Deuteronomy 30

څښتن به تاسو بېرته خپلې خاورې ته راولي ۱تاسو ته مې اوس د برکت او لعنت د انتخابولو حق درکړی دی. کله چې په تاسو باندې دا ټولې پېښې وشي او تاسو د هغو قومونو په منځ کې ژوند وکړئ چې خپل څښتن خدای هلته شړلي یاست، نو زما هغه خبره به در په یاده […]

Deuteronomy 29

په موآب کې د اسراییلو سره د څښتن لوظ ۱دا د هغه لوظ شرایط دي چې څښتن حضرت موسیٰ ته امر کړی ؤ چې د اسراییلو د خلکو سره یې د موآب په خاوره کې وکړي. دا د هغه لوظ څخه جدا ؤ چې څښتن د هغوی سره د سینا د غره سره کړی ؤ. […]

Deuteronomy 28

د اطاعت کولو په خاطر برکتونه (لاویان ۲۶: ۳ - ۱۳ او تثنیه ۷: ۱۲ - ۲۴) ۱که چېرې تاسو په وفادارۍ سره د خپل څښتن خدای اطاعت وکړئ او د هغه د ټولو امرونو څخه چې زه یې نن درکوم پیروي وکړئ، هغه به ستاسو قوم د دنیا د نورو ټولو قومونو څخه لوی کړي. ۲د خپل څښتن خدای اطاعت […]

Deuteronomy 27

د عیبال په غره باندې قربانګاه ۱بیا حضرت موسیٰ د اسراییلو د مشرانو سره ولاړ ؤ او قوم ته یې وویل: <هغو ټولو حکمونو ته غاړه کېږدئ چې زه یې نن تاسو ته درکوم. ۲‏-۴تاسو به ژر د اردن د سیند څخه تېر شئ او هغې خاورې ته به ورداخل شئ چې ستاسو څښتن خدای […]

Deuteronomy 26

د حاصلاتو نذرانې او عشر ۱کله چې تاسو هغه خاوره ونیسئ چې خپل څښتن خدای یې درکوي او هلته واوسېږئ، ۲تاسو هر یو باید د هر فصل اوله برخه چې تاسو یې رېبئ په یوې ټوکرۍ کې واچوئ او د خپلو ځانونو سره یې هغه ځای ته یوسئ چې ستاسو څښتن خدای یې د خپل […]

Deuteronomy 25

د سزا په هکله قانون ۱فرض کړئ دوه اسراییلیان محکمې ته ورځي چې یوه دعوه حل کړي او یو تن یې بې ګناه او بل یې مجرم وګڼل شي. ۲که چېرې په مجرم باندې د وهلو حکم وشي، قاضي دې هغه پړمخې څملوي او په قمچینه باندې دې ووهي. د قمچینې د ګوزارونو شمېر به د […]

Deuteronomy 24

د طلاق په هکله قانون ۱فرض کړئ یو سړی د یوې نجلۍ سره واده وکړي او وروسته یې بد ایسي ځکه چې په هغې کې یو داسې شی ګوري چې د هغه نه خوښیږي. نو هغه طلاقنامه لیکي، هغې ته یې ورکوي او د خپل کور څخه یې شړي. ۲بیا فرض کړئ هغه د یو […]

Deuteronomy 23

هغه خلک چې د څښتن په قوم کې نه شي شاملېدلی ۱هیڅ داسې سړی چې خصي شوی وي یا د هغه تناسلي آله پرې کړل شوې وي د څښتن په قوم کې نه شي شاملېدلی. ۲هیڅ داسې نفر چې حرامي وي او د داسې نفر اولاده حتیٰ تر لسم نسله پورې د څښتن په قوم […]

Deuteronomy 22

د نورو سره مرسته کول ۱که چېرې تاسو د خپل اسراییلي ورور غویی یا پسه ووینئ چې لاره یې ورکه کړې وي، نو خپلې سترګې ورباندې مه پټوئ، هغه حیوان بېرته د هغه خاوند ته بوځئ. ۲مګر که چېرې د هغه خاوند لېرې اوسیږي یا تاسو نه پوهېږئ چې هغه حیوان د چا دی، بیا […]

Deuteronomy 21

نامعلومه قتل ۱فرض کړئ د هغه هېواد په یوه بانډه کې چې خپل څښتن خدای یې تاسو ته درکوي یو قتل شوی نفر موندل کیږي او تاسو نه پوهېږئ چې هغه چا وژلی دی. ۲ستاسو مشران او قاضیان دې لاړ شي او له هغه ځای څخه چې مړی په کې موندل شوی دی تر شاوخوا […]