EA Icon - Prophetic
PROPHETIC

Revelation 7

یو لک او څلورڅلوېښت زره اسراییلیان

۱له دې نه وروسته مې څلور فرښتې ولیدلې چې د ځمکې په څلورو کنجونو کې ولاړې وې او د څلور واړو بادونو مخه یې نیولې وه، ترڅو په ځمکه، بحر او یا په کومه ونه باندې ونه لګیږي. ۲بیا ما بله فرښته ولیدله چې د لمرخاته خوا نه راپورته کېدله او د ژوندي خدای مهر ورسره ؤ او په لوړ اواز یې هغو څلورو فرښتو ته نارې ووهلې چې دا اختیار ورته ورکړل شوی ؤ چې ځمکې او بحر ته زیان ورسوي. ۳هغې فرښتې وویل: «ترڅو پورې چې مونږ د خدای د خدمتګارانو په تندیو باندې مهر نه وي لګولی، تر هغې پورې ځمکې، بحر یا ونو ته زیان ونه رسوئ.» ۴بیا مې واورېده چې د هغو کسانو شمېر چې په تندیو باندې یې مهر لګېدلی ؤ، ۱۴۴۰۰۰ تنه ؤ. هغوی د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه وو.

  • ۵دولس زره د یهودا د قبیلې څخه
  • دولس زره د روبین د قبیلې څخه
  • دولس زره د جاد د قبیلې څخه
  • ۶دولس زره د اشیر د قبیلې څخه
  • دولس زره د نفتالي د قبیلې څخه
  • دولس زره د منسي د قبیلې څخه
  • ۷دولس زره د شمعون د قبیلې څخه
  • دولس زره د لاوي د قبیلې څخه
  • دولس زره د ایساکار د قبیلې څخه
  • ۸دولس زره د زبولون د قبیلې څخه
  • دولس زره د یوسف د قبیلې څخه
  • دولس زره د بنیامین د قبیلې څخه.

د ټولو قومونو یوه لویه ګڼه ګوڼه

۹له دې وروسته مې وکتل او د خلکو یوه لویه ګڼه ګوڼه مې ولیدله چې هېچا نه شو کولای هغه وشمېري. د ټولو ملتونو، قبیلو، قومونو او ژبو نه خلک د تخت په مخکې او د وري په وړاندې ولاړ وو. هغوی سپینې چپنې اغوستې وې او د خرما د ونو څانګې یې په لاس کې وې، ۱۰او په لوړ اواز یې نارې وهلې: «زمونږ خلاصون د خدای له خوا دی چې په تخت باندې ناست دی او د وري له خوا دی.» ۱۱ټولې فرښتې د تخت، د مشرانو او څلور اسماني موجوداتو ګرد چاپېره ولاړې وې، او بیا د تخت په مخکې پړمخې پرېوتلې او د خدای عبادت یې وکړ ۱۲هغوی ویل:

امین! ثنا او صفت او جلال

حکمت او شکرګزاري

عزت، قدرت او قوت دې وي

تل ترتله زمونږ د خدای، امین!

۱۳بیا د مشرانو څخه یو تن زما څخه پوښتنه وکړه: «دا خلک چې سپینې چپنې یې اغوستې دي څوک دي او له کوم ځای نه راغلي دي؟» ۱۴ما ځواب ورکړ: «ښاغلیه، ته پوهېږې.» بیا هغه راته وویل: «دا هغه کسان دي چې د سخت مصیبت څخه تېر شوي دي. هغوی خپلې چپنې د وري په وینو وینځلې او سپینې کړي دي.

۱۵له دې امله دي ولاړ هغوی

د خدای د تخت په مخکې

او شپه او ورځ کوي خدمت د هغه کور کې

چې په تخت باندې ناست دی هغه څوک

په خپل شتون کې به پناه ورکړي هغوی ته

او کوي ساتنه به یې

۱۶نور به هېڅکله نه وږي کیږي هغوی

او هم تږي کیږي به نه

زیان به ونه رسوي دوی ته

نه لمر او نه سوځوونکې ګرمي

۱۷ځکه هغه وری چې دی د تخت په منځ کې

هغه به کړي د دوی شپونتوب

او د ژوندون د اوبو چینو ته به بیایي هغوی

او خدای به پاکې ټولې اوښکې کړي

د هغوی له سترګو څخه»

Revelation 7

PROPHETIC

https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/

Yousafzai

https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/revelation-7/