Play
Pause
Sorry, no results.
Please try another keyword
- غلاتیه په اوسنۍ ترکیې کې یوه برخه وه. پولوس رسول دا لیک د دې سیمې مسیحیانو ته چې په هغه وخت کې د روم د امپراتورۍ د ولایتونو څخه ؤ، شاوخوا ۴۸ یا ۴۹ میلادي کلونو کې لیکلې دی. د غلاتیې مسیحیانو فکر کاوه چې انسان د مذهبي قوانینو او مراسمو په سرته رسولو سره د ګناه د سزا څخه خلاصون مومي او په سمه لار به روان شي. پولوس رسول د هغوی پام خپلې دې غلطۍ ته را اړوي او هغوی ته دا ورښایي چې د ګناه څخه خلاصون په انساني کوښښ سره تر لاسه کېدلی نه شي، بلکې خلاصون یو نعمت دی چې د خدای له خوا په وړیا توګه د مسیح په صلیب باندې انسان ته ورکړل شوی دی.[...]
- سلامونه
یوازې یو زېری دی بل نشته
د پولوس زېری د مسیح له خوا دی - رسولانو پولوس د رسول په توګه قبول کړ
پولوس د پطروس سره مخالفت کوي
یهودیان او غیریهودیان د ایمان په وسیله خلاصون مومي - ایمان راوړل یا په شریعت باندې عمل کول؟
شریعت او د خدای وعده
د شریعت مقصد - د غلاتیانو دپاره د پولوس اندېښنه
د ساره او هاجرې مثال - د مسیح په ازادۍ کې ټینګ پاتې شئ
نفساني غوښتنې او د روح القدس ثمره - د یو بل بار اوچتوئ
وروستنۍ خبرې