خدای ته د ثنا او صفت کولو دپاره بلنه
(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)
۱ای د څښتن ټول خادمانو
ای هغو خلکو چې خدمت کوئ
د شپې د هغه په کور کې
د څښتن ثنا او صفت وکړئ
۲لاسونه پورته کړئ سپېڅلي ځای ته د دعا دپاره
او د څښتن ثنا او صفت وکړئ
۳هغه څښتن چې یې جوړ کړي دي اسمان او ځمکه
له صهیونه دې برکت درکړي درته