EA Icon - Historical Books
HISTORY

1 Chronicles 12

د بنیامین له قبیلې څخه د داود جنګیالي

۱یو څه موده مخکې داود تللی ؤ چې د صقلغ په ښارګوټي کې واوسیږي او د شاوول پاچا څخه پټ شي. کله چې داود هلته ؤ، ډېرو زړورو جنګیالیو د هغه سره لاس یو کړ چې په جګړه کې ورسره مرسته وکړي. ۲دغه جنګیالي د شاوول پاچا له خپلوانو او د بنیامین له قبیلې نه وو. هغوی د لیندې او د غشو په ویشتلو کې تکړه وو، هغوی په خپل ښي او چپ لاس دواړو باندې غشي وېشتلی شول او هم یې په مچنوغزه کې تیږې وېشتلی شوې. ۳‏-۷د هغوی مشران په لاندې ډول وو: اخیعزر د شماعه زوی چې له جبعې څخه ؤ، د ټولو مشر ؤ، د هغه ورور یوآش په رتبه کې د هغه پسې دوهم سړی ؤ. دا د هغوی عسکر وو:

  • د عزموت زامن، یزي ییل او فالط
  • براکه او ییهو، له عناتوت څخه
  • یشمعیا چې له جبعون څخه ؤ، د هغو «دېرشو جنګیالیو» یو مشر ؤ او په خپله هم نامتو جنګیالی ؤ
  • ارمیا، یحزییل، یوحانان او یوزاباد له جدیره څخه
  • العوزای، یریموت، بعلیا، شمریا او شفطیا له حروف څخه
  • د قورح له طایفې څخه القانه، یشیه، عزرییل، یوعزر او یشوبعام
  • له جدور څخه د یروحام زامن یوعیله او زبدیا.

د جاد د قبیلې څخه د داود جنګیالي

۸ځینې کسان د جاد له قبیلې څخه چې د جګړې په هنر کې تجربه لرونکي او زړور خلک وو، د دښتې په خوندي ځای کې چې داود په کې ؤ، هغه ته ورواوښتل. دوی ټولو د سپرونو او نېزو په استعمالولو کې مهارت درلود. هغوی د زمریو په شان هیبتناک او د غرنیو هوسیو په شان تېز او چالاک وو. ۹‏-۱۳له هغوی څخه د یوولسو تنو رتبې او مقامونه په ترتیب سره په لاندې ډول وو: ایصر یې مشر، بیا عوبدیا، الیاب، مشمنه، ارمیا، عتای، الیئیل، یوحانان، الزاباد، ارمیا او مکبنای.

۱۴نوموړي کسان د لښکرو قوماندانان وو. د ټیټې رتبې خاوندان یې د سلو کسان او لوړ رتبه یې د زرو کسانو قوماندانان وو. ۱۵د کال په لومړنۍ میاشت کې یعنې په هغه وخت کې چې د اردن د سیند اوبه د سیند له غاړو واوښتلې، هغوی د سیند نه تېر شول او هغه خلک یې پسې واخیستل او خواره واره یې کړل چې د سیند د دواړو غاړو په درو کې اوسېدل.

د یهودا جنګیالي او د بنیامین نور جنګیالي

۱۶یوځل د بنیامین او یهودا د قبیلو څخه یوه ډله سړي هغه خوندي ځای ته لاړل چې داود په کې اوسېده. ۱۷داود له هغوی سره دباندې لیدنه او کتنه وکړه او ورته ویې ویل: «که چېرې تاسو د ملګرو په توګه راغلي یئ چې زما په طرفدارۍ جګړه وکړئ، بیا پاتې شئ او زمونږ سره لاس یو کړئ. خو که چېرې تاسو دا هڅه وکړئ چې ما خپلو دښمنانو ته تسلیم کړئ، هغه خدای چې زمونږ نیکونو یې عبادت کاوه، تاسو ته به سزا درکړي، ځکه چې ما کوم ظلم او تېری نه دی کړی.»

۱۸بیا په عماسای باندې د خدای روح نازل شو، (هغه څوک چې وروسته د دېرشو جنګیالیو مشر شو) او ویې ویل:

«د یسي زویه داوده، مونږ ستا یو!

بریالي دې اوسي ته

او وي بریالی دې هغه څوک

چې کوي تا سره مرسته!

ځکه چې خدای دی مرستندوی ستا.»

وروسته داود هغوی ته هرکلی ووایه او د خپلو هغو عسکرو مسؤولان یې وټاکل چې په دښمنانو باندې یې یرغل کاوه.

هغه جنګیالي چې له منسي څخه وو

۱۹هغه وخت چې داود د فلسطینیانو سره د شاوول په ضد جګړې ته لاړ، یو شمېر د منسي خلک د داود په خوا شول. خو کله چې د فلسطینیانو پاچاهان په دې پوه شول چې کېدای شي داود د هغوی سره خیانت وکړي او د پخوا په شان به د شاوول سره لاس یو کړي، هغوی داود بېرته د صقلغ ښارګوټي ته ولېږه. ۲۰دا د منسي هغه عسکر وو چې په هغه وخت کې یې د داود سره لاس یو کړ: عدناح، یوزاباد، یدیعییل، میکاییل، یوزاباد، الیهو او صلتای. هغوی ټول په منسي کې د زر کسیزو فرقو قوماندانان وو. ۲۱هغوی د داود سره مرسته کوله چې د یرغلګرو ډلو سره وجنګیږي، ځکه چې هغوی ټول زړور جنګیالي وو. وروسته هغوی د اسراییلو په لښکرو کې قوماندانان شول.

۲۲ورځ په ورځ به نوي کسان راتلل او د داود سره به یې لاس یو کاوه، نو زر هغه د یو لوی او قوي لښکر خاوند شو، چې دا د خدای لښکر ؤ.

په حبرون کې د داود لښکرې

۲۳کله چې داود په حبرون کې ؤ، ډېرو په وسلو سمبال شویو کسانو د هغه له لښکرو سره لاسونه یو کړل، ترڅو هغه د شاوول په ځای پاچا کړي، لکه څنګه چې څښتن وعده کړې وه. د هغوی شمېر په لاندې ډول ؤ: ۲۴د یهودا د قبیلې څخه: ۶۸۰۰ تنه ښه سمبال شوي کسان چې سپرونه او نېزې ورسره وې؛ ۲۵د شمعون د قبیلې څخه: ۷۱۰۰ تنه زړور جنګیالي؛ ۲۶د لاوي د قبیلې څخه: ۴۶۰۰ تنه؛ ۲۷یهویاداع د هارون د کورنۍ مشر د ۳۷۰۰ تنو سره؛ ۲۸صادوق، یو زړور ځوان او د هغه د پلار د کورنۍ افسران: ۲۲ تنه؛ ۲۹د بنیامین د قبیلې څخه (د شاوول خپله قبیله): ۳۰۰۰ تنه، د دغو څخه اکثره تر هغه وخته پورې د شاوول سره وفادار پاتې شوي وو. ۳۰د افرایم د قبیلې څخه: ۲۰۸۰۰ تنه زړور جنګیالي چې په خپلو خېلونو کې نومیالي وو؛ ۳۱د لوېدیځې منسي د قبیلې څخه: ۱۸۰۰۰ تنه د دې دپاره غوره شوي وو چې لاړ شي او داود پاچا کړي؛ ۳۲د یساکار د قبیلې څخه: ۲۰۰ مشران د خپلو وطندارانو سره یو ځای چې د هغوی د امر لاندې وو (دا مشران پوهېدل چې اسراییل څه وکړي او په کوم وخت کې یې وکړي)؛ ۳۳د زبولون د قبیلې څخه: ۵۰۰۰۰ تنه وفادار او د اعتبار وړ کسان چې د جګړې دپاره تیار وو او د هر ډول وسلې په کارولو پوهېدل؛ ۳۴د نفتالي د قبیلې څخه: ۱۰۰۰ تنه قوماندانان د ۳۷۰۰۰ کسانو سره یوځای چې سپرونه او نېزې ورسره وې؛ ۳۵د دان د قبیلې څخه: ۲۸۶۰۰ تنه چې د جګړې دپاره تیار وو؛ ۳۶د اشیر د قبیلې څخه: ۴۰۰۰۰ تنه تجربه لرونکي عسکر چې د جګړې دپاره تیار وو؛ ۳۷د روبین، جاد او د ختیځې منسي د قبیلو څخه (هغه قبیلې چې د اردن د سیند په ختیځ کې وې): ۱۲۰۰۰۰ تنه، چې په هر ډول وسلو سمبال شوي وو.

۳۸دا ټول عسکر چې د جګړې دپاره تیار وو، حبرون ته لاړل. هغوی ټینګه اراده درلودله چې داود په ټولو اسراییلو باندې پاچا کړي. نو پاتې اسراییلیان په دې خبره باندې راضي او خوښ وو. ۳۹هغو عسکرو هلته د داود سره درې ورځې تېرې کړې او په هغو خوړو او د څښاک په شیانو یې چې خپلو خپلوانو ورته تیار کړي وو، میلې کولې. ۴۰د یساکار، زبولون او د نفتالي د شمالي قبیلو پورې د لېرې لېرې ځایونو څخه خلک راتلل او خره، اوښان، کچرې او غویان یې چې اوړه، د انځرو او د ممیزو کلچې، د انګورو شراب او د زیتونو تېل ورباندې بار وو، راوستل. هغوی پادې او رمې هم راوستلې چې حلال یې کړي او ویې خوري. دا ټول د هغو خوشحالیو څرګندونه وه چې په ټول هېواد کې احساسیدله.

1 Chronicles 12

HISTORY

https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/

Yousafzai

https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/1-chronicles-12/