Deuteronomy 25
د سزا په هکله قانون ۱فرض کړئ دوه اسراییلیان محکمې ته ورځي چې یوه دعوه حل کړي او یو تن یې بې ګناه او بل یې مجرم وګڼل شي. ۲که چېرې په مجرم باندې د وهلو حکم وشي، قاضي دې هغه پړمخې څملوي او په قمچینه باندې دې ووهي. د قمچینې د ګوزارونو شمېر به د […]
Deuteronomy 24
د طلاق په هکله قانون ۱فرض کړئ یو سړی د یوې نجلۍ سره واده وکړي او وروسته یې بد ایسي ځکه چې په هغې کې یو داسې شی ګوري چې د هغه نه خوښیږي. نو هغه طلاقنامه لیکي، هغې ته یې ورکوي او د خپل کور څخه یې شړي. ۲بیا فرض کړئ هغه د یو […]
Deuteronomy 23
هغه خلک چې د څښتن په قوم کې نه شي شاملېدلی ۱هیڅ داسې سړی چې خصي شوی وي یا د هغه تناسلي آله پرې کړل شوې وي د څښتن په قوم کې نه شي شاملېدلی. ۲هیڅ داسې نفر چې حرامي وي او د داسې نفر اولاده حتیٰ تر لسم نسله پورې د څښتن په قوم […]
Deuteronomy 22
د نورو سره مرسته کول ۱که چېرې تاسو د خپل اسراییلي ورور غویی یا پسه ووینئ چې لاره یې ورکه کړې وي، نو خپلې سترګې ورباندې مه پټوئ، هغه حیوان بېرته د هغه خاوند ته بوځئ. ۲مګر که چېرې د هغه خاوند لېرې اوسیږي یا تاسو نه پوهېږئ چې هغه حیوان د چا دی، بیا […]
Deuteronomy 21
نامعلومه قتل ۱فرض کړئ د هغه هېواد په یوه بانډه کې چې خپل څښتن خدای یې تاسو ته درکوي یو قتل شوی نفر موندل کیږي او تاسو نه پوهېږئ چې هغه چا وژلی دی. ۲ستاسو مشران او قاضیان دې لاړ شي او له هغه ځای څخه چې مړی په کې موندل شوی دی تر شاوخوا […]
Deuteronomy 20
د جنګ په هکله قوانین ۱کله چې تاسو د خپلو دښمنانو سره د جګړې دپاره لاړ شئ او ووینئ چې د هغوی جنګي ګاډۍ او اسونه او لښکر ستاسو په پرتله زیات دي، د هغوی څخه مه وېرېږئ. ستاسو څښتن خدای چې تاسو یې د مصر څخه ازاد کړئ هغه به ستاسو سره مل وي. […]
Deuteronomy 19
د پناه اخیستلو ښارونه (شمېر ۳۵: ۹ - ۳۴ او یوشع ۲۰: ۱ - ۹) ۱کله چې ستاسو څښتن خدای هغه خلک تباه کړي چې ځمکه یې تاسو ته درکوي او تاسو د هغوی ښارونه او کورونه ونیسئ او په کې واوسېږئ، ۲-۳هغه سیمه په دریو برخو ووېشئ. په هرې برخې کې یو داسې ښار انتخاب کړئ چې خلک وکولی شي […]
Deuteronomy 18
د کاهنانو او لاویانو برخه ۱د لاوي د قبیلې خلک به د کاهنانو په شمول د نورو قبیلو سره هیڅ ځمکه ترلاسه نه کړي. د هغې په ځای به هغوی د هغو قربانیو یوه برخه چې څښتن ته وړاندې کیږي اخلي. ۲هغوی دې هیڅ ځمکه ونلري لکه څنګه چې نورې قبیلې یې لري. د څښتن […]
Deuteronomy 17
هغه قربانۍ چې کوم عیب په کې وي ۱خپل څښتن خدای ته داسې غویی او پسه مه قرباني کوئ چې کوم عیب په کې وي، څښتن له دې کار څخه کرکه کوي. هغه خلک ووژنئ چې د بتانو عبادت کوي ۲-۳ستاسو څښتن خدای تاسو ته د اوسېدلو دپاره ښارونه درکوي. خو وروسته کېدای شي یو […]
Deuteronomy 16
د فسحې اختر (هجرت ۱۲: ۱ - ۲۰) ۱د ابیب په میاشت کې خپل څښتن خدای ته د فسحې د اختر په لمانځلو سره د هغه احترام وکړئ، ځکه چې په همدې میاشت کې څښتن د شپې له خوا تاسو د مصر څخه راوویستلئ. ۲د فسحې د اختر قربانۍ باید یو غویی، پسه یا وزه وي او تاسو […]