2 Samuel 16

داود او صیبا ۱کله چې داود د غره د سر څخه لږ څه تېر شو، د مفیبوشت د خدمتګار صیبا سره مخامخ شو. هغه په دوو خرو باندې دوه سوه ډوډۍ، د ممیزو سل کلچې، د اوړي د مېوو سل موټي او د شرابو ډک ژی بار کړي وو. ۲پادشاه د صیبا څخه پوښتنه وکړه: […]

2 Samuel 15

ابشالوم د یاغیتوب نقشه جوړوي ۱یو څه موده وروسته ابشالوم د خپل ځان دپاره جنګي ګاډۍ، اسونه او پنځوس سړي چې هغه یې بدرګه کاوه تیار کړل. ۲هغه به سهار وختي پاڅېده او د هغې لارې په څنګ کې به ودرېده چې د ښار دروازې ته تللې وه. هرکله چې به څوک د خپل شکایت […]

2 Samuel 14

ابشالوم اورشلیم ته راستنیږي ۱یوآب د زرویه زوی پوه شو چې داود پادشاه ابشالوم ډېر یادوي. ۲نو یوآب تقوع ته یو نفر ولېږه او له هغه ځای څخه یې یوه هوښیاره ښځه راوستله. هغې ته یې وویل: <داسې فرض کړه چې ته د ویر کولو په حال کې یې. د ویر کالي واغونده او د […]

2 Samuel 13

امنون او تامار ۱د وخت په تېرېدو سره د داود زوی امنون په تامار باندې چې د داود د بل زوی ابشالوم خور وه او ډېره ښکلې وه مین شو. ۲د امنون زړه د خپلې ناسکه خور تامار په سبب داسې پریشانه شو چې هغه ناروغ شو. ځکه چې تامار پېغله وه او د امنون […]

2 Samuel 12

د ناتان پیغام او د داود توبه ۱څښتن ناتان نبي داود ته ورولېږه. ناتان هغه ته ورغی او ورته ویې ویل: <په یوه ښار کې دوه سړي اوسېدل، یو شتمن ؤ او بل غریب ؤ. ۲شتمن سړي ډېرې زیاتې رمې او پادې درلودلې. ۳مګر غریب سړي له یوې وړې ورۍ څخه پرته چې هغه یې […]

2 Samuel 11

داود او بتشبع ۱د بل کال په پسرلي، یعنې د کال په هغه وخت کې چې معمولاً پادشاهان جنګ ته ځي، داود ټولې د اسراییلو لښکرې د یوآب او د هغه د افسرانو د قوماندې لاندې جګړې ته ولېږلې. دوی عمونیان له منځه یوړل او د ربه ښار یې محاصره کړ، مګر داود په اورشلیم […]

2 Samuel 10

د داود له خوا د عمونیانو او د سوریایانو ماتې (اول تواریخ ۱۹: ۱ - ۱۹) ۱څه موده وروسته د عمونیانو پادشاه ناحاش مړ شو او د هغه زوی حانون د هغه په ځای پادشاه شو. ۲داود پادشاه وویل: <زه به د حانون سره داسې وفادارانه دوستي وکړم لکه څنګه چې د هغه پلار ناحاش زما سره کړې […]

2 Samuel 9

داود او مفیبوشت ۱یوه ورځ داود پوښتنه وکړه: <آیا د شائول د کورنۍ څخه څوک پاتې دی؟ که چېرې وي نو زه به د یوناتان په خاطر ورسره مهرباني وکړم.> ۲نو د شائول د کورنۍ یو خدمتګار ؤ چې صیبا نومېده. هغه یې د داود حضور ته راوغوښت او پادشاه هغه ته وویل: <آیا ته […]

2 Samuel 8

د داود بریالیتوبونه (اول تواریخ ۱۸: ۱ - ۱۳) ۱څه موده وروسته داود بیا فلسطینیانو ته ماتې ورکړه، هغوی یې کمزوري کړل او په هغه سیمه باندې یې د هغوی واکمني پای ته ورسوله. ۲همدارنګه داود موآبیانو ته هم ماتې ورکړه. داود په هغوی باندې امر وکړ چې د ځمکې په مخ څنګ په څنګ په یوه قطار […]

2 Samuel 7

د داود سره د خدای وعده (اول تواریخ ۱۷: ۱ - ۱۵) ۱کله چې داود پادشاه په خپله ماڼۍ کې اوسېده او څښتن هغه ته د خپلو ټولو دښمنانو څخه ارامي ورکړه، ۲نو پادشاه ناتان نبي ته وویل: <ګوره، زه دلته په دې ماڼۍ کې اوسېږم چې د صبر د ونې د لرګیو څخه جوړه شوې ده، مګر […]