PAUL’S EPISTLES

Ephesians Introduction

د کتاب پېژندنه

افسیس د روم د امپراتورۍ یو لوی ښار ؤ چې پولوس په کې دوه کاله د عیسی مسیح زېری ورساوه. څو کاله وروسته هغه وخت چې پولوس مسیح ته د خدمت کولو له امله په زندان کې ؤ، د افسیس کلیسا ته دا لیک ولیکه. دا لیک په دوه برخو وېشل شوی دی. لومړۍ برخه یې د زېري په کیسې باندې ټینګار کوي او دوهمه برخه په دې باندې ټینګار کوي چې زېری څنګه زمونږ په شخصي ژوند، زمونږ په ټولنې او زمونږ په کورنیو باندې اغیزه کوي.

پلار خدای د ازل نه دا نقشه درلودله چې هغه به مونږ د خپل فضل له مخې په خپلې سپېڅلې کورنۍ کې شامل کړي. په حقیقت کې د خدای په اراده ټول شیان هم په دې دنیا کې او هم په راتلونکې دنیا کې د مسیح په اختیار کې ورکړل. د هغه د فضل په وسیله د خدای په کورنۍ کې اوس یوازې یهودیان نه بلکې غیریهودیان هم شامل دي. هغوی پخوا د خدای د هغو وعدو نه چې د خپلو خلکو سره یې کړې وې بې برخې شوي وو. خو اوس چې د مسیح د مرګ په وسیله یهودیان او غیریهودیان دواړه کولای شي لکه د خدای د کورنۍ د غړو په شان یو د بله سره په سوله او سلامتۍ کې ژوند وکړي، یو نوي انسانیت جوړښت موندلی دی.

د خدای په کورنۍ کې یووالی موجود دی، خو همدارنګه په هغو نعمتونو او تحفو کې چې د کلیسا د ودانولو دپاره د روح القدس له خوا ورکړل شوي دي، فرق شته. هغه دوه استعارې چې پولوس یې د کلیسا په هکله بیانوي دا دي چې دغه یووالی د خدای سپېڅلی کور دی چې د خدای روح په کې اوسیږي او یو نوی بدن دی چې نوی فطرت لري چې د خدای په شکل کې بیا جوړ شوی دی.

له دې امله چې ایمانداران د روح القدس نه ډک دي، نو د هغوی ژوند بدل شوی دی ترڅو دوی روحاني سندرې ووایي، شکرګزاري وکړي او د یو بل تابعدار اوسي او یو بل ومني. پولوس بیانوي چې د روح القدس نه ډکېدل څنګه په ښځه او خاوند، پلارولۍ او مورولۍ او د غلامانو او بادارانو ترمنځ په اړیکو باندې اغېزه کوي. هغه دا لیک په دې خبرو سره پای ته رسوي چې داسې بد روحاني قوتونه شته چې د نوي انسانیت او فطرت په وړاندې چې مونږ یې لرو، جنګیږي او د زغرو د استعارې نه کار اخلي چې دا تعلیم ورکړي چې څنګه باید په دنیا کې د بدیو په وړاندې ټینګ ودرېږو.

د موضوعګانو لست

  • سلامونه: ۱: ۱ - ۲
  • مسیح او د کلیسا اړیکې: ۱: ۳ – ۳: ۲۱
  • په مسیح کې نوی ژوند: ۴: ۱ – ۶: ۲۰
  • اخرنۍ خبرې: ۶: ۲۱ - ۲۴