۱ ای د اسراییلو خلکو، دې خبرو ته چې څښتن په کې ستاسو یعنې د ټول قوم په خلاف چې د مصر څخه یې راوویستلئ، غوږ ونیسئ: ۲ «د ځمکې په مخ ټولو قومونو کې تاسې یوازېنی قوم یئ چې ما غوره کړي یئ، نو ستاسو د ډېرو ګناهونو په خاطر باید جزا درکړم.»

د پیغمبرانو کار

۳ ایا دوه کسان سفر کولی شي یوځای

بې له دې چې موافق وي چې داسې وکړي؟

۴ ایا کوم زمری غړمبیږي په ځنګل کې

چې ترڅو یې ښکار نه وي لیدلی؟

ایا د زمري بچي غوریږي په خپل غار کې

ترڅو یې چې کوم شی نه وي نیولی؟

۵ ایا په تیلک کې راګېریږي مرغۍ

که چېرې نه وي ایښی په کې د خوراک کوم شی؟

ایا بېرته راټولیږي یو دام؟

که چېرې په کې نه وي نیول شوی کوم شی؟

۶ کله چې ووهل شي د جنګ سرنی

ایا خلک نه وېریږي؟

ایا په ښار باندې راتلی شي مصیبت

ترڅو نه وي نازل کړی څښتن یو افت؟

۷ څښتن تعالی هېڅکله کوم کار نه کوي

ترڅو خپلو خادمانو یعنې پیغمبرانو ته

یې خپل پلان ښودلی نه وي

۸ چې یو زمری کله غړمبیږي

نو داسې به وي کوم څوک چې ونه وېریږي؟

کله چې کړي څښتن تعالی خبرې

نو څوک کولی شي چې اعلان نه کړي پیغام د هغه؟

د سامرې په هکله قضاوت او تباهي

۹ د اشدود د کلاګانو خلکو ته او د مصر د کلاګانو خلکو ته اعلان وکړئ: «د سامرې په شاوخوا غونډیو باندې سره راټول شئ. او هلته یوه لویه ګډوډي او هغه ظلمونه چې په هغه ځای کې کیږي، وګورئ.»

۱۰ څښتن وایي: «د سامرې خلک په دې نه پوهیږي چې څنګه سم کار وکړي. خلکو خپلې کلاګانې د هغو شیانو څخه ډکې کړې دي چې په غلا او ظلم زیاتي باندې یې لاسته راوړي دي.»

۱۱ نو څښتن تعالی داسې وایي: «دښمن به د هغوی وطن کلابند کړي او د هغوی دفاعي قدرت به له منځه یوسي او د هغوی کلاګانې به لوټ کړي.»

۱۲ څښتن داسې وایي: «لکه څنګه چې یو شپون د زمري د خولې نه د پسه یوازې دوه پښې او د غوږ یوه ټوټه به بېرته لاسته راوړي، نو د سامرې د خلکو نه به چې اوس د عیاشۍ په کټونو او کوچونو باندې پراته دي، یوازې څو تنه ژوندي پاتې شي.»

۱۳ مطلق قادر څښتن خدای وایي: «اوس غوږ ونیسئ او د یعقوب اولادې ته خبرداری ورکړئ. ۱۴ په کومه ورځ چې زه د اسراییلو خلکو ته د هغوی د ګناهونو په سبب سزا ورکوم، نو زه به د بیت‌ییل د قربانۍ ځایونه وران کړم. د قربانۍ د ځای ښکرونه به ټوټې ټوټې شي او په ځمکه به راوغورځیږي. ۱۵ زه به د اوړي او ژمي تېرولو کورونه وران کړم. هغه کورونه چې د فیل په غاښونو باندې ښکلي کړای شوي دي، هغه به په کنډوالو باندې بدل شي او هر لوی کور به وران شي.»

دا هغه څه دي چې څښتن ویلي دي.

Sorry, no results.
Please try another keyword