2 Chronicles 6

قوم ته د سلیمان وینا (لومړی پاچاهان ۸: ۱۲ - ۲۱) ۱بیا سلیمان دعا وکړه: «څښتنه، تا ویلي دي چې زه به په توره تیاره کې اوسیږم. ۲ستا دپاره مې یو پرتمین کور جوړ کړی دی، داسې ځای چې د تل دپاره په کې واوسېږې.» ۳هغه وخت چې د اسراییلو خلک په هغه ځای کې ولاړ وو، پاچا […]
2 Chronicles 5

۱کله چې سلیمان پاچا د څښتن د کور ټول کارونه پای ته ورسول، بیا سلیمان هغه شیان یعنې سپین او سره زر او نور سامان چې د هغه پلار داود څښتن ته وقف کړی ؤ، هغه یې د خدای د کور په خزانو کې کېښود. د خدای کور ته د لوظ صندوق راوړل (لومړی پاچاهان […]
2 Chronicles 4

د خدای د کور دپاره سامان (لومړی پاچاهان ۷: ۲۳ - ۵۱) ۱سلیمان د برنجو څخه د قربانۍ ځای جوړ کړ چې اندازه یې نهه متره مربع او لوړوالی یې څلورنیم متره ؤ. ۲هغه د برنجو څخه یوه ګرده ټانکۍ هم جوړه کړه چې ژوروالی یې دوه متره او شل سانتي، قطر یې څلورنیم متره او ګردچاپېر یې […]
2 Chronicles 3

سلیمان او د څښتن د کور جوړول (لومړی پاچاهان ۶: ۱ - ۳۸) ۱-۲سلیمان د څښتن د کور جوړول د خپلې پاچاهۍ د څلورم کال په دوهمه میاشت د اورشلیم د موریا په غره باندې پیل کړل. داود همدا ځای د عبادت ځای په توګه ټاکلی ؤ. هغه ځای یو وخت د یبوسي ارونه درمند ځای ؤ، یعنې […]
2 Chronicles 2

د څښتن د کور د جوړولو تیاری (لومړی پاچاهان ۵: ۱ - ۱۸) ۱سلیمان پرېکړه وکړه چې د څښتن په نوم د عبادت دپاره یو کور او د خپل ځان دپاره یوه ماڼۍ جوړه کړي. ۲هغه اویا زره تنه د ودانۍ د موادو د وړلو په کار او اتیا زره تنه یې د غونډیو څخه د تیږو د […]
2 Chronicles 1

سلیمان او د حکمت غوښتنه (لومړی پاچاهان ۳: ۱ - ۱۵) ۱د داود زوی سلیمان د خپلې پاچاهۍ واکمني ټینګه کړه، ځکه چې خپل څښتن خدای یې ورسره مل ؤ او د هغه څخه یې ډېر قوي پاچا جوړ کړ. ۲-۵په هغه وخت کې د عبادت ځای لا په جبعون کې ؤ، یعنې سپېڅلې خېمه چې د څښتن […]
1 Chronicles 29

د څښتن خدای د کور د ودانولو دپاره سوغاتونه ۱داود پاچا ټولې غونډې ته دا اعلان وکړ: «زما زوی سلیمان خدای غوره کړی دی، خو هغه لا تر اوسه ځوان دی او تجربه یې لږه ده. دا کار چې کېدونکی دی ډېر لوی دی، ځکه چې دا د خلکو دپاره یوه ماڼۍ نه ده بلکې د […]
1 Chronicles 28

داود او د خدای د کور د ودانولو نقشه ۱داود پاچا د اسراییلو ټول مشران یعنې د قبیلو مشران، د هغو فرقو قوماندانان چې د پاچا خدمت به یې کاوه، د لښکرو نور قوماندانان، د شاهي شتمنۍ او د څارویو رسمي مسؤولان، د ماڼۍ درباریان او زړور جنګیالي – په اورشلیم کې راغونډ کړل. ۲داود […]
1 Chronicles 27

د لښکرو قوماندانان ۱د اسراییلو لښکرې د دولسو فرقو څخه جوړې شوې وې چې په هغو کې د کورنیو مشران، د لښکرو قوماندانان او د پاچا درباریان شامل وو. هره فرقه له څلورویشتو زرو کسانو څخه جوړه شوې وه چې په نوبت سره یې په کال کې یوه میاشت خدمت کاوه. دا د هغو قوماندانانو […]
1 Chronicles 26

د خدای د کور ساتونکي ۱د خدای د کور ساتونکي هم د طایفو له مخې په ډلو ووېشل شول. د قوري زوی مشلمیا د قوري د طایفې او د اساف د کورنۍ څخه ؤ. ۲هغه اووه زامن درلودل چې په لاندیني ترتیب سره زېږېدلي وو: زکریا، یدیعییل، زبدیا، یتني ییل، ۳عیلام، یهوحانان او الیهوعینای. ۴-۵خدای عوبید ادوم […]