1 Samuel 17

جلیات اسراییلو ته د مقابلې بلنه ورکوي ۱فلسطینیانو خپلې لښکرې د جنګ دپاره د یهودا په سوکوه کې راټولې کړې. د سوکوه او عزیقې ترمنځ یې په افس دمیم کې خېمې ودرولې. ۲شائول او اسراییلیان سره راغونډ شول، د ایله په دره کې یې خېمې ودرولې او د فلسطینیانو په مقابل کې یې خپلې جنګي کرښې […]
1 Samuel 16

سموئیل داود د پادشاه په توګه غوره کوي ۱یوه ورځ څښتن سموئیل ته وویل: <ترڅو پورې به ته د شائول دپاره ویر کوې؟ هغه مې په اسراییلو باندې د پادشاه په توګه رد کړی دی. یو ښکر راواخله، د زیتون د تېلو څخه یې ډک کړه او په بیت لحم کې د یسي کور ته ورشه، […]
1 Samuel 15

د عمالیقیانو سره جګړه ۱سموئیل شائول ته وویل: <زه څښتن راولېږلم چې تا غوره کړم چې د هغه په قوم اسراییلو باندې پادشاه شې. نو اوس د څښتن پیغام ته غوږ ونیسه. ۲مطلق قادر څښتن داسې وایي: زه به عمالیقیانو ته د هغه کار سزا ورکړم، کوم چې دوی پخوا د اسراییلو سره کړی ؤ. […]
1 Samuel 14

یوناتان په فلسطینیانو باندې حمله کوي ۱یوه ورځ یوناتان هغه ځوان عسکر ته چې د هغه وسلې یې انتقالولې وویل: <راځه چې د فلسطینیانو پوستې ته چې هغه بلې غاړې ته پرته ده ورشو.> مګر خپل پلار شائول یې خبر نه کړ. ۲شائول په مغرون کې د انار د ونې لاندې چې د جبعې څخه […]
1 Samuel 13

سموئیل شائول ملامتوي ۱شائول دېرش کلن ؤ چې پادشاه شو او دوه څلوېښت کاله یې په اسراییلو پادشاهي وکړه. ۲شائول د اسراییلو څخه درې زره نفره غوره کړل چې دوه زره نفره د هغه سره په مخماس او د بیت ئیل په غرنۍ سیمه کې وو او زر نفره د هغه د زوی یوناتان سره په […]
1 Samuel 12

د سموئیل د خدای په امانۍ خبرې ۱سموئیل ټولو اسراییلو ته وویل: <هرڅه چې تاسو زما څخه وغوښتل ما هغه سرته ورسول او تاسو ته مې یو پادشاه وټاکه. ۲تاسو اوس د خپل مشر په توګه یو پادشاه لرئ. زه زوړ او سپین ږیری شوی یم او دا دی زما زامن ستاسو سره دي. زه د […]
1 Samuel 11

شائول د یابیش ښار ازادوي ۱په دې وخت کې د عمون پادشاه ناحاش روان شو او د یابیش ښار یې چې په جلعاد کې ؤ محاصره کړ. د یابیش خلکو ناحاش ته وویل: <زمونږ سره یو تړون وکړه، مونږ به تا د خپل مشر په توګه ومنو.> ۲ناحاش په ځواب کې وویل: <زه به تاسو […]
1 Samuel 10

۱نو سموئیل د زیتونو د تېلو بوتل راواخیست او د شائول په سر یې تېل توی کړل، هغه یې ښکل کړ او ویې ویل: <ته څښتن د خپل قوم اسراییلو د مشر په توګه وټاکلې. ته به د هغه په خلکو پادشاهي کوې او د ټولو ګېرچاپېره دښمنانو نه به یې وژغورې. دا هغه نښه […]
1 Samuel 9

شائول د سموئیل سره ملاقات کوي ۱د بنیامین د قبیلې څخه یو شتمن او با نفوذه سړی ؤ چې قیس نومېده. هغه د ابي ئیل زوی او د صرور لمسی ؤ. د بکورت په کورنۍ پورې یې اړه درلوده چې د افیح د خېل یوه برخه وه. ۲قیس یو زوی درلود چې شائول نومېده، هغه یو […]
1 Samuel 8

اسراییلیان پادشاه غواړي ۱کله چې سموئیل زوړ شو خپل زامن یې د قاضیانو په توګه د اسراییلو دپاره وټاکل. ۲د هغه د مشر زوی نوم یوئیل او د کشر زوی نوم ابیاه ؤ. هغوی په بئرشبع کې قاضیان وو. ۳خو هغوی د خپل پلار په لار روان نه وو. د هغوی شوق صرف پیسې پیدا […]