Genesis 8
د سیلاب پای ته رسېدل ۱خدای پاک حضرت نوح او هغه ټول حیوانات چې په کشتۍ کې د هغه سره وو را په یاد کړل، نو خدای پاک په ځمکه باندې باد راوالوزاوه او اوبه په کمېدو شوې. ۲خدای پاک د ځمکې لاندې اوبه او د اسمان د اوبو دروازې بندې کړې او باران ودرېد. […]
Genesis 7
سیلاب ۱څښتن حضرت نوح ته وفرمایل: <د خپلې ټولې کورنۍ سره کشتۍ ته ننوزه، ځکه چې په ټوله دنیا کې مې یوازینی سړی ته ولیدلې چې نېک کارونه کوې. ۲د ټولو پاکو حیواناتو څخه اووه، اووه جوړې نر او ښځه او د ناپاکو حیواناتو څخه یوه، یوه جوړه نر او ښځه د ځان سره واخله. […]
Genesis 6
د انسان بدکاري ۱-۲د انسانانو شمېر د ځمکې په مخ په زیاتېدو شو او د هغوی لورګانې پیدا شوې. د هغوی څخه ځینې دومره ښکلې وې چې د فرښتو ډېرې خوښې شولې او د هرې یوې سره یې چې غوښتل ودونه یې وکړل. ۳هغه وخت څښتن وفرمایل: <زه به انسان پرېنږدم چې هغه د همېش […]
Genesis 5
د حضرت آدم اولاده (اول تواریخ ۱: ۱ - ۴) ۱دا د حضرت آدم د اولادې د پیدا کېدلو لیکلی بیان دی. کله چې خدای پاک انسان پیدا کړ، هغه یې د خپل ځان په شان پیدا کړ. ۲هغوی یې نر او ښځه پیدا کړل او برکت یې ورته ورکړ او هغوی یې انسانان وبلل. ۳حضرت آدم د […]
Genesis 4
قائن او هابیل ۱حضرت آدم د بي بي حوا سره یوځای شو او بي بي حوا امیدواره شوه او زوی یې پیدا شو. بي بي حوا وفرمایل: <زه به په هغه باندې قائن نوم ږدم ځکه چې هغه مې د څښتن په مرسته راوړ.> ۲وروسته بیا هغې بل زوی هابیل وزېږاوه. هابیل شپون شو، خو […]
Genesis 3
د انسان اولنۍ ګناه ۱د هغو ټولو وحشي حیواناتو د ډلې څخه چې څښتن خدای جوړ کړي وو، مار ډېر مکرجن ؤ. یوه ورځ هغه ښځې ته راغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <آیا په رښتیا سره خدای پاک تاسو ته ویلي دي چې په باغ کې د هیڅ یوې ونې مېوه ونه خورئ؟> ۲ښځې […]
Genesis 2
۱نو اسمان او ځمکه او نور ټول شیان جوړ شول. ۲په اوومه ورځ خدای پاک هغه ټول کارونه چې کول یې سرته ورسول او کار یې بس کړ. ۳خدای پاک اوومه ورځ مبارکه وبلله او هغه یې خاصه وګرځوله ځکه چې په هغه ورځ هغه پیدایښت پوره کړ او کار یې بس کړ. ۴دا د […]
Genesis 1
دنیا څنګه پیدا شوه