Judges 12

د افرایم د قبیلې او د یفتاح ترمنځ جګړه ۱د افرایم نفر د جګړې دپاره تیار شول. هغوی د اردن له سیند څخه صافون ته پورې وتل او یفتاح ته یې وویل: <کله چې ته د عمونیانو سره د جګړې دپاره تللې، مونږ دې ولې د مرستې دپاره راونه غوښتلو؟ اوس به مونږ ستا کور […]
Judges 11

۱یفتاح یو زړور عسکر ؤ چې د جلعاد څخه ؤ. د هغه د پلار نوم جلعاد ؤ او مور یې فاحشه وه. ۲جلعاد د خپلې نکاح کړې ښځې څخه نور زامن هم درلودل. کله چې هغوی لوی شول نو یفتاح یې له کوره وویست او ورته ویې ویل: <ته به زمونږ په کورنۍ کې میراث […]
Judges 10

تولع ۱د ابیملک له مړینې څخه وروسته د فواه زوی او د دودو لمسی تولع د اسراییلو د ژغورلو دپاره راغی. هغه د یساکار له قبیلې څخه ؤ او د افرایم په غرنۍ سیمه کې د شامیر په ښارګوټي کې اوسېده. ۲هغه درویشت کاله د اسراییلو مشر ؤ. بیا هغه مړ شو او په شامیر […]
Judges 9

ابیملک ۱یوه ورځ د جدعون زوی ابیملک خپلو ماما ګانو ته چې په شکیم کې وو ورغی، هغوی او د خپلې مور ټولې طایفې ته یې وویل: ۲<د شکیم د ټولو سړیو څخه پوښتنه وکړئ چې تاسو ته کومه یوه لاره ښه ده؟ چې اویا تنه یعنې د جدعون ټول زامن په تاسو باندې پادشاهي […]
Judges 8

د مدیانیانو اخرنۍ ماتې ۱د افرایم خلکو جدعون ته وویل: <تا ولې زمونږ سره داسې رویه وکړه؟ تا ولې مونږ د مدیانیانو سره د جګړې په وخت کې راونه غوښتلو؟> او هغه یې سخت ملامت کړ. ۲خو جدعون په ځواب کې وویل: <ما چې کوم کار کړی دی هغه ستاسو د کار په پرتله هیڅ […]
Judges 7

د جدعون له خوا د مدیانیانو ماتې ۱یوه ورځ سهار وختي جدعون د خپلو ټولو نفرو سره پاڅېده، هغوی لاړل او د حرود د چینې په خوا کې یې خېمې ودرولې. د مدیانیانو کمپ د هغوی شمال خواته د موره غره ته نژدې په یوه دره کې ؤ. ۲څښتن جدعون ته وویل: <ستا نفر ډېر […]
Judges 6

جدعون ۱د اسراییلو قوم یو ځل بیا داسې کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې بد وو، نو څښتن د مدیانیانو قوم پرېښود چې په هغوی باندې اووه کاله حکومت وکړي. ۲مدیانیان دومره ظالمان وو چې د اسراییلو خلک د هغوی څخه په سمڅو او د غونډیو په نورو خوندي ځایونو کې پټېدل. ۳هرکله […]
Judges 5

د باراق او دبورې سندره ۱په هغه ورځ دبورې او د ابینوعم زوی باراق دا سندره وویله: ۲<د څښتن ستاینه وکړئ! چې مشري د اسراییلو رهبران کړي او په خوښې سره خلک پیروي د هغوی کاندي ۳تاسې واورئ پادشاهانو وکړئ پام ای حاکمانو غږومه به زه ساز وایم به سندره اسراییلو څښتن خدای ته ۴کله […]
Judges 4

دبوره ۱د ایهود له مړینې څخه وروسته د اسراییلو خلکو بیا داسې کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې بد وو. ۲نو څښتن هغوی یابین ته چې د کنعان یو پادشاه ؤ او په حاصور کې یې پادشاهي کوله په لاس ورکړل. د هغه د لښکر قوماندان سیسرا ؤ چې په حروشت حاجوئیم کې […]
Judges 3

د کنعان په خاوره کې پاتې شوي قومونه ۱نو څښتن په کنعان کې ځینې قومونه پرېښودل چې د هغوی په وسیله هغه اسراییلیان وازمایي چې د کنعان په جګړو کې یې برخه نه وه اخیستې. ۲هغه د دې دپاره دا کار وکړ چې د اسراییلو هر نوی نسل باید دا زده کړي چې څنګه جګړه […]