EA Icon - Torah
The first book of the Torah

Genesis 50

۱حضرت یوسف په خپل پلار باندې ورپرېوت او په هغه باندې یې وژړل او ښکل یې کړ. ۲بیا حضرت یوسف خپلو خاصو طبیبانو ته چې د هغه خدمت یې کاوه حکم وکړ چې د هغه پلار حضرت یعقوب مومیایي کړي. نو طبیبانو هغه مومیایي کړ. ۳په دې کار باندې پوره څلوېښت ورځې ولګېدلې او د مصر خلک اویا ورځې په هغه باندې غمجن وو.

۴کله چې د هغه د غم ورځې تېرې شوې نو حضرت یوسف د فرعون درباریانو ته وفرمایل: <که په ما مهرباني کوئ نو زما په خاطر د فرعون سره خبرې وکړئ او هغه ته ووایئ: ۵زما پلار ماته قسم راکړی دی او ویې ویل: زه مړ کېږم. ما د کنعان په خاوره کې په هغه قبر کې چې پخوا جوړ شوی ؤ ښخ کړه. اوس ماته اجازه راکړئ چې لاړ شم او پلار مې ښخ کړم. بیا به بېرته راشم.>

۶فرعون ځواب ورکړ: <لاړ شه او لکه څنګه چې پلار دې درته قسم درکړی دی هغه ښخ کړه.>

۷نو حضرت یوسف روان شو چې خپل پلار ښخ کړي. د فرعون ټول درباریان، د دربار لوړ رتبه خلک او د مصر ټول مشران د حضرت یوسف سره لاړل. ۸د دوی سره د حضرت یوسف د کورنۍ ټول غړي، د هغه ورونه او د هغه د پلار کورنۍ هم لاړل. یوازې د هغوی اولادونه، رمې او پادې په جوشن کې پاتې شول. ۹جنګي ګاډۍ ګانې او اس سواران هم د هغوی سره لاړل او دا یوه لویه قافله وه.

۱۰کله چې دوی د اطاد درمند ځای ته چې د اردن د سیند په لمرخاته کې دی ورسېدل نو ډېر سخت او په لوړ اواز وژړل او حضرت یوسف په هغه ځای کې د خپل پلار دپاره اووه ورځې د مړینې مراسم ونیول. ۱۱کله چې د هغه ځای اوسېدونکو کنعانیانو دا ولیدل نو هغوی وویل: <مصریان ډېر سخت غم او ژړا کوي.> نو ځکه هغه ځای چې د اردن د سیند په لمرخاته کې دی د آبل مصرایم په نوم یاد کړای شو.

۱۲نو څنګه چې حضرت یعقوب وصیت کړی ؤ زامنو یې هماغسې وکړل. ۱۳هغوی هغه د کنعان خاورې ته یووړ او ممري ته نژدې یې د مکفیله د پټي په سمڅه کې چې حضرت ابراهیم هغه د پټي سره د حیتي عفرون څخه د هدیرې دپاره اخیستې وه ښخ کړ. ۱۴حضرت یوسف د خپل پلار د ښخولو څخه وروسته د خپلو ورونو او هغو ټولو خلکو سره چې د جنازې دپاره د هغه سره تللي وو مصر ته راستون شو.

حضرت یوسف خپلو ورونو ته تسلي ورکوي

۱۵کله چې د حضرت یوسف ورونو ولیدل چې د هغوی پلار وفات شو نو هغوی وویل: <که چېرې یوسف زمونږ څخه لا تر اوسه هم کرکه کوي او وغواړي چې د ټولو هغو بدو بدله چې مونږ ورسره کړي دي زمونږ څخه واخلي، نو بیا به څه کوو؟> ۱۶نو هغوی حضرت یوسف ته پیغام ورولېږه او ویې ویل: <زمونږ پلار د خپل مرګ څخه مخکې دغه حکم کړی دی: ۱۷یوسف ته به داسې ووایئ چې زه ستا څخه دا غوښتنه کوم چې د خپلو ورونو ګناهونه او خطاګانې او هغه بده رویه چې ستا سره یې کړې ده وبخښه. اوس زمونږ یعنې د خپل پلار د خدای د غلامانو ګناهونه وبخښه.> کله چې حضرت یوسف د هغوی پیغام ترلاسه کړ نو ویې ژړل.

۱۸بیا د هغه ورونه په خپله راغلل او د هغه په وړاندې یې خپل سرونه ټیټ کړل ویې ویل: <مونږ ستا غلامان یو.>

۱۹مګر حضرت یوسف هغوی ته وفرمایل: <مه وېرېږئ. آیا زه خدای یم؟ ۲۰تاسو زما په خلاف د بدو پلان درلود، خو خدای پاک هغه په نېکۍ باندې بدل کړ د دې دپاره چې د ډېرو خلکو ژوند وژغوري او لکه څنګه چې وشول هغوی نن ژوندي پاتې دي. ۲۱نو بیا مه وېرېږئ. زه به په تاسو او ستاسو په اولادونو باندې پام کوم.> نو هغوی ته یې تسلي ورکړه او په مهربانۍ سره یې ورسره خبرې وکړې.

د حضرت یوسف وفات کېدل

۲۲حضرت یوسف د خپل پلار د ټولې کورنۍ سره په مصر کې پاتې شو. هغه یوسلو لس کاله ژوند وکړ. ۲۳حضرت یوسف د افرایم د اولادونو او لمسیانو د لیدلو پورې ژوندی ؤ او همدارنګه هغه تر هغې پورې ژوندی ؤ چې د منسي د زوی ماخیر اولادونه یې هم په خپله کورنۍ کې ولیدل. ۲۴حضرت یوسف خپلو ورونو ته وفرمایل: <زه مرګ ته نژدې شوی یم. خو بې شکه چې خدای پاک به تاسو وساتي او تاسو به له دې وطن څخه هغه وطن ته بوځي چې د حضرت ابراهیم، حضرت اسحاق او حضرت یعقوب سره یې کلکه وعده کړې ده.> ۲۵حضرت یوسف د حضرت یعقوب د کورنۍ خلکو ته قسم ورکړ او ویې فرمایل: <زما سره دا وعده وکړئ کله چې خدای پاک تاسو هغه هېواد ته بیایي، نو زما مړی به له ځان سره وړئ.> ۲۶نو حضرت یوسف د یوسلو لس کالو په عمر په مصر کې وفات شو. وروسته له دې چې هغه یې مومیایي کړ، په تابوت کې یې کېښود.