EA Icon - Torah
The third book of the Torah

Leviticus 12

د اولاد د زېږولو څخه وروسته د ښځو پاکوالی

۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<اسراییلیانو ته ووایه چې کله یوه ښځه امیدواره شي او زوی وزېږوي، هغه به اووه ورځې د خپلې میاشتینۍ ناروغۍ په شان ناپاکه وي. ۳په اتمه ورځ دې هلک سنت شي. ۴بیا باید هغه ښځه د وینې د بهېدلو څخه د پاکېدلو دپاره دري دېرش ورځې صبر وکړي. هغه باید هیڅ یو پاک شي ته لاس ورنه وړي او نه دې د پاکېدلو د ورځو د پوره کېدو پورې مقدسې خېمې ته ورننوزي.

۵که چېرې هغه لور وزېږوي، دا ښځه به څوارلس ورځې ناپاکه وي، لکه څنګه چې د میاشتینۍ ناروغۍ په دوران کې ناپاکه کیږي. بیا باید هغه ښځه د وینې د بهېدلو څخه د پاکېدلو دپاره شپږشپېته ورځې صبر وکړي. ۶کله چې د یو زوی یا د یوې لور د زېږولو دپاره د پاکېدلو ورځې خلاصې شي، هغه دې د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې کاهن ته ورشي. هغه دې یو یو کلن وری د سوزېدونکې نذرانې دپاره او یوه قمري یا یوه کوتره د ګناه د نذرانې دپاره راوړي. ۷کاهن به د هغې دپاره د کفارې د ادا کولو په خاطر هغه د څښتن په حضور کې وړاندې کړي او هغه ښځه به د وینې د بهېدلو څخه پاکه شي. دا مقررات د هغې ښځې دپاره دي چې یو هلک یا یوه نجلۍ وزېږوي. ۸که چېرې دا ښځه یو وری نه شي اخیستلی، نو دوه کوترې یا دوه قمري ګانې دې راوړي، یوه د سوزېدونکې نذرانې دپاره او بله د ګناه د نذرانې دپاره او کاهن به د هغې د ناپاکۍ د لېرې کولو دپاره مراسم سرته ورسوي او هغه به پاکه شي.>

Leviticus 12

The third book of the Torah

https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/

Yousafzai

https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/leviticus-12/