Numbers 16

د قورح، داتان او ابیرام یاغي کېدل ۱‏-۲د یصهار زوی قورح چې د لاوي د زوی قهات اولاده وه د حضرت موسیٰ د مشرۍ په ضد سرکشي وکړه. هغه د روبین د قبیلې د دریو غړو یعنې د الیاب د زامنو داتان او ابیرام او اون د فالت زوی او د نورو دوه سوه پنځوسو […]

Numbers 15

د قربانیو په هکله قوانین ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<د اسراییلو قوم ته دا مقررات ورکړه چې هغوی یې په هغې خاوره کې چې زه یې ورته ورکوم مراعت کړي: ۳تاسو کولی شئ چې د رمې یا پادې څخه یو حیوان د سوزېدونکې نذرانې یا د نذر د قربانۍ یا د رضاکارانه نذرانې یا […]

Numbers 14

اسراییلیان سرکشي کوي ۱کله چې اسراییلیانو د هغو دولسو نفرو راپور چې د کنعان خاوره یې کتلې وه واورېد، نو خلکو ټوله شپه وژړل ۲او حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته یې داسې ګیله وکړه: <کاشکې مونږ په مصر کې یا دلته په دښته کې مړه شوي وای! ۳څښتن ولې مونږ کنعان ته ورولي؟ مونږ […]

Numbers 13

دولس نفره کنعان ته لېږل کیږي (تثنیه ۱: ۱۹ - ۳۳) ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<د هرې قبیلې څخه یو یو مشر انتخاب کړه او کنعان ته یې د جاسوسانو په توګه ولېږه چې هغه وطن وګوري چې زه یې اسراییلیانو ته ورکوم.> ۳نو حضرت موسیٰ د څښتن د حکم سره سم د فاران له دښتې څخه […]

Numbers 12

مریم او حضرت هارون د حضرت موسیٰ سره مخالفت کوي ۱حضرت موسیٰ د یوې ایتوپیایۍ ښځې سره واده کړی ؤ او مریم او حضرت هارون په هغه باندې د دې کار په خاطر انتقاد وکړ. ۲هغوی وویل: <آیا څښتن یوازې د موسیٰ په وسیله خبرې کړې دي؟ آیا هغه زمونږ په وسیله خبرې نه دي […]

Numbers 11

اسراییلیان شکایت کوي ۱د اسراییلو قوم د خپلو تکلیفونو په هکله شکایت کول پیل کړل. کله چې څښتن د هغوی شکایت واورېد، هغه په قهر شو او په قوم باندې یې اور نازل کړ. د هغوی په منځ کې اور بلېده او د کمپ یوه څنډه یې له منځه یوړله. ۲کله چې قوم حضرت موسیٰ […]

Numbers 10

د سپینو زرو سرني ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<د ټکول شویو سپینو زرو څخه دوه سرني جوړ کړه. له هغو څخه به د خلکو د راغونډولو او د کمپ د لېرې کولو دپاره کار اخیستل کیږي. ۳کله چې دواړه سرني په اوږد اواز سره ووهل شي، ټول قوم دې د مقدسې خېمې د دروازې […]

Numbers 9

د فسحې دوهم اختر ۱د دوهم کال په اوله میاشت وروسته له دې چې د اسراییلو قوم د مصر څخه راووت، څښتن د سینا په دښته کې د حضرت موسیٰ سره خبرې وکړې. هغه وفرمایل: ۲‏-۳<د اسراییلو قوم باید د فسحې اختر په ټاکل شوي وخت یعنې د دې میاشتې په څوارلسمه ورځ د لمرپرېواته […]

Numbers 8

د څراغونو ایښودل ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<هارون ته ووایه چې په څراغدان باندې اووه څراغونه داسې کېږدي ترڅو د څراغدان مخې ته رڼا ورکړي.> ۳حضرت هارون دا خبره ومنله او لکه څنګه چې ورته ویل شوي وو، څراغونه یې هماغسې کېښودل. ۴څراغدان د سر څخه نیولې تر پایې پورې د ټکول شویو سرو […]

Numbers 7

د اسراییلو مشران مقدسې خېمې ته سوغاتونه راوړي ۱کله چې حضرت موسیٰ د مقدسې خېمې د ودرولو څخه وزګار شو، نو خېمه او د هغې ټول سامان او د قربانۍ ځای او د هغه ټول سامان یې مسح کړ او هغه یې څښتن ته وقف کړ. ۲بیا د اسراییلو دولس قبیلوي مشران یعنې هماغه نفر […]