2 Chronicles 16

په یهودا باندې د اسراییلو پاچا بعشا یرغل (لومړی پاچاهان ۱۵: ۱۷ - ۲۲) ۱د اسا د پاچاهۍ په شپږ دېرشم کال د اسراییلو پاچا بعشا په یهودا باندې حمله وکړه او د رامه ښار یې ونیو. هغه دا ښار قوي کړ، د دې دپاره چې د یهودا د ټولو خلکو د تګ راتګ مخه ونیسي. ۲نو اسا […]

2 Chronicles 15

اسا او په یهودا کې د بتانو ماتول ۱د عودید په زوی عزریا باندې د خدای روح نازل شو ۲او هغه لاړ چې د اسا پاچا سره لیدنه کتنه وکړي. عزریا هغه ته وویل: «ای اسا او د یهودا او د بنیامین ټولو خلکو، ماته غوږ ونیسئ! تر هغه وخته پورې چې تاسو د څښتن […]

2 Chronicles 14

د یهودا پاچا اسا ۱ابیا مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. د هغه زوی اسا د هغه په ځای پاچا شو. د هغه په وخت کې په یهودا کې لس کاله سوله وه. ۲اسا هغه کارونه کول چې د څښتن خدای په نظر کې ښه او سم وو. […]

2 Chronicles 13

د یهودا پاچا ابیا (لومړی پاچاهان ۱۵: ۱ - ۸) ۱د یروبعام د پاچاهۍ په اتلسم کال، ابیا د یهودا پاچا شو ۲او هغه درې کاله په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه مور میکایا نومېدله چې د اوري ییل لور وه. اوري ییل د جبعې د ښار څخه ؤ. د ابیا او یروبعام ترمنځ جګړه پیل شوه، ۳د ابیا […]

2 Chronicles 12

په یهودا باندې د مصریانو یرغل (لومړی پاچاهان ۱۴: ۲۵ - ۲۸) ۱څنګه چې رحبعام د خپلې پاچاهۍ واک تر لاسه کړ او قوي شو، هغه او د هغه ټول قوم د څښتن د شریعت لاره پرېښودله. ۲نو د رحبعام د پاچاهۍ په پنځم کال څښتن هغوی ته د بې وفایۍ په خاطر سزا ورکړه. هغه د مصر پاچا شیشق […]

2 Chronicles 11

رحبعام ته د شمعیه نبي خبرداری (لومړی پاچاهان ۱۲: ۲۱ - ۲۴) ۱کله چې رحبعام اورشلیم ته ورسېده، هغه د یهودا او بنیامین د قبیلو څخه یوسلو اتیا زره غوره شوي عسکر راغونډ کړل. هغه پرېکړه وکړه چې په اسراییلو باندې حمله وکړي او د اسراییلو شمالي قبیلې یوځل بیا تر خپل واک لاندې راولي. ۲خو څښتن شمعیه […]

2 Chronicles 10

د شمالي قبیلو یاغیتوب (لومړی پاچاهان ۱۲: ۱ - ۲۰) ۱رحبعام شکیم ته لاړ، ځکه چې ټول اسراییلیان هلته راغونډ شوي وو چې هغه پاچا کړي. ۲کله چې د نباط زوی یروبعام چې د سلیمان له لاسه مصر ته تښتېدلی ؤ، دا خبر واورېد، نو هغه د مصر څخه راستون شو. ۳بیا هغوی یروبعام راوغوښت او هغه او […]

2 Chronicles 9

د سلیمان او د شیبا د ملکې لیدنه او کتنه (لومړی پاچاهان ۱۰: ۱ - ۱۳) ۱کله چې د شیبا ملکې د سلیمان د شهرت په اړه واورېدل، نو هغه اورشلیم ته راغله چې په سختو پوښتنو سره هغه وازمایي. هغه د یو لوی کاروان او اوښانو سره چې عطر، ډېر سره زر او قیمتي تیږې ورباندې بار […]

2 Chronicles 8

د سلیمان نور کارونه (لومړی پاچاهان ۹: ۱۰ - ۲۸) ۱سلیمان په شلو کالو کې د څښتن کور او خپله ماڼۍ جوړه کړه. ۲سلیمان هغه ښارګوټي هم بېرته ودان کړل چې حیرام پاچا هغه ته ورکړي وو او اسراییلیان یې هلته ولېږل چې په کې واوسیږي. ۳سلیمان په حمات صوبه باندې برید وکړ او هغه ځای یې ونیوه. ۴هغه […]

2 Chronicles 7

سلیمان او د خدای د کور وقف کېدل (لومړی پاچاهان ۸: ۶۲ - ۶۶) ۱څنګه چې سلیمان د دعا کولو څخه وزګار شو، نو د اسمان څخه اور نازل شو او سوځېدونکې نذرانه او نورې قربانۍ یې وسوځولې. بیا د څښتن د جلال څخه کور ډک شو ۲او کاهنانو له دې امله نه شو کولای چې دننه لاړ […]