GENERAL EPISTLES

James Introduction

د کتاب پېژندنه

دا لیک د یعقوب له خوا چې د اورشلیم د کلیسا مشر ؤ، لیکل شوی دی. په دې لیک کې یعقوب هغو خلکو ته چې په عیسی مسیح باندې یې ایمان راوړی ؤ ټینګار کوي چې یوازې دا بس نه دی چې یو څوک دعوه وکړي چې په خدای باندې ایمان لري، بلکې ضروري ده چې هغه دا خپله دعوه په خپلو کړو وړو کې هم ثابته کړي. دا لیک په دې باندې ټینګار کوي چې په مسیحیت کې د ایمان تر څنګ عمل هم ډېر مهم دی.

د یعقوب لیک په دې هکله لارښوونه کوي چې ایمانداره خلک باید د تکلیفونو په وخت کې څنګه عمل وکړي. هغوی باید د حکمت د لاسته راوړلو دپاره دعا وکړي ترڅو په دې پوه شي چې څنګه د خدای په قانون باندې عمل وکړي او د خدای څخه په اطاعت کولو سره خپل ژوند تېر کړي. د یو کس د عملونو مهم اړخ د هغه وینا یا خبرې دي چې کېدای شي د ښو یا بدو دپاره ترې کار واخیستل شي. د ایماندارانو د عملونو بل اړخ دا دی چې د غریبانو او مظلومانو سره څنګه چلند وشي. خدای زمونږ د عملونو وروستنی قاضي دی. مونږ باید د خدای د قضاوت دپاره په صبر سره انتظار وباسو او خپل ژوند نورو ته په دعا کولو او خدمت کولو سره تېر کړو.

د موضوعګانو لست

  • سلامونه: ۱: ۱
  • ایمان او حکمت: ۱: ۲ - ۸
  • غریب او شتمن خلک: ۱: ۹ - ۱۱
  • ازمېښتونه او وسوسې: ۱: ۱۲ - ۱۸
  • د کلام اورېدل او عمل کول: ۱: ۱۹ - ۲۷
  • د تبعیض په هکله خبرداری: ۲: ۱ - ۱۳
  • ایمان او عمل: ۲: ۱۴ - ۲۶
  • خپله ژبه په واک کې ساتل او حکمت: ۳: ۱ - ۱۸
  • مسیحي او دنیاوي ژوند: ۴: ۱ – ۵: ۶
  • صبر او دعا: ۵: ۷ - ۲۰