Ruth 1

الیملک او د هغه کورنۍ موآب ته کډه کوي ۱‏-۲د هغه زمانې څخه مخکې چې پادشاهانو په اسراییلو باندې حکومت کاوه، یو سړی چې الیملک نومېده او د افراتې د خېلخانې څخه ؤ، د یهودا د سیمې د بیت لحم په ښار کې اوسېده. د هغه ښځه نعومي نومېده او دوه زامن یې محلون او کیلون […]

Judges 21

د بنیامینیانو دپاره ښځې ۱په هغه وخت کې چې اسراییلیان په مصفه کې سره راغونډ شوي وو هغوی داسې قسم خوړلی ؤ: <زمونږ څخه به هیڅوک خپله لور بنیامینیانو ته په نکاح نه ورکوي.> ۲نو د اسراییلو قوم بیت ئیل ته لاړ او هلته تر ماښامه پورې د خدای په حضور کې کښېناستل. هغوی په لوړ […]

Judges 20

د بنیامینیانو سره د اسراییلیانو جګړه ۱بیا ټول اسراییلیان په شمال کې د دان څخه په جنوب کې تر بئرشبع پورې او همدارنګه د جلعاد د خاورې څخه په یوه لویه غونډه کې په مصفه کې د څښتن په حضور کې سره راټول شول. ۲د هغوی شمېر د پیاده عسکرو او مشرانو سره څلور لکه […]

Judges 19

لاوي او د هغه وینځه ۱په هغې زمانه کې چې اسراییلو پادشاه نه درلود، د لاوي د قبیلې یو نفر چې د افرایم د غرنۍ سیمې په یو لېرې ځای کې اوسېده، د بیت لحم څخه چې د یهودا په سیمه کې ؤ یوه وینځه وکړه. ۲مګر هغه وینځه یعنې د لاوي ښځه له لاوي څخه […]

Judges 18

د دان قبیلې له خوا د میکا کاهن او بتانو وړل ۱په هغې زمانه کې اسراییلو پادشاه نه درلود. د دان قبیلې یو ځای لټاوه چې په کې واوسیږي، ځکه چې هغوی لا تر هغه وخته پورې د اسراییلو د قبیلو په منځ کې خپله ځمکه ترلاسه کړې نه وه. ۲نو د دان د قبیلې […]

Judges 17

د میکا بتان ۱د افرایم په غرنۍ سیمه کې یو سړی چې نوم یې میکا ؤ اوسېده. ۲یوه ورځ هغه خپلې مور ته وویل: <آیا هغه یوولس سوه مثقاله سپین زر دې په یاد دي چې ستا څخه غلا شوي وو؟ کله چې تا هغه نفر ته چې هغه یې پټ کړي وو ښېرې وکړلې […]

Judges 16

شمشون په غزه کې ۱یوه ورځ شمشون د فلسطینیانو ښار غزې ته لاړ او هلته هغه یوه فاحشه ولیدله او د هغې کور ته ورغی چې شپه ورسره تېره کړي. ۲د غزې خلک خبر شول چې شمشون هلته دی. نو هغوی هغه ځای محاصره کړ او هغه ته یې ټوله شپه د ښار په دروازه […]

Judges 15

د فلسطینیانو څخه د شمشون بدل اخیستنه ۱څه موده وروسته د غنمو د لو په وخت کې شمشون د خپلې ښځې د لیدلو دپاره ورغی او هغې ته یې د سوغات په توګه یو سېرلی یووړ. شمشون د هغې پلار ته وویل: <زه غواړم چې د خپلې ښځې کوټې ته لاړ شم.> مګر هغه ورته […]

Judges 14

د شمشون واده ۱یوه ورځ شمشون تمنې ته لاړ او هلته یې یوه فلسطینۍ نجلۍ ولیدله. ۲کله چې هغه بېرته کور ته راستون شو نو خپل مور او پلار ته یې وویل: <ما په تمنه کې یوه فلسطینۍ نجلۍ ولیدله. هغه ماته وکړئ، زه غواړم چې د هغې سره واده وکړم.> ۳مګر مور او پلار […]

Judges 13

د شمشون زېږېدنه ۱اسراییلیانو یو ځل بیا د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه. نو څښتن فلسطینیان پرېښودل چې څلوېښت کاله په هغوی باندې حکومت وکړي. ۲په هغه وخت کې د زرعه په ښارګوټي کې یو سړی اوسېده چې نوم یې مانوح ؤ او د دان له قبیلې څخه ؤ. د هغه ښځه شنډه وه […]