۱ای خویندو او ورونو! زما د زړه غوښتنه او خدای ته دا دعا ده چې زما قوم خلاصون ومومي. ۲زه په دې شاهدي ورکوم چې هغوی د خدای په هکله غیرتي دي، خو د هغوی غیرت د پوهې له مخې نه دی. ۳ځکه چې هغوی هغه لاره ونه پېژندله چې خدای د هغې په وسیله خلک په خپل حضور کې عادلان ګڼي او د هغه په ځای کوښښ یې وکړ چې خپله لاره عادلانه وښایي او په دې ډول هغوی د خدای د عدالت تابعداري نه کوي. ۴ځکه چې مسیح د شریعت پوره کوونکی دی، نو هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي، هغوی به د خدای په حضور کې عادلان وګڼل شي.
ټولو ته د ژغورنې پیغام
۵موسی د عادل کېدلو په هکله چې د شریعت په وسیله تر لاسه کیږي، لیکي: «څوک چې په شریعت باندې عمل کوي، نو د هغه په وسیله به ژوند کوي.» ۶خو د هغه عدالت په هکله چې د ایمان په وسیله تر لاسه کیږي، وایي: «په خپل زړه کې داسې مه وایئ: ‹څوک به اسمان ته وخېژي؟› د دې دپاره چې مسیح لاندې راولي. ۷یا داسې مه وایئ: ‹څوک کولای شي چې ښکته د مړو دنیا ته لاړ شي؟› د دې دپاره چې مسیح د مړو نه راژوندی کړي.» ۸د خدای کلام څه وایي؟
د خدای پیغام تا سره نژدې دی. هغه ستا په خوله او ستا په زړه کې دی.
هغه پیغام د ایمان پیغام دی چې مونږ یې اعلانوو: ۹که چېرې ته په خپله خوله اقرار وکړې چې عیسی څښتن دی او په خپل زړه کې په دې ایمان ولرې چې خدای هغه د مړو نه راژوندی کړی دی، نو ته به خلاصون ومومې. ۱۰ځکه که څوک د زړه نه ایمان راوړي، نو هغه به نېک وګڼل شي او که په خپله خوله د خپل ایمان اقرار وکړي، نو هغه به خلاصون ومومي. ۱۱د پیغمبرانو په لیکنو کې ویل شوي دي: «هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي، نو هېڅکله به ونه شرمیږي.» ۱۲نو ځکه د یهودي او غیریهودي ترمنځ هېڅ فرق نشته، ځکه چې د ټولو څښتن یو دی او هغو ټولو کسانو ته چې د هغه نه مرسته غواړي، زیات برکتونه ورکوي. ۱۳لکه څنګه چې د خدای کلام وایي: «هرڅوک چې د څښتن په نوم مرسته وغواړي، نو هغه به وژغورل شي.»
۱۴خو که چېرې هغوی په هغه باندې ایمان نه وي راوړی، نو څنګه به هغه ته اواز وکړي او مرسته به ورڅخه وغواړي؟ او څنګه کولای شي چې په هغه باندې ایمان راوړي چې د هغه په هکله یې څه نه وي اورېدلي؟ او هغوی به یې څنګه واوري ترڅو چې چا ورته پیغام نه وي رسولی؟ ۱۵او هغوی به څنګه پیغام ورسوي، ترڅو د دې کار دپاره لېږل شوي نه وي؟ لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:
څومره ښکلي دي د پیغام وړونکي قدمونه چې زېری رسوي.
۱۶خو هغوی ټولو هغه زېری قبول نه کړ، ځکه اشعیا نبي وایي: «ای څښتنه، چا زمونږ په پیغام باندې باور کړی دی؟» ۱۷نو ایمان د پیغام په اورېدلو سره پیدا کیږي او پیغام د مسیح د کلام په وسیله اورېدل کیږي.
۱۸خو زه پوښتنه کوم چې ایا د اسراییلو قوم پیغام نه دی اورېدلی؟ بې له شکه چې اورېدلی یې دی، ځکه لکه څنګه چې د خدای کلام وایي:
د زیري رسوونکو اواز په ټوله دنیا کې اورېدل کیږي او د هغوی خبرې د دنیا تر بل سره پورې رسیږي.
۱۹خو زه یوځل بیا پوښتنه کوم چې ایا د اسراییلو خلک په دې پوه نه شول؟ موسی لومړنی کس دی چې وایي:
زه به په تاسو کې د هغو خلکو په وسیله بخیلي پیدا کړم چې په قوم کې نه شمېرل کیږي او د یو نا پوهه قوم په وسیله به ستاسو قهر راوپاروم.
۲۰بیا اشعیا په ډېرې زړورتیا سره وایي:
زه هغو خلکو پیدا کړم چې زما په لټه کې نه وو او خپل ځان مې هغو خلکو ته ښکاره کړ چې زه یې نه غوښتلم.
۲۱خو د اسراییلو د قوم په هکله خدای وایي:
ټوله ورځ مې هغو خلکو ته د پخلاینې دپاره غېږه خلاصه کړې وه چې نافرمانه او سرکښه وو.
Romans 10
PAUL’S EPISTLES
https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/
Yousafzai
https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/romans-10/