1 Kings 12

د شمالي قبیلو یاغیتوب (دوهم تواریخ ۱۰: ۱ - ۱۹) ۱رحبعام شکیم ته لاړ، ځکه چې ټول اسراییلیان هلته راغونډ شوي وو چې هغه پادشاه کړي. ۲کله چې د نباط زوی یروبعام چې د سلیمان له لاسه مصر ته تښتېدلی ؤ، دا خبر واورېد، هغه په مصر کې نور هم پاتې شو. ۳خو هغوی یروبعام راوغوښت او هغه […]
1 Kings 11

د سلیمان ښځې ۱سلیمان د ډېرو بهرنیو ښځو سره مینه لرله. د فرعون د لور څخه پرته هغه د حیتي، موآب، عمون، ادوم او صیدون د ښځو سره هم ودونه وکړل. ۲څښتن امر کړی ؤ چې اسراییلیان دې د دې قومونو سره ودونه نه کوي، ځکه چې هغوی به د اسراییلیانو زړونه د خپلو خدایانو […]
1 Kings 10

د سلیمان او د سبا د ملکې لیدنه او کتنه (دوهم تواریخ ۹: ۱ - ۱۲) ۱کله چې د سبا ملکې د سلیمان د شهرت په باره کې واورېدل (هغه شهرت چې څښتن سلیمان ته ورکړی ؤ)، نو هغه راغله چې په سختو پوښتنو سره هغه وازمایي. ۲هغه د یو لوی کاروان او اوښانو سره چې عطر، ډېر […]
1 Kings 9

سلیمان ته د څښتن بیا ښکاره کېدل (دوهم تواریخ ۷: ۱۱ - ۲۲) ۱کله چې سلیمان د څښتن د کور او د شاهي ماڼۍ جوړونه پای ته ورسوله او هغه څه چې هغه د جوړولو پلان درلود ترسره یې کړل، ۲څښتن د دوهم ځل دپاره هغه ته ورښکاره شو، لکه څنګه چې په جبعون کې ورته ښکاره شوی […]
1 Kings 8

د خدای کور ته د لوظ صندوق راوړل (دوهم تواریخ ۵: ۲ - ۶: ۲) ۱وروسته بیا سلیمان د اسراییلو سپین ږیري، د قبیلو ټول مشران او د اسراییلو د خېلونو رئیسان اورشلیم ته راوغوښتل، چې د څښتن د لوظ صندوق د صهیون یعنې د داود د ښار څخه د خدای کور ته یوسي. ۲د کال په اوومه یعنې […]
1 Kings 7

د سلیمان ماڼۍ ۱مګر سلیمان د خپلې ماڼۍ په جوړولو باندې دیارلس کاله تېر کړل او هغه یې بشپړه کړه. ۲د ماڼۍ هغه سالون چې د لبنان د ځنګل د سالون په نوم یادېده څلورڅلوېښت متره اوږدوالی، دوه ویشت متره سور او دیارلس نیم متره لوړوالی درلود. هغه د صبر د ونو د ستنو څلور […]
1 Kings 6

سلیمان د خدای کور جوړوي ۱د مصر څخه د اسراییلو د قوم د وتلو څخه وروسته په څلورسوه اتیاوم کال کې، په اسراییلو باندې د سلیمان د پادشاهۍ په څلورم کال، د زیو په میاشت کې چې د کال دوهمه میاشت ده، هغه د خدای د کور په جوړولو پیل وکړ. ۲هغه کور چې سلیمان […]
1 Kings 5

سلیمان د خدای د کور د جوړولو دپاره تیاری نیسي ۱د صور پادشاه حیرام تل د داود ملګری ؤ او کله چې هغه واورېدل چې سلیمان د خپل پلار داود په ځای پادشاه شوی دی، هغه ته یې خپل استازي واستول. ۲سلیمان بېرته حیرام ته دغه پیغام ورواستاوه: ۳<تاسو پوهېږئ چې زما پلار داود د […]
1 Kings 4

د سلیمان لوړ رتبه ماموران او والیان ۱نو سلیمان پادشاه په ټولو اسراییلو باندې پادشاهي کوله. ۲او دا د هغه لوړ رتبه ماموران وو: عزریا د صادوق زوی – کاهن. ۳الیحورف او اخیا د شیشه زامن – د هغه منشیان، یهوشافاط د اخیلود زوی – د اطلاعاتو منشي. ۴بنایاه د یهویاداع زوی – د لښکرو […]
1 Kings 3

سلیمان او د حکمت غوښتنه (دوهم تواریخ ۱: ۳ - ۱۲) ۱سلیمان د مصر د پادشاه فرعون سره یو تړون وکړ او د هغه د لور سره یې واده وکړ. هغه یې راوستله چې تر هغې پورې د داود په ښار کې واوسیږي ترڅو پورې چې هغه د خپلې ماڼۍ، د خدای د کور او د اورشلیم شاوخوا […]