Numbers 26

د اسراییلیانو دوهمه سرشمېرنه ۱له وبا څخه وروسته څښتن حضرت موسیٰ او د حضرت هارون کاهن زوی العازار ته وفرمایل: ۲<د اسراییلو د ټول قوم سرشمېرنه د کورنیو په اساس وکړئ، یعنې د هغو ټولو خلکو چې عمر یې شل کاله یا زیات وي او جنګ کولی شي.> ۳په هغه وخت کې د اسراییلو ټول […]

Numbers 25

موآبیان اسراییلیان بې لارې کوي ۱کله چې اسراییلیان په شطیم کې اوسېدل، ځینو سړیو د موآبي ښځو سره زنا کول پیل کړل. ۲دغو ښځو بیا هغه سړي هغو مراسمو ته راوبلل چې د هغوی خدایانو ته په کې نذرانې وړاندې کېدلې. هغو سړیو د قربانیو غوښه وخوړله او د موآبي خدایانو عبادت یې وکړ. ۳څښتن په […]

Numbers 24

۱بلعام په دې یقین درلود چې څښتن به ورته وفرمایي چې اسراییلیانو ته بیا برکت ورکړه. نو هغه د فال څخه هیڅ کار وانه خیست چې معلومه کړي څښتن د هغه څخه څه غواړي چې ویې کړي، لکه څنګه یې چې دوه ځلې مخکې کړي وو. د دې په ځای یې د دښتې خواته وکتل […]

Numbers 23

د بلعام اول پیغام ۱بلعام بالاق ته وویل: <دلته زما دپاره اووه د قربانۍ ځایونه جوړ کړه، بیا اووه غوایان او اووه پسونه راوله.> ۲څنګه چې بالاق ته ویل شوي وو، هغه هماغسې وکړل او هغه او بلعام په هره قربانګاه باندې یو یو غویی او یو یو پسه قرباني کړ. ۳بیا بلعام بالاق ته […]

Numbers 22

د موآب پادشاه بلعام راغواړي ۱اسراییلیان د هغه ځای څخه روان شول او د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند ختیځ خواته اریحا ته مخامخ یې خېمې ودرولې. ۲‏-۳کله چې د موآب پادشاه بالاق د صفور زوی واورېدل چې اسراییلیان څومره ډېر وو او د اموریانو سره یې څه کړي وو، نو هغه […]

Numbers 21

اسراییلیان کنعانیانو ته په حرمه کې ماتې ورکوي ۱د عراد کنعانی پادشاه د کنعان په جنوب کې اوسېده او کله چې هغه واورېدل چې اسراییلیان د اتاریم کلي ته راروان دي، هغه ورباندې حمله وکړه او د هغو څخه یې ځینې ونیول. ۲نو اسراییلیانو څښتن ته نذر ومانه: <که چېرې ته مونږ په دې خلکو […]

Numbers 20

د ګټ څخه اوبه جاري کیږي ۱د اسراییلو ټول قوم د کال د اولې میاشتې په دوران کې د صین دښتې ته راورسېد او په قادش کې یې خېمې ودرولې. دا هغه ځای ؤ چې مریم په کې مړه شوه او ښخه کړای شوه. ۲په کوم ځای کې چې هغوی خېمې ودرولې وې هلته اوبه […]

Numbers 19

د ګناه د پاکولو مراسم ۱څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل: ۲<د اسراییلو قوم باید موسیٰ ته یوه داسې سره غوا راولي چې کوم عیب په کې نه وي او هیڅکله ورباندې قلبه نه وي شوې. ۳هغوی به هغه العازار کاهن ته ورکړي، بیا به هغه د کمپ څخه بیرون وویستل شي او […]

Numbers 18

د کاهنانو او لاویانو وظیفې ۱څښتن حضرت هارون ته داسې وفرمایل: <هرڅه چې په مقدسه خېمه کې پېښیږي ته، ستا زامن او نور لاویان د هغو په مقابل کې مسئولیت لرئ خو څه چې کاهنان کوي د هغه په مقابل کې ته او ستا زامن مسئولیت لرئ. ۲خپل خپلوان یعنې لاویان راوله چې ستا سره […]

Numbers 17

د حضرت هارون امسا ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<د اسراییلو خلکو ته ووایه چې دولس امساګانې درکړي یعنې د هرې قبیلې د مشر څخه یوه یوه دانه. د هر سړي نوم د هغه په امسا باندې ولیکه ۳او بیا د هارون نوم د لاویانو په امسا باندې ولیکه. د هر قبیلوي مشر دپاره دې […]