلې خپل ځان بچ کړ.

۱۲شائول د داود څخه وېرېده، ځکه چې څښتن د داود سره ؤ خو شائول یې پریښی ؤ. ۱۳نو هغه داود د خپل ځان نه لېرې کړ او هغه یې په زرو تنو باندې قوماندان کړ. داود به په جنګي عملیاتو کې د خپلو لښکرو مشري کوله. ۱۴داود به په خپلو ټولو کارونو کې بریالی ؤ، ځکه چې څښتن د هغه سره مل ؤ. ۱۵کله چې شائول ولیدل چې داود دومره بریالی دی نو د هغه څخه نور هم ووېرېده. ۱۶مګر داود د اسراییلو او یهودا په ټولو خلکو باندې ګران ؤ ځکه چې هغوی ته به یې په جنګي عملیاتو کې لارښودنه کوله.

داود د شائول د لور سره واده کوي

۱۷یوه ورځ شائول داود ته وویل: <میراب زما مشره لور ده. هغه به تاته په نکاح کړم په دې شرط چې ته به د یوه زړور او وفادار عسکر په توګه زما خدمت کوې او د څښتن په جنګونو کې به جنګېږې.> شائول د خپل ځان سره فکر کاوه: <زه به داود په خپله ونه وژنم پرېږده چې فلسطینیان دا کار وکړي.>

۱۸مګر داود شائول ته وویل: <زه څوک یم او زما د پلار کورنۍ څه ده چې زه د پادشاه زوم شم؟> ۱۹هغه وخت چې داود تیار شو چې د شائول د لور میراب سره واده وکړي، شائول خپله لور عدر ئیل ته چې د محولا د ښار څخه ؤ ورکړه.

۲۰خو د شائول بله لور میکال په داود باندې مینه وه، کله چې شائول دا خبره واورېده هغه خوشاله شو. ۲۱هغه د خپل ځان سره وویل: <زه به میکال داود ته ورکړم. زه به د هغې څخه کار واخلم چې داود په دام کې راګېر کړي او هغه به د فلسطینیانو په لاس ووژلی شي.> نو شائول د دوهم ځل دپاره داود ته وویل: <ته به زما زوم شې.> ۲۲نو بیا شائول خپلو خدمتګارانو ته حکم وکړ: <د داود سره په خصوصي ډول خبرې وکړئ او ورته ووایئ: پادشاه ستا څخه خوشاله دی او په مونږ ټولو باندې ګران یې. ولې نه غواړې د هغه زوم شې؟>

۲۳هغوی دا خبرې داود ته تکرار کړې، مګر داود ورته وویل: <آیا ستاسو په فکر د پادشاه زوم کېدل یوه کوچنۍ خبره ده؟ زه یو غریب او بې نومه سړی یم.>

۲۴د شائول خدمتګارانو هغه څه چې داود دوی ته ویلي وو شائول ته بیان کړل. ۲۵شائول هغوی ته حکم وکړ چې داود ته ووایي: <هغه څه چې پادشاه ستا څخه د مهر په توګه غواړي هغه د سلو فلسطینیانو د سنتۍ پوستکي دي چې د هغه د دښمنانو څخه بدل واخیستل شي.> دا د شائول پلان ؤ چې داود د فلسطینیانو په لاس ووژل شي. ۲۶د شائول خدمتګارانو چې داود ته دا خبرې وکړې هغه په دې خوشاله شو چې د پادشاه زوم شي. نو مخکې له دې چې ټاکلی وخت پوره شي، ۲۷داود د خپلو نفرو سره لاړ او دوه سوه فلسطینیان یې ووژل. د هغوی د سنتۍ پوستکي یې راوړل او پادشاه ته یې پوره حساب وړاندې کړ ترڅو هغه د پادشاه زوم شي. نو شائول خپله لور میکال هغه ته په نکاح کړه.

۲۸شائول په دې صفا پوه شو چې څښتن د داود سره دی او دا چې د هغه لور میکال په هغه مینه ده. ۲۹نو شائول د هغه څخه نور هم ووېرېده او د ژوند تر پایه پورې د هغه سره دښمن ؤ.

۳۰د فلسطینیانو قوماندانان به په دوامداره توګه راتلل او جګړه به یې کوله. مګر په هرې جګړې کې به داود د شائول د نورو عسکري منصبدارانو په پرتله بریالی ؤ او په ډېر درنښت یادېده.