EA Icon - Pauls Epistles
PAUL’S EPISTLES

Philemon Introduction

د کتاب پېژندنه

په دې لیک کې پولوس رسول ټولو ایماندارانو ته په خپلو کې د فیلیمون او اونیسیموس د ورورولۍ د مثالونو او یو د بل څخه د خفګان په وخت کې هغوی ته د پخلاینې تعلیم ورکوي.

فیلیمون یو مشهور او نومیالي مسیحي ؤ او ښایي چې هغه د کولسیه په ښار کې د کلیسا غړی ؤ. هغه یو غلام درلود چې اونیسیموس نومېده. هغه د خپل بادار څخه تښتېدلی ؤ او داسې ویل کېدل چې د هغه ځینې شیان یې هم غلا کړي وو. په هغه وخت کې د روم د قوانینو له مخې د داسې کار سزا مرګ ؤ. بیا هغه په یو ډول د پولوس سره چې په هغه وخت کې په زندان کې ؤ، اړیکه ونیوله. اونیسیموس د پولوس په وسیله په عیسی مسیح باندې ایمان راوړ. پولوس د دې لیک په وسیله د فیلیمون څخه غوښتنه کوي چې د خپل تښتېدلي غلام سره چې پولوس یې بېرته ورلېږي، پخلا شي او هغه ته د یو بخښل شوي غلام په توګه نه بلکې د یو مسیحي ورور په توګه هرکلی ووایي.

د موضوعګانو لست:

  • سلامونه: ۱: ۱ - ۳
  • د فیلیمون مینه او ایمان: ۱: ۴ - ۷
  • د اونیسیموس دپاره د پولوس غوښتنه: ۱: ۸ - ۲۲
  • وروستني سلامونه: ۱: ۲۳ - ۲۵
Verified by MonsterInsights