PAUL’S EPISTLES

1 Corinthians Introduction

د کتاب پېژندنه

پولوس رسول دا لیک په قرنتوس ښار کې د عیسی مسیح پیروانو ته لیکلی دی. د پولوس په وخت کې قرنتوس یو د لويو او مشهورو یوناني ښارونو څخه ؤ چې بېلابېل قومونه په کې اوسېدل. دا ښار د خپلې سوداګرۍ، یوناني دود او دستور، بې حده عیش او عشرت، اخلاقي فساد او د مختلفو مذهبونو او فلسفو د شتون له امله مشهور شوی ؤ.

د مسیحیانو ټولنه چې کلیسا نومیږي، د قرنتوس په ښار کې د پولوس د خدمت او زېري رسونې په نتيجه کې پرانیستل شوې وه (د رسولانو عملونه ۱۸ فصل وګورئ). په دې لیک کې پولوس د هغو پوښتنو په اړه بحث کوي چې د قرنتوس ایماندارانو د عیسوي ژوند او عقیدوي موضوعګانو په اړه درلودلې.

د پولوس اصلي اندېښنه د ځينیو ستونزو په اړه وه لکه بې اتفاقي، د کلیسا د غړو ترمنځ اخلاقي فساد، د واده او نامشروع جنسي اړیکو په اړه پوښتنې. هغه همدا شان د وجدان په موضوع، په کلیسا کې د نظم او د روح القدس د ډالۍ په اړه ځيني شيان ليکلي دي. پولوس د مړو څخه د عیسی مسیح د بیا ژوندي کېدلو په اړه هم تعلیم ورکوي او دا چې د دې حقیقت پوهېدل څومره مونږ ته امید راکوي. پولوس د خدای د کلام په ښه پوهېدلو سره ښایي چې د عیسی مسیح پیغام څنګه دا ډول پوښتنو ته ځوابونه ورکوي.

د دې لیک ديارلسم فصل په ځانګړې توګه شهرت لري. په دې فصل کې مینه د غوره الهي ډالۍ په توګه معرفي شوې ده چې خدای یې خپلو ایماندارانو ته ورکوي.

د موضوعګانو لست

  • د لیک سریزه: ۱: ۱ - ۹
  • په کلیسا کې باید بې اتفاقي نه وي: ۱: ۱۰ – ۴: ٢۱
  • د ايماندار دپاره په کور او ټولنه کې د ښو اخلاقو لرل: ۵ – ۷ فصلونه
  • د هغو خوړو په اړه پوښتنې چې بتانو ته وړاندې کیږي: ۸: ۱ – ۱۱: ۱
  • د عبادت د طريقو په اړه لارښوونې: ۱۱: ٢ – ۱۴: ۴۰
  • د مسیح او د مړو بيا راژوندي کېدل: ۱۵ فصل
  • د محتاجو ایماندارانو دپاره د مالي مرستو راټولول: ۱۶: ۱ - ۴
  • د راتلونکي سفر دپاره د پولوس نقشه او وروستي پیغامونه او حکمونه: ۱۶: ۵ - ٢۴