Numbers 1

د اسراییلو اوله سرشمېرنه ۱د مصر څخه د اسراییلو د قوم د راوتلو څخه وروسته د دوهم کال د دوهمې میاشتې په اوله ورځ کله چې څښتن د حضرت موسیٰ سره د سینا په دښته کې په مقدسه خېمه کې خبرې وکړې هغه وفرمایل: ۲<ته او هارون طایفه په طایفه او کورنۍ په کورنۍ د […]

Leviticus 27

څښتن ته د سوغاتونو په هکله قوانین ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<د اسراییلیانو سره خبرې وکړه او ورته ووایه چې که چېرې څوک یو بل نفر د خاص نذر په توګه څښتن ته وقف کړي، نو هغه نفر به د لاندینیو پیسو په ورکولو سره ازاد شي: ۳‏-۷د مقدس ځای د مثقال په مطابق: […]

Leviticus 26

د اطاعت کولو دپاره برکتونه (تثنیه ۷: ۱۲ - ۲۴، ۲۸: ۱ - ۱۴) ۱څښتن وفرمایل: <د خپلو ځانونو دپاره بتان یا مجسمې یا د تیږو ستنې مه جوړوئ چې د هغو عبادت وکړئ. زه ستاسو څښتن خدای یم. ۲د سبت د ورځې څخه پیروي وکړئ او د هغه ځای احترام وکړئ چې زما عبادت په کې کیږي. زه څښتن یم. […]

Leviticus 25

اووم کال (تثنیه ۱۵: ۱ - ۱۱) ۱د سینا په غره باندې څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<د اسراییلیانو سره خبرې وکړه او ورته ووایه: کله چې تاسو هغې خاورې ته چې زه یې درکوم ورننوزئ، باید څښتن ته د احترام په خاطر هر اووم کال د ځمکې د کرلو څخه ډډه وکړئ. ۳شپږ کاله خپل پټي وکرئ […]

Leviticus 24

د څراغونو ساتنه کول (هجرت ۲۷: ۲۰ - ۲۱) ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<په اسراییلیانو باندې امر وکړه چې د هغو څراغونو دپاره چې په مقدسه خېمه کې دي د زیتونو سوچه تېل راوړئ، ترڅو هغه په منظمه توګه بل وساتل شي. ۳هارون دې هر ماښام هغه بل کړي او هغه دې تر سهاره پورې د څښتن […]

Leviticus 23

مذهبي اخترونه ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<د اسراییلو خلکو ته ووایه چې ما ستاسو دپاره څو مذهبي اخترونه ټاکلي دي چې سره راغونډ شئ او زما عبادت وکړئ. ۳تاسو د خپل کار دپاره شپږ ورځې لرئ، مګر اوومه ورځ چې د سبت ورځ ده، د ارام کولو دپاره ده. په هغه ورځ کار مه […]

Leviticus 22

د نذرانو مقدس توب ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<هارون او د هغه زامنو ته ووایه چې د هغو پاکو نذرانو احترام وکړي چې اسراییلیان یې ماته وقف کوي، ترڅو هغوی زما مقدس نوم سپک نه کړي. زه څښتن یم. ۳که چېرې ستاسو د اولادې څخه کوم یو د ناپاکۍ په حال کې هغو مقدسو نذرانو […]

Leviticus 21

د کاهنانو مقدس توب ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د کاهنانو یعنې د هارون د زامنو سره خبرې وکړه او ورته ووایه: هیڅ یو کاهن باید د خپلوانو د مړي د جنازې په مراسمو کې په ګډون کولو سره خپل ځان ناپاک نه کړي، ۲پرته له یو نژدې خپلوان څخه لکه د هغه مور یا پلار، […]

Leviticus 20

د سرغړونې دپاره سزا ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<اسراییلیانو ته ووایه: که ستاسو څخه یو څوک یا کوم بېګانه نفر چې په اسراییلو کې اوسیږي د خپلو ماشومانو څخه کوم ماشوم د مولک بت ته ورکړي، هغه باید ووژل شي. د قوم خلک دې هغه سنګسار کړي. ۳زه به د هغه نفر په ضد […]

Leviticus 19

اخلاقي او مذهبي قوانین ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<د اسراییلو د ټول قوم سره خبرې وکړه او ورته ووایه: مقدس اوسئ ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای مقدس یم. ۳تاسو هر یو باید د خپل مور او پلار احترام وکړئ او باید د سبت د ورځې څخه پیروي وکړئ. زه ستاسو څښتن خدای یم. […]