د یهودا پاچا امصیا
(دویم تواریخ ۲۵: ۱ - ۲۴)
۱په اسراییلو کې د یهواخاز د زوی یهوآش د پاچاهۍ په دویم کال، د یوآش زوی امصیا د یهودا پاچا شو. ۲امصیا د پنځه ویشت کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې نهه ویشت کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور یهوعدان نومېدله چې د اورشلیم څخه وه. ۳امصیا د څښتن اطاعت او ښه کارونه کول، مګر هغه د خپل نیکه داود په شان وفادار نه ؤ. د دې په ځای یې د خپل پلار یوآش لاره غوره کړه. ۴امصیا سیمه یز د عبادت ځایونه ړنګ نه کړل او خلکو لا هم هلته قرباني کولو ته او خوشبویي سوځولو ته دوام ورکړ.
۵څنګه چې امصیا د یهودا واک تر لاسه کړ، نو هغه درباریان چې پاچا یعنې د ده پلار یې په قتل رسولی ؤ، ویې وژل. ۶مګر د هغو قاتلانو اولادونه یې ونه وژل. دا ځکه چې هغه په دې ډول د موسیٰ د شریعت پیروي وکړه، لکه څنګه چې څښتن فرمایلي وو: <پلرونه دې د هغو جرمونو په خاطر نه وژل کیږي چې د هغوی اولادونو کړي وي او اولادونه دې د هغو جرمونو په خاطر نه وژل کیږي چې د هغوی پلرونو کړي وي. هرڅوک دې یواځې د هغو جرمونو دپاره ووژل شي چې هغوی په خپله کړي وي.>
۷امصیا د خپلې پاچاهۍ په وخت کې لس زره ادومي عسکر د مالګې په دره کې ووژل. هغه په جګړه کې د سالع ښارګوټی ونیوه او د هغه ځای نوم یې په یقتییل بدل کړ چې تر اوسه پورې په همدې نوم یادیږي.
۸یوه ورځ امصیا د اسراییلو پاچا د ییهو لمسي او د یهواخاز زوی یهوآش ته داسې پیغام ورولېږه: <راوځه او په جګړه کې زما سره مخامخ شه!>
۹مګر یهوآش بېرته دا ځواب ورولېږه: <یوځل په لبنان کې د اغزیو یو بوټي د سبر یوې ونې ته پیغام ورولېږه: ستا لور باید زما د زوی سره واده وکړي. مګر یو وحشي ځناور راغی او هغه بوټی یې تر پښو لاندې کړ. ۱۰امصیا! په دې خاطر چې ادومیانو ته دې ماتې ورکړې ده، ډېر مغرور یې. مګر دغه شهرت دې بس دی، اوس په کور کې کښېنه. که کومه ستونځه دې رامنځته کړه، ته او ستا د یهودا پاچاهي به له منځه لاړه شي.>
۱۱مګر امصیا ورته غوږ ونه نیوه. نو یهوآش او د هغه لښکرو بیت شمس ته چې په یهودا کې ؤ، مارش وکړ. هلته هغه او امصیا یو د بل سره جګړه وکړه. ۱۲د یهودا لښکرو ماتې وخوړله. د یهودا ټول عسکر بېرته خپلو کورونو ته وتښتېدل ۱۳او یهوآش، د یوآش زوی او د اخزیا لمسی امصیا، ونیوه. بیا یهوآش اورشلیم ته روان شو او د ښار دېوال یې د افرایم د دروازې څخه نیولې د کنج تر دروازې پورې وران کړ. دا د دېوال برخه نژدې ۲۰۰ متره اوږده وه. ۱۴هغه ټول سره او سپین زر یوړل او د څښتن په کور او د پاچا په خزانه کې چې هر قیمتي شی ؤ هغه یې هم له ځانه سره یووړ. ځینې خلک یې یرغمل ونیول او بیا سامرې ته راستون شو.
۱۵د یهوآش د پاچاهۍ نورې ټولې پېښې، د هغه د زورورتوب کارونه او دا چې څنګه یې د امصیا په ضد جګړه وکړه، د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۱۶یهوآش مړ شو او د سامرې په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی یروبعام د هغه په ځای پاچا شو.
د یهودا د پاچا امصیا مړینه
(دویم تواریخ ۲۵: ۲۵ - ۲۸)
۱۷د یهوآش د مړینې څخه وروسته امصیا پنځلس کاله ژوند وکړ. ۱۸د امصیا د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي، د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۱۹په اورشلیم کې د امصیا د وژلو دپاره دسیسه جوړه شوه، نو هغه د لاکیش ښار ته وتښتېده. مګر دښمنانو یې د امصیا پسې نور خلک ورولېږل او هغه یې هلته وواژه. ۲۰د هغه مړی په آس باندې بېرته اورشلیم ته یوړل شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. ۲۱وروسته د یهودا خلکو شاهي تاج د هغه د شپاړس کلن زوی عزیا په سر کېښود. ۲۲عزیا د خپل پلار تر مړینې وروسته د ایلت ښارګوټی د یهودا دپاره بېرته ونیوه او بیا یې ودان کړ.
د اسراییلو پاچا دویم یروبعام
۲۳په یهودا کې د امصیا د پاچاهۍ په پنځلسم کال د یهوآش زوی دویم یروبعام د اسراییلو پاچا شو. هغه په سامره کې یوڅلوېښت کاله پاچاهي وکړه. ۲۴هغه د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه او د نباط د زوی یروبعام له ناوړو کارونو څخه یې پیروي وکړه کوم چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ. ۲۵یروبعام د اسراییلو سیمه د حمات څخه چې په شمال کې ؤ د مالګې تر بحیرې پورې چې په جنوب کې ؤ وغزوله، لکه څنګه چې څښتن د خپل خدمتګار د امتای زوی یونس سره وعده کړې وه. نوموړی نبي ؤ او د جت حافر څخه ؤ.
۲۶په دې کار کې څښتن د یروبعام سره مرسته وکړه ځکه چې هغه لیدلي وو چې اسراییلیان بې له دې چې هغوی آزاد وو یا غلامان، څومره په تکلیف کې وو او هېڅوک نه ؤ چې د هغوی سره مرسته وکړي. ۲۷څنګه چې څښتن وعده کړې وه پرې به نژدې چې اسراییل بېخي له منځه لاړ شي، نو په دې خاطر څښتن د یروبعام په وسیله هغوی وژغورل.
۲۸د یروبعام د پاچاهۍ نورې ټولې پېښې او د هغه کارونه، قدرت، جګړې او دا چې څنګه هغه دمشق او حمات یې چې په یهودا پورې اړه درلوده بېرته ونیول، دا ټول د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۲۹یروبعام مړ شو او په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی زکریا د هغه په ځای پاچا شو.
2 Kings 14
HISTORY
https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/
Yousafzai
https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/2-kings-14/