2 Peter 2

جعلي پیغمبران او استاذان ۱خو لکه څنګه چې مخکې په اسراییلو کې هم جعلي پیغمبران پیدا شوي وو، همداسې به ستاسو په منځ کې هم د دروغجن استاذان راپیدا شي. هغوی به په پټه تباه کوونکی او د غلطو عقیدو تعلیم ورکوي. حتی هغوی به د هغه بادار نه هم انکار کوي چې هغوی یې […]

2 Peter 1

سلامونه ۱دا لیک د شمعون پطروس له خوا چې د عیسی مسیح خدمتګار او رسول دی، هغو خلکو ته چې زمونږ د خدای او خلاصوونکي عیسی مسیح د عدالت په وسیله یې زمونږ په شان قیمتي ایمان تر لاسه کړی دی. ۲د خدای او زمونږ د څښتن عیسی د پېژندلو له امله دې په تاسو باندې […]

1 Peter 5

د کلیسا مشرانو ته مشوره ۱زه د کلیسا د یو مشر په توګه چې د مسیح د کړاوونو شاهد وم او په هغه جلال کې چې زر به ښکاره شي شریک یم. نو زه ستاسو مشرانو څخه غوښتنه کوم، ۲چې د خدای د هغې رمې شپانه اوسئ چې تاسو ته یې درسپارلې ده. په هغې […]

1 Peter 4

ایمانداران باید څنګه ژوند ولري ۱نو څرنګه چې مسیح په جسماني توګه دردونه او کړاوونه وزغمل، نو تاسو هم باید خپل ځانونه همدې کار ته تیار کړئ. ځکه چا چې درد او کړاو زغملی دی، نو هغه نور نه غواړي چې ګناه وکړي. ۲د دې دپاره چې خپل پاتې ژوند د نفساني غوښتنو سره سم […]

1 Peter 3

ښځې او مېړونه ۱ای ښځو! د خپلو مېړونو تابع اوسئ، ځکه که چېرې په هغوی کې ځینې یې د خدای کلام نه مني، نو ستاسو د چلند په لیدلو سره به پرته له کومې خبرې ایمان راوړي، ۲ځکه چې هغوی به وویني چې تاسو څومره په پاکۍ او د خدای څخه په وېره کې ژوند […]

1 Peter 2

قیمتي تیږه او غوره شوی قوم ۱نو بیا د هر ډول بدۍ، غولونې، منافقت، بخیلتوب او بدو خبرو نه لاس واخلئ. ۲د نویو زېږېدلو ماشومانو په شان د سوچه روحاني شیدو غوښتونکي اوسئ، ترڅو د هغو په څښلو سره په خلاصون کې لوی شئ. ۳ځکه چې تاسو خپله د څښتن د مهربانۍ خوند څکلی دی. […]

1 Peter 1

سلامونه ۱دا لیک د عیسی مسیح د رسول پطروس له خوا د خدای هغو غوره شویو خلکو ته چې د پونتوس، غلاتیې، کپدوکیې، اسیا او بتونیې ولایتونو ته مهاجر او خواره واره شوي دي. ۲پلار خدای تاسو د خپلې ارادې له مخې له ازله غوره کړي یئ او تاسو د روح القدس په وسیله پاک […]

James 5

شتمنو خلکو ته خبرداری ۱واورئ ای شتمنو خلکو! د هغو مصیبتونو په خاطر چې په تاسو باندې راتلونکي دي، ژړا او انګولا وکړئ. ۲ستاسو شتمني تباه شوې ده او کالي مو چینجو خوړلي دي. ۳ستاسو سره زر او سپین زر زنګ وهلي او د هغوی زنګ به په تاسو شاهدي ورکوي او د اور په […]

James 4

د دنیاوي شیانو سره مینه مه کوئ ۱ستاسو په منځ کې جنګونه او شخړې له کومه راپیدا کیږي؟ ایا هغه ستاسو د نفساني غوښتنو له امله چې په تاسو کې په جګړه کې دي، نه راپیدا کیږي؟ ۲تاسو چې کوم شی غواړئ او هغه په لاس نه درځي، نو دې ته تیار یئ چې قتل […]

James 3

خپله ژبه په خپل واک کې ساتل ۱ای زما خویندو او ورونو! باید هڅه ونه کړئ چې تاسو ټول دې استاذان شئ، ځکه په دې پوهېږئ چې مونږ استاذانو سره به تر نورو زیات حساب کیږي، ۲ځکه چې مونږ ټول ډېرې تېروتنې کوو او څوک چې په خبرو کې تېروتنه نه کوي هغه کامل انسان […]