Leviticus 18

زنا او نور بد عملونه ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<د اسراییلو د خلکو سره خبرې وکړه او ورته ووایه چې زه ستاسو څښتن خدای یم. ۳د مصر د خلکو په شان کار مه کوئ چېرته چې یو وخت تاسو په کې اوسېدلئ، یا د کنعان د خلکو په شان کار مه کوئ چې زه […]

Leviticus 17

د وینې خوړل حرام دي ۱څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر وکړ، ۲چې هارون او د هغه زامنو او د اسراییلو ټول قوم ته لاندیني حکمونه ورکړي. ۳‏-۴که د اسراییلو څخه یو څوک یو غویی یا یو وری یا یوه وزه څښتن ته د نذرانې په توګه د مقدسې خېمې د دروازې د خولې څخه […]

Leviticus 16

د کفارې ورځ ۱د حضرت هارون د دوو زامنو د مړینې څخه وروسته چې څښتن ته ورنژدې شول او مړه شول، څښتن د حضرت موسیٰ سره خبرې وکړې. ۲هغه وفرمایل: <خپل ورور هارون ته ووایه چې یوازې په یو مناسب وخت کې دې ډېر مقدس ځای ته چې د پردې شاته دی ورننوزي، ځکه دا […]

Leviticus 15

په جنسي لحاظ د بدن ناپاکي ۱څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل: ۲<د اسراییلیانو سره خبرې وکړئ او ورته ووایئ: کله چې د یو سړي د تناسلي آلې څخه زوه راووزي، هغه زوه ناپاکه ده. ۳که دا زوه د هغه د تناسلي آلې څخه رابهیږي یا دا بهېدل د التهاب په سبب بند […]

Leviticus 14

د پوستکي د ناروغیو څخه پاکوالی ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<دا مقررات د هغه نفر د پاکېدلو په باره کې دي چې د پوستکي د ساري ناروغۍ څخه روغ شوی وي. په هغه ورځ چې د هغه پاکوالی اعلانیږي باید هغه کاهن ته راوستل شي. ۳کاهن دې د کمپ څخه دباندې لاړ شي او […]

Leviticus 13

د پوستکي د ناروغیو په اړه مقررات ۱څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل: ۲<کله چې د چا په پوستکي باندې زخم، دانه یا پړسوب وي چې کېدای شي هغه د پوستکي په یوې ساري ناروغۍ باندې بدله شي، هغه باید هارون کاهن یا د هغه یو زوی ته چې کاهن وي راوستل شي. […]

Leviticus 12

د اولاد د زېږولو څخه وروسته د ښځو پاکوالی ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<اسراییلیانو ته ووایه چې کله یوه ښځه امیدواره شي او زوی وزېږوي، هغه به اووه ورځې د خپلې میاشتینۍ ناروغۍ په شان ناپاکه وي. ۳په اتمه ورځ دې هلک سنت شي. ۴بیا باید هغه ښځه د وینې د بهېدلو څخه د […]

Leviticus 11

حلال او حرام حیوانات (تثنیه ۱۴: ۳ - ۲۱) ۱څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل: ۲<اسراییلیانو ته ووایئ چې د ټولو حیواناتو له جملې څخه چې په ځمکه باندې ژوند کوي، یعنې هغه حیوانات چې غوښه یې خوړلی شئ هغه دا دي: ۳هر حیوان چې خلاص سوم ولري او شخوند وهونکی هم وي. ۴خو داسې حیوانات […]

Leviticus 10

د ناداب او ابیهو ګناه ۱د حضرت هارون زامنو ناداب او ابیهو هر یو خپل د اور لوښی راواخیست او په هغې کې یې بل شوي سکاره واچول، خوشبویي یې ورزیاته کړه او هغه یې څښتن ته وړاندې کړل. مګر دا اور مقدس نه ؤ، ځکه چې څښتن په هغوی باندې د هغه د وړاندې […]

Leviticus 9

کاهنان خپل خدمت پیل کوي ۱د کاهنانو د ټاکنې د مراسمو څخه وروسته حضرت موسیٰ په اتمه ورځ حضرت هارون او د هغه زامن او د اسراییلو مشران راوغوښتل. ۲هغه حضرت هارون ته وفرمایل: <یو خوسی او یو پسه چې کوم عیب په کې نه وي واخله او څښتن ته یې وړاندې کړه. خوسی د […]