GOSPEL

Mark Introduction

د کتاب پېژندنه

دا انجیل د روح القدس څخه په الهام اخیستلو سره د مرقوس په نوم د یو کس له خوا د ۵۵ څخه د ۶۵ میلادي کلونو ترمنځ لیکل شوی دی. کله چې عیسی په دې نړۍ کې ؤ، هغه هرځای ته تللو او دا خبر به یې ورکاوه چې د خدای پاچاهي نړۍ ته د هغه په راتللو سره راغلې ده. په هغه وخت کې مرقوس نوی ځوان شوی ؤ. مرقوس د پطروس سره چې د عیسی د شاګردانو څخه ؤ، آشنا شو. وروسته له دې چې عیسی مسیح بېرته اسمان ته وخوت، مرقوس د خلاصون د هغه زېري په رسولو کې چې د عیسی مسیح له خوا ؤ، د پطروس سره همکار شو.

مرقوس د عیسی کیسه په ساده او په زړه پورې توګه بیانوي او په هغو کارونو باندې ټینګار کوي چې عیسی سرته رسولي وو. هغه د تعمید غسل ورکوونکي یحیی د پیغام په هکله د یوې لنډې مقدمې نه وروسته د تعمید او د عیسی د وسوسو په هکله خبرې کوي. وروسته له دې چې عیسی شاګردانو ته بلنه ورکړه چې په هغه پسې روان شي، هغوی ولیدل چې عیسی معجزې ښایي، پېریان وباسي، د خلکو ګناهونه بخښي او په پوره واک او اختیار سره تعلیم ورکوي. خو هغوی د هغه د مړینې او بیا راژوندي کېدلو تر وخته د هغه په مقصد پوه نه شول. له بلې خوا د عیسی مخالفینو د هغه سره خپله دښمني نوره هم زیاته کړه. په پای کې مرقوس د عیسی د دنیاوي ژوند د وروستۍ هفتې پېښې او په صلیب باندې د هغه د مړینې او د مړو نه بیا راژوندي کېدل بیانوي.

مرقوس په دې انجیل کې مونږ ته ښایي چې عیسی خپل ځان ته د «انسان زوی» وایي. په بل عبارت هغه څوک چې په ځمکه او اسمان باندې د خدای د واک او اختیار استازیتوب کوي. دا هغه څوک دی چې خپل ژوند به له لاسه ورکوي، ترڅو خلک د ګناهونو څخه خلاص کړي. هغه خپل قدرت او واک او اختیار د پېریانو په ویستلو، د ګناهونو په بخښلو او ناروغانو ته په شفا ورکولو سره ښکاره کوي. هغه دا تعلیم هم ورکوي چې هرڅوک چې د هغه شاګرد شي، نو هغه به د ځورونو او کړاوونو سره مخ کیږي، لکه څنګه چې هغه خپله باید کړاوونه وزغمي او مړ شي. خو بیاهم په پای کې جلال او تلپاتې ژوندون د عیسی په پیروۍ ترلاسه کیږي.

همدارنګه د مرقوس په انجیل کې خدای عیسی ته خپل ګران زوی وایي، بې له شکه د جسماني اړیکو په خاطر نه بلکې په دې خاطر چې هغه کټ مټ هماغه فطرت درلود کوم چې خدای یې لري. نو له دې امله عیسی هغه ته «پلار» ویل. د عیسی دغه لقبونه یعنې د «انسان زوی» او د «خدای زوی» د عیسی دوه ګوني خصلتونه یا ذات څرګندوي چې هغه هم انسان دی او هم الهي ذات دی.

د موضوعګانو لست:

  • د انجیل پیل: ۱: ۱ - ۱۳
  • په جلیل کې د عیسی خدمتونه: ۱: ۱۴ – ۹: ۵۰
  • له جلیل څخه تر اورشلیمه د عیسی تعلیم او معجزې: ۱۰: ۱ - ۵۲
  • په اورشلیم او شاوخوا سیمو کې د عیسی د ژوند وروستنۍ هفته: ۱۱ – ۱۵ فصلونه
  • د عیسی بیا راژوندي کېدل، ښکاره کېدل او اسمان ته ختل: ۱۶: ۱ - ۱۹