Leviticus 13

د پوستکي د ناروغیو په اړه مقررات ۱څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل: ۲<کله چې د چا په پوستکي باندې زخم، دانه یا پړسوب وي چې کېدای شي هغه د پوستکي په یوې ساري ناروغۍ باندې بدله شي، هغه باید هارون کاهن یا د هغه یو زوی ته چې کاهن وي راوستل شي. […]

Leviticus 12

د اولاد د زېږولو څخه وروسته د ښځو پاکوالی ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<اسراییلیانو ته ووایه چې کله یوه ښځه امیدواره شي او زوی وزېږوي، هغه به اووه ورځې د خپلې میاشتینۍ ناروغۍ په شان ناپاکه وي. ۳په اتمه ورځ دې هلک سنت شي. ۴بیا باید هغه ښځه د وینې د بهېدلو څخه د […]

Leviticus 11

حلال او حرام حیوانات (تثنیه ۱۴: ۳ - ۲۱) ۱څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل: ۲<اسراییلیانو ته ووایئ چې د ټولو حیواناتو له جملې څخه چې په ځمکه باندې ژوند کوي، یعنې هغه حیوانات چې غوښه یې خوړلی شئ هغه دا دي: ۳هر حیوان چې خلاص سوم ولري او شخوند وهونکی هم وي. ۴خو داسې حیوانات […]

Leviticus 10

د ناداب او ابیهو ګناه ۱د حضرت هارون زامنو ناداب او ابیهو هر یو خپل د اور لوښی راواخیست او په هغې کې یې بل شوي سکاره واچول، خوشبویي یې ورزیاته کړه او هغه یې څښتن ته وړاندې کړل. مګر دا اور مقدس نه ؤ، ځکه چې څښتن په هغوی باندې د هغه د وړاندې […]

Leviticus 9

کاهنان خپل خدمت پیل کوي ۱د کاهنانو د ټاکنې د مراسمو څخه وروسته حضرت موسیٰ په اتمه ورځ حضرت هارون او د هغه زامن او د اسراییلو مشران راوغوښتل. ۲هغه حضرت هارون ته وفرمایل: <یو خوسی او یو پسه چې کوم عیب په کې نه وي واخله او څښتن ته یې وړاندې کړه. خوسی د […]

Leviticus 8

د حضرت هارون او د هغه د زامنو ټاکنه (هجرت ۲۹: ۱ - ۳۷) ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<هارون او د هغه زامن راوله. د هغوی د کاهنتوب کالي، د مسح کولو تېل، د ګناه د نذرانې دپاره غویی، دوه پسونه او هغه ټوکرۍ چې فطیره ډوډۍ په کې ده ټول راوړه. ۳بیا ټول قوم د مقدسې […]

Leviticus 7

د تاوان نذرانه ۱د تاوان د نذرانې دپاره چې ډېره مقدسه ده دغه مقررات دي: ۲د تاوان د نذرانې دپاره دې حیوان په هغه ځای کې حلال شي چېرته چې د سوزېدونکې نذرانې دپاره حیوانات حلالیږي او د هغه وینه دې د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندل شي. ۳د هغه ټوله وازګه […]

Leviticus 6

۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<فرض کړئ د کوم نفر سره د بل چا کوم شی د امانت په توګه ایښی وي او هغه ورته دروغ ووایي چې هغه شی ورک شوی دی یا غلا شوی دی او په دې باندې د څښتن په مقابل کې ګناه وکړي. یا فرض کړئ کوم شی غلا کړي […]

Leviticus 5

هغه حالات چې په هغو کې د ګناه نذرانو ته اړتیا وي ۱په دې لاندینیو حالتونو کې د ګناه نذرانې ضروري دي: که چېرې څوک د شاهدۍ ورکولو دپاره محکمې ته وغوښتل شي او د هغو شیانو په باره کې چې هغه لیدلي یا اورېدلي دي معلومات ورنه کړي، نو هغه ته دې د خپلو […]

Leviticus 4

په سهوې سره د شویو ګناهونو دپاره نذرانه ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<اسراییلیانو ته ووایه: کله چې څوک ګناه کوي او په سهوې سره د څښتن حکمونه ماتوي، هغه باید دا لاندیني مقررات مراعت کړي. ۳که چېرې مشر کاهن ګناه وکړي او په دې ډول قوم ګناهکار کړي، هغه به یو داسې ځوان غویی […]